ملیارده ډالرخیرات ندی............؟ دکال (۴)

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
منصور احمدزی
۰۲/۰۶/ ۲۰۱۲
دبهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال جاوید لودین ویلی چه هیواد یی دشیکاګو به سر مشریزه کی به له نا تو څخه وغواړی چه له ۲۰۱۴ کال وروسته چه نړی وال ځواکونه له افغانستان څخه ووځی د افغان امنیتی ځواکونو  دتمویل لپاره دکال (۱،۴) ملیارد ډالره مرسته و کړی چه دا خیرات ندی افغانستان دتروریزم په وړاندی دنړیوالی جګړی دمحاذ په سر کی دی .   

داپیسی د دی لپاره پکاردی چه افغا نا ن به دډ یروکلونو لپاره په هغی جګړی کی قربانی ورکوی چه نړی والوسره ارتباط لری .  
جاوید لودین ځوان تکړه دیپلومات دی دبهرنیو چاروپروزیر زلمی رسول باندی د دیپلوماتانو په ټاکنه کی نیوکه کړی ویلی چه د د یپلو ماتانو په  ټا کنه کی  په تعلیم او کار وړتیا باندی باید پوره غور وشی .   
دا یو حقیقت دی که افغان دیپلوماتان دنورو هیوادواو یا ګا ونډ یوهیوادو د یپلو ماتانو سره پرتله کړو ډ یر زیا ت تو پیر  پکی تر سترګو کیږی ځکه چه دبهرنیوچارو وزیر په سیاست او اداره کی پوره کمزور تیاوی لری دبل لوری دشمالی ټلوالی په واسطه دولسی جرګی څخه دباوررایه ترلاسه کړی چه دهغوی ګټوته ترملی ګټو او کاری وړتیا لمړیتوب ورکو ی چه  بیلګی یی په پوره اندازه سره لیدل شوی دی .  
. پدی لیکنه کی به د څه دپاسه څلور ملیارده ډالرو مرستی او دتروریزم به ضد جګړی ته یو ځغلنده کتنه وکړو
دتروریزم په ضد جګړه نن دنړیوالواوافغانانو له سترګو نوره پټه پاته ندی چه دا جګړه چا او دڅه مطلب لپاره په لاره اچولی دی لمړی امریکا کی دنفوس خاوندان پرمیډ یا کنټرول لری چه دافغانستان جګړه یی دتروریزم په ضد جګړه نومولی دی درحال چه افغانستان نه تروریست لری نه یی څوک روزلی اونه یی چیری لیږلی چه دا یوڅرګند حقیقت دی او سترګی تری نشی  پټیدلی مګردبل لوری زورهم قالب نلری لکه چه نن ورځ پرافغانانو داجګړه تپل شویدی لکه هغه دپښتو متل چه( افغان نن پړ اوهم مړدی ) افغان چارواکی نن دچور چپاول لپاره وایی چه داپیسی ددی لپاره پکاردی چه افغانان په دډیرو کلونو لپاره هغی جګړی کی قربانی ورکوی چه له نړیوالو سره ارتباط لری زړه یی پرمظلوم او ځور یدلی ملت نه سوځی تر کله به یی نور په وینو تجارت کوی.  
دتروریزم تر نامه لاندی دامریکی نړیواله نا اعلان شوی جګړه دی او افغانستان یی دخپلو سیاسی  او اقتصادی ګټو لپاره اشغال او ناتو یی هم د اشر باڼو په تو ګه ځان سره راوستی .پاکستان هم پدی جګړه کی دنورو اهدا فو تر څنګ دپښتنوپر ضد ورسره ټینګ ملګری شوهره ورځ دډیورند کرښی دواړو لوروته بیګناه پښتانه شهیدانوی چه پاکستانی واکداران بیا دبی پیلوټه الوتکودبمباریو بندولوغوښتنه کوی په اصل کی داسی ندی پنجاب غواړی پښتانه خوار ذ لیل اوپه خپله ولکه کی وساتی چه یوه امریکایی سناتورد پاکستان غوښتنی رد او ویی ویل چه دا بمباری دشوی تړون له مخی تر سره کیږی او افغانستان کی دشپی او ورځی لخوا بی وزله افغانان په ځا نګړی توګه  پښتانه دماشومانو په ګډون شهیدانوی چه جناب حامد کرزی یی دبی وسی له امله په غندلو سره تماموی .  
دسی ای ای یوه مامور دالمان  بن ښارکی ویلی چه دافغانستان جګړه مذهبی جګړه دی مګر چارواکی دخپلو ګټو او له ملت څخه داصل مطلب پټولو په خاطردا جګړه دتروریزم ترنامه لاندی پر مخ بیایی .
