رفيع الله روشن
هرهېواد اوپکې مېشت هېواد وال هڅه کوي چې دټولواوياهم کم ترکمه دخپل ځان لپاره داينده ژوندکولواسانه اوله هراړخيزې ګټې ډکې لارې چارې وګوري،که نور هېڅ هم نه وي دومره څه خو کوي چې سبادده په غياب کې خلک ووايي چې داد فلاني شخص،يافلاني هېواد اوياهم فلانۍ ټولنې پنځونه ده اونن ورڅخه نور خلک ګټه اخلي.
خوډېره دتعجب وړ اودڅېړنې موضوع داده چې ولې پښتون قام هرکله،په هرځاى کې،دهرچالخوا،ياد اوستايل شوى نه بلکې تر پښولاندې شوى دى،حتى په خپلومنځونوکې هم سره غوښه اوچاړه وي،خودابدبختي ورته له پخواپه ميرات کې نده پاتې بلکې اوس په دې وروستيوکې يې ځانونه داسې دبدبختيوکندوته غوځولي دي،ددې علت اوعلل څه کېداى شي،ولې دوى نه غواړي مخکې ولاړ شي،ايا دوى دا وړتياپه ځان کې نه لري چې دنوې ټکنالوجي پرمټ ماډرن اومختلف النوعه داستفادې وړ شيان تهيه اوداستفادې وړ يې وګرځوي؟ايادوى دماغ نلري،دوى هېڅ نه شي زده کولاى؟ايا دوى استعداد نلري اوايا دوى دومره ځواکمن ندي چې خپل حق ترلاسه کړي؟
که څوک ووايي چې له دغوپورته يادوشويو صفاتوڅخه يو هم په پښتون کې نشته خو زه يې نه ورسره منم اوپه کلکه يې ردوم،وګورئ پښتانه ډېرزوړ اوزرين تاريخ لري،خوداتاريخ لکه داوس پشان داسې تت اوله نظره لوېدلى اوله ياده دوېستلو ندى،پښتون هغه قوم دى چې په هر ډګر کې يې سوبه خپله کړې ده،دهر ميدان اتل پښتون اعلان شوى دى،يواځې په خپل کلي،منطقه اوهېوادکې نه بلکې ډېرو لرو هېوادونوکې يې هم خپل عظمت اومېړانه خلکوته په نښه کړې ده اوهرچامنلي دي پښتانه هغه څوک دي چې په يواځې تن به يې له سلو جنګيالوسره مبارزه کړېده اوپه نيتجه کې به يې سوه به هم دخپل ځان په ګټه تمامه کړېده،پښتانه هغه څوک دي چې په کراتوکراتويې په نوروملکونودظلم اوتېري په مقابل کې غورځنګونه کړي او تر خپل تسلط لاندې يې راوستي دي،پښتانه هغه څوک دي چې په شپېته زره پوځ به يې له درې سوه زرو،په هرډول اسلحومجهزپوځ سره مقابله کوله خوبيابه هم برياددوى په برخه وه،پښتانه هغه څوک دي چې دايران تراسفهانه يې خپل حد اوحدودمعلوم کړي وو او پښتانه هغه څوک دي چې ميړانې يې هرڅوک قانع کړي دي.
خوسره له دومره لويو افتخاراتوبياهم بسنه نده پکاروګورئ يواځې په هندوستان کې چې دپښتنوپه وخت کې کوم کارونه ترسره شوي دي،اوتراوسه هم ورڅخه استفاده کېږي اومزې پرې هنديان کوي،هغه لوى لوى منارونه اوتاريخي ځايونه چې په هندکې دپښتنوپاچاهانوپه وخت کې جوړ شوي دي نن دهغه هېواد له حکومت سره په اقتصادي ډول لويه مرسته کوي،زموږپه لاسونو اوزموږلخواپه جوړوشويو ماڼيوباندې سوداګري کوي ، اوس همداله موږڅخه له سلوڅخه تر زر روپيوپورې ټيکټ اخلي او نندارې ته يې تللى شو،خوقېمت يې نن پخپله ورکوو،که چېرې هغه شان ودانۍ اودليدلووړ ځايونه دننه په خپل هېواد افغانسان کې جوړ شوي واى نو نن به موږهم له دولت سره په اقتصادي لحاظ ډېره مرسته کړې واى،موږ ډېرڅه کولى شوخو يواځې دنورو خلکولپاره نه دخپل ځان لپاره،خويواځې په دې اکتفا کول لازمه نده چې څه احمدشاه بابا کړي هغه بس دي،ميرويس نيکه کړي هغه بس دي،خوشحال خان خټک کړي بس دي ،نه داهېڅکله بس ندي اوس بايد موږپه خپل منځ کې په زرهاوو دغه شان نوميالي ولرو،ترڅوپه راتلونکى تاريخ يې په خپلو زرينوپاڼوکې کارنامې او شاهکارونه له ځانسره ثبت کړي او دمعارف په چوکاټ کې دتاريخ دمضمون په منځپانګه کې يې تاريخ او کارنامې ولوستل شي او نصاب جوړ کړي.
په هرحال،پښتون قام ډېرسرلوړى اوباتور قام دى،هرڅه لري،دين ،ايمان ،غيرت،قدرت،جاه ،جلال،فکراوتفکر،خويوڅه چې ډېر اړين دي او پښتانه يې نه لري هغه اتفاق،يو والى اوپه خپلوکې مينه اومحبت دى،داعنصرپکې هېڅ شتون نلري،که چېرې پکې داعنصر واى نو اوس به لرې نه وو چې پښتانه به دهر مليت په سر کې واى،مګر افسوس چې اوس دهر مليت ترپښولاندې وي ،هرڅوک پرې پښه ږدي اوزور ورکوي.
کله چې يوپښتون يوڅه پرمختګ وکړي بل پرې رښه کوي وايي چې ولې داپرمختګ ماونکړ،زه خوله هغه څخه ډېرښه يم کنه،اى کاش چې ديوه پښتون پرپرمختګ مو شکر ايستلاى،دعاوې موکولى چې اى خداى شکر چې نوروته دخدمت مصد وګرځېدو.