د نوموړی مامورڅرګندونی حقیقت لری لکه دکابل ښارکی دلسوڅخه زیاتوکلیسا ګانو جوړښت چه د بهرنیو چارووزارت داموضوع دستوری په مجله کی خپره داخله وزارت اوملی امنیت هم تاید کړی چه ولسی جرګی هم داموضوع لږوڅیړله مګر ببیا ترنن پوری هیڅ مرجع دڅیړلو جرات ندی کړی د امریکا په وړاندی که ملی مقاومت نه وی  ژربه له افغانستان څخه ونه وزی او دسند ونو لاس لیکولوته په نړیواله کچه چندان  ژمن  پاته شو ی ندی لکه چه یوه امریکایی سناتور (دا نارو هر باکر ) بی بی سی ته په یوه لیک کی ویلی وروسته لدی چه دافغانستان په جګړه کی (۵۲۰) ملیارده دالر ولګول شو او س نور په ملیاردونو ډالر دامنیتی ځواکونو او اقتصادی ودی لپاره ورکړو چه وروسته زموږ له رسمی وتلوممکن (۳۰) زره امریکایی عسکر تر نا معلومی مودی پوری پدی هیواد کی پریږدو.    
زه پدی باوری یم چه جناب لودین صاحب تر ما پدی هکله ډیرمعلو مات  لری اوډیر اسناد یی هم مخ ته پراته دی مګرد بیانولوحق نلری ځکه هغه ددولت ماموردی که  په څرګندونو کی داسی حقایق رابر سره کړی چه دامریکی له ګټوسره په ټکر کی وی بیا پیداکول به یی  په بګرام او ګوانتنامو  کی هم ګران وی .  
دافغانستان په اړه د ۲۰۰۱  بن له کنفرانسه را پدی خوابی شماره کنفرانسونه په لاره واچول شوچه وروستی یی د امریکا د شیکا ګوښار کی جوړشوچه بهر له کنفرانس څخه په ضد یی لاریونونه روان وه چه دی لار یونونودا وښودله چه دناتو غړو هیوادونو سیاستوالو خپلو وګړو ته رښتیا ندی ویلی دخپلو قدرتونو لپاره ناسم جګړه ایز سیاست پرمخ بیایی ددی کنفرانس زیاتره برخه تبلیغاتی وه چه غربی سیاستوالودخپلو بریا وواود تروریزم تر نامه لاندی جګړی په هکله وکړل اوس چه له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته څه دپاسه (۴) ملیارده ډالره افغانستان دکال ورڅخه غواړی امریکا دخپل ننی ګوډ مات اقتصاد له امله نشی کولی دا ټولی پیسی په یوازی توګه ورکړی نور دشیکاګو غونډ ه پدی خاطر او دناتو راتلونکی  نورو مخو لپاره را و بلله هغه څه چه اوبا ما هیله د رلوده هسی ونشو ځکه د فرانسی نوی ټا کل شوی ولسمشر د خپلو  پو ځونوپه راا یستلودروان کال ترپایه له افغانستانه بیا هم  ټینګار وکړبل یی وویل له افغانستان سره به (۲۰۰) میلونه ډالره مرسته وکړی مګر دایی زیا ته کړی چه د وی به پردی غور و کړی او ځا ن ډاډه کړی چه مرستی پر ځای لګول کیږی او هم یی زیاته کړی چه موږ بریتانیا او جرمنی پوری تړلی نه یو چه هغوی څومره مرستی دکال کوی  سره لدی چه اوبا ما د ناتو پر متحد ینو ږغ وکړ چه د ما لی پیټی په اوچتولو کی ور سره برخه واخلی دا له امکانه لری نه ښکاری چه دناتو غړو هیوادو ترمنځ دمالی او افغانستان پر سرچه پیل یی له فرانسی وشو نوری زیاتی ستونزی را وټوکیږی .   
دامریکی ولسمشر بارک او با ما غواړی دروان کال په پای کی دولسمشری په  ټاکنو کی لدی څخه سیاسی ګټه پورته کړی مګرداسی ګمان هم کیږی چه اوباما هم دفرانسی تیر ولسمشر سرکوزی په سر نوشت اخته شی که مقابل لوری داو با ما ټاکنی وګټی چه دجګړی پلوی دی نړی به له نوی ناورین سره مخا مخ  کړی .       
افغانان دکنفرانسونو له اوریدو څخه ستړی شویدی او پدی باوردی که دا (۴۰۰۰) ملیونه ډالرهم د کال افغانستان ته راشی داړه ماران اواقتصادی ما فیا ورته په کمین کی ناست دی دا به هم دتیر ومرستوپه شان حیف او میل لکه د پوځیان معاشونه غلا شول  روغتیایی وسایل غلا شول  دکرزی مرستیال له ملیونونو ډالرو سره بهر له هیواده ونیول شو( اونن بیا دڅوغلو قاتلانو او وطنفروشانو سره یو ځای شوی  ټرټولوافغانانو زیات دفساد پر ضد پر حکومت نیوکی  اود وطن دوستی چیغی وهی ) یوازی څو نور افغانان به ملیاردر او ملیونران به  شی .
له ۲۰۰۱ کال راپدی خوا افغان چارواکی او دهغوی کورنی د ډیرو شتمنیو خاوندان شویدی تردی چه دیوه چارواکی په هکله ویل شویدی چه مخکی له دندی دکرزی په حکومت کی دومره پیسی په بانک کی نه درلودی چه  نن دکورنی دیوه غړی په نوم سره (۸۰۰) ملیونه امریکایی ډالرو شاوخوا بانک کی لری همدارنګه افغان چار واکو دتونس له شړل شوی مشر بن علی اود لیبیا له شهید مشرقذافی څخه  په تجربو (چه دهغو شتمنی په ارو پایی هیوادونو کی کنګل شوی )خپلی شتمنی په اروپایی هیوادونو کی نه ځای پرځای کوی  اکثرو دوبی ته مخه کړی   دځینی منابعوله قوله په دوبی کی  له روسانواو ایرانیانو څخه ورسته په پا نګه اچولوکی افغانان دریم کټه ګوری کی دی چه غربی منابع دا بی ساری سر مایی له نږدی څاری مګردوضعی دحساسیت له امله سترګی پټی نیولی دی .  
اوس دلته ځینی پوښتنی پیدا کیږی چه هغه له درنو  لوستونکو سره شریکی کړو.   
افغانستان چه په فساد کی دنړی په کچه ژور ښکیل هیواد دی او ریښی یی له سفارت خانو نیولی بیا د ملل متحد تراخوره  پوری رسیدلی دی ا یا دا څه دپاسه  څلور ملیارده ډالره به په شفافه  توګه پر ځای ولګولی شی  ؟
دحامد کرزی په موجوده او یا تیرو کابینوکی بغیر دیوه یا دوو وزیرانو څخه نورداسی  وزیربه پیدا شی چه له شل میلونه ډالروڅخه کم فسا د کی شکیل وی او یا هم ملیونر شوی نه وی ؟     
دافغانستان پو ځ چه نن دغیر مسلکی جنرالانو (خورد ظابطانو) پلاس کی دی او پوځ هم په ملی روحیه ندی روزل شوی په  قومی  سمتی  ژبنی او ګوندی مسایلو باندی ولاړ دی ملی ګټو او ملی یوالی ته به ژمن  پاته شی  ؟
اسرا ییل که پرایران برید وکړی امریکا به خامخا داسریلو ملاتړته ورودانګی ایران به ځوابی برید کی زموږ پر خاوره برید ونکړی درحال چه له لوړ پوړو چارواکواو ولسی جرګی نیولی تر ټیټ پوړو چارواکو پوری خوا خوږی اوګمارلی زموږ هیواد کی لری ؟
دناتوغړوهیوادونواقتصادی ستونزی که نوری هم ژوری شی او یا د سوریی ، ایران سره په جګړه کی دامریکی او اسراییلو ملا تړ ته ورشی په هغه وخت کی به افغانستان سره مالی مرستو ته ژمن  پاته شی  ؟   
امریکا که چیری دبل هیواد سره جګړه پیل کړی بیا په هغه صورت کی زموږ خاوره  دجګړی  میدان په توګه ونه کاروی لکه نن چه دپاکستان او ایران په وړاندی یی کاروی څوک به یی مخه ونیولی شی  ؟
دامریکایی پوځونولخوا زموږهیواد کی د کمیاوی وسلو کارول چه کره شواهد یی موجود دی لکه خام یورانیم او نور چه دسرطان دناروغی د سترګو ړند ید و او نورو سبب ګرځیدلی د مخنیوی لپاره کوم عملی ګام پورته شو ؟  
دشیکا ګو په غونډه کی (۴۲۵) ملیونه ډالرومرستی  ژمنی د جرمنی  بریتانیا  استرالیا او پولند له لوری  اعلان شو ی اوس به پاته برخه (۳۵۷۵) ملیونه ډالر و څخه  څومره  پیټی نور هیوادونه په غاړه واخلی  در حال  چه یونان  پورتګال  هسپانیه دسختواقتصادی ستونزو سره لاس اوګریوان دی همدا شان ایتالیا هم اقتصادی ستونزوکی راګیره دی پاته برخه  امریکی ته ور په غاړه وی .  
دبهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال جاوید لودین  وایی چه داد خیرات پیسی ندی موږ دتروریزم په وړاندی نړی والی جګړی دمحاذ په سر کی یو.
زموږ هیواد نن ورځ د(۴۵) هیوادونو دغوبل ډګر ګرځید لی بشری حقونه دسیاسی او تجارتی معاملوقربانی ګر ځیدلی دی دهغه دپا سه ستراتیږیک تړون لاسلیکول روان دی درحال چه نه یی ځمکه خپله دی اونه یی اسمان  اونه هم استقلال لری اونه یی اداره څوک منی ا وملی مقا ومت هم د نیواکګروپه وړا ندی جاری وی او دتعجب وړ خو لا دادی چه  ریس جمهور له خپل استوګنځی او دکار له ځایه تر (۲۰۰) مترو(استقلال لیسی ) پوری په پښو او موټر کی سفر نشی کولی بلکه په څرخکه کی سفر کوی  بیا به داسی حا ل کی  ستراتیږیک تړون  داعتبار وړوی ؟
جناب لودین صاحب  داڅرنګه دبهرنیو چارو وزارت سیاسی کار پوهان دی چه ستراتیږیک تړون یی د لاس لیکولو لپاره اماده کړی اوکه ...........شوی چه محترم عبدالستار خواصی  دولسی جرګی منشی  ویلی(چه خپلی خاوری او دین ته وفادار دی او دځینی دلایلو له امله دامریکا سره دستراتیږیکو همکاریوسند مخالف دی ځکه چه له دینی ارزښتونو او ملی ګټو سره سمون نلری همدا راز یی  ویلی  دیوه افغان او مسلمان په توګه مسول دی چه په خپلو پریکړو کی دینی او ملی ګټو ته پام وکړی خواصی وایی چه په یاد سند کی دینی مقدساتو ته د درناوی  یادونه ندی شوی او همدا رازد (۲۰۰۳)کال تړون چه له مخی یی بهرنی ځواکونه خپلسری عملیات کولای شی چه یاد سند تربل تړون پوری داجراوړ بلل شویدی ) دجناب خواصی صاحب دریځ دافغان مسلمان  ملت درښتینی استازی په توګه دافتخار وړدی دبهرنیو چارو وزا رت اونوروا ړوند ووادا روچه د ستراتیږیک سند په چمتوکولوکی برخه اخیستی تا ریخی بد نامی اونه هیرید ونکی رسوایی یی ګټلی دی   .          
که په ډیره عامیانه او افغانی دود ودستور سره ووایو که څوک غواړی چه یو کار تر سره کړی مزدورته اړتیا ولری بیا مزدور ګماری په بدل دکار کی معاش ورکوی یا ووایو چه معاش  دکار په بدل کی اخلی ترڅوهغه کار سرته ورسوی  بغیر دمعاش خو څوک کارنکوی اونه هم څوک پیسی چاته  بغیر دکاره  ورکوی نه هم څوک احمق پولی چا ته ورکوی  نن ورځ دپردو پرغلامی ویاړی اودترهګرافراطی اوجاسوس څخه ځان ښه او پورته ګڼی درحال چه د جناب حامدکرزی په اداره کی جاسوسی اوغلامی مودګرځیدلی دی مثال دهلمند والی دځای ناستی فرمان حامدکرزی لاسلیک اوصادرکړی وه ولی تر نن ورځی دهلمند والی له دندی ګوښه نکړی شو؟
اوس به دا قضا وت درنو لوستونکو او تاریخ ته پریږدو چه د اڅه دپاسه څلورملیارد ه امریکایی ډالره په راتلونکی کی دکابل اداره په  څه نوم سره له امریکا اومتحد ینو څخه یی اخلی  د خیرات په نوم  د مزدوری په نوم    دوطن فروشی په نوم   که دانه وی نور په کوم نوم یی اخلی داهم له یاده ونه باسو چه دامریکی دوستی له افغان مجاهدینو سره چه کله یی  د مجاهدینو پلاس پخوانی شوروی په ګونډ و کړمطلب یی تر لاسه شو نور یی مجاهدینو ته  شا  په وږی خیټه   لوڅ تن او  بی سر پناه   په ویجاړ کوریی پریښودل دسولی څخه یی جګړی ته برتری ورکړه  (دملل متحد دسولی پلان یی پلی نکړځکه چه دنن ورځی په فکر کی وه ) .  
د سر لوړی   متحد  ودان او له استعمارڅخه ازاد افغانستان په هیله
پای
علامه اقبال لا هوری ویلی دی : ادم از بی خردی بندګی ادم کرد       ګوهری داشت ولی نذ ر قباد وجم کرد
یعنی در خوی غلامی زسګان پست تر است                من ند ید م که سګی پیش سګی سر خم کرد
اخځایونه : لوی افغانستان ویب سایټ او بی بی سی  راډیو