سلام خان
افغانستان له تېرو شاوخوا۳۵ کلونو راهيسې د ګاونډيو هېوادونو د مضرو استیخباراتو له لاسه د مخفی او ښکاره جګړو پراخ ډګر ګر ځیدلی دې او د هر ی ناخوالی تر شاه په يو نه يو ډول د ګاونډيو هېوادونو لاسونه وي؛ په ځانګړي ډول د دو ګاونډيو هېوادو نو ( ایران،پاکستان) شوم نيتونه د تل لپاره په افغانستان کې وراني، د وروڼو قومونو او ملتونو ترمنځ د ژبې
دنوموړی غونډی دغبرګون او غندنی په باب د جمعې په ورځ د کابل له لویدیځي څنډي څخه د ایران پر ضد لارون وشو. لاریون په سیمه ییز وخت د ورځي په نهو بجو پيل او تر ماسپښینه ئې دوام درلود. لاریون کوونکو د افغانستان په چارو کې د ایران د لاسوهنې پر ضد شعارونه ورکړل دغو مظاهره کوونکو له افغان حکومت او ملي شورا څخه وغوښته، چې په افغانستان کې دي د ګاونډیو او نورو هېوادونو د لاسوهنو او کلتوري یرغل مخه ونیسي دغه مظاهره په کابل کې د ایران د مذهبي مشر ایت الله خمیني د مړیني د 23 کلیزي د لمانځني پر ضد د جمعې په ورځ د کابل پوهنتون د سیاسي علومو د پوهنځی د محصلینو له خوا جوړه شوې وه، چې لسګونو نورو ځوانانو هم په کې برخه اخیستې وه ،مظاهره کوونکې د کابل ښار د پل سوخته په سیمه کې د مزاري په څلور لاره کې د ایت الله خمیني هغه لوی زړول شوي انځور ته مخامخ راټول شوي وه، چې له څو ورځو راهیسي د کابل د علمیه حوزې په نوم د یوې شورا له خوا خپورشوی مظاهره کوونکو په دې څلور لاره کې خپل پرېکړه لیک ولوستی او په یوه برخه کې یې وویل، چې باید د مذهب په نوم د پردیو(ایران ) سیاسي هدفونو ته کار ونه شي هغوی په خپلو شعارونو کی ویل چی د دغه ډول مراسمو چې مذهبي رنګ او بوی لري، خو په حقیقت کې د پردیو د سیاسي هدفونو تعقیبول دي، په جدي ډول محکومو، موږ د کابل ځوانان د خپلو ملي ګټو پر ضد د ګاونډیو هېوادونو هر ډول لاسوهني محکوموو ،موږ له افغان دولت په ځانګړي ډول د اطلاعاتو او کلتور وزارت، حج او اوقافو، ملي شورا، مدني ټولنو او د افغانستان د علماوو شورا څخه د خپلو ملي ارزښتونو د پیاوړي کولو غوښتنه کوو نه د پردیو،مظاهره کوونکو په خپل پرېکړه لیک کې دا هم ویلی دی، چې باید د خمیني پر ځای د افغانستان د مذهبي او ملي شخصیتونو لمانځنه وشي د دوي په لاسونو کې پر لیکل شوي شعارونو لیکلي وه، چې دا کابل دی نه تهران او له دې خاوري سره دي ملي خیانت نه کېږي، مظاهره کوونکو دا هم وویل، چې دغه ډول هڅي د افغانانو ملي یوالي ته زیان رسوي.
له ګڼو رسنیو سره په خبرو کې یو شمیر لاریون کوونکو ویلی دی چې د ایران دولت له افغانانو سره بد سلوک کوي او همدا راز هغه ډلی روزي چې په افغانستان کې د حکومت او خلکو پر ضد کار کوي ، د کابل په لویدیځ کې یو شمیر داسې انځورونه هم ځوړند شوي دي چې پرې د ایران د مذهبي مشر خمیني څیره لیدل کیږي. لاریون کونکو ویلی دی چې افغانان باید هغو اشخاصو او ډلو ته چې د ایراني اخوندانو انځورونه ساتي د دې کار اجازه ور نه کړي.
افغان دولت که څه هم تر اوسه په رسمي توګه په خپلو چارو کې د ایران د لاس وهنو په اړه څه نه دي ویلي خو دغلته د ناټو قوماندانانو په وار وار شکایت کړی دئ چې ایران د افغان دولت له مخالفینو سره مالي او نورې مرستې کوي څه موده مخکې په نیمروز کې د ناټو په یوه مرکز کې هغه ماینونه او ناچاودلي توکي خبریالانو ته وښودل شول چې د ایساف په وینا په ایران کې جوړ شوي، او د افغان حکومت وسله والو مخالفینو ته ورکړل شوي ول.تیره میاشت امریکا له افغانستان سره ستراتیژیک سند لاسلیک کړ او دغه کار د ایران د حکومت سخته غوصه را وپاروله. ان دا چې د ایران سفیر د افغانستان د مشرانو جرګې له رئیس سره په لیدنه کې له هغه څخه وغوښتل چې د دغه سند د تصویب مخه ونیسي.
په نني لاریون کي یوه بله مسئله چې ډیره د پام وړ وه هغه د افغانستان په کورنیو چارو کې د ایران لاس وهنه وه. لاریون کونکو چې یو شمیر ئې میرمنې وي، پر ایران باندې تور ولګاوه چې د افغانستان ثبات نه شي زغملای او تل د دغه ملک په بربادولو کې خپلي گټې نغښتې بولي ایران اوس هم له هغو کړیو څخه په افغانستان کې کار اخلي چې له کلونو راهیسي د ایران له لوري تمویلیږي لاریون کوونکو له ځانه سره داسی شعارونه لیږدول چی په ډیرو غټو تورو په کی لیکل شوی وو چی (( داکابل دئ نه ایران )).د لاریون کوونکو په خبره حکومت باید د ایران لاسپوڅي مرکزونه او هغه دفترونه وتړي چې په یوه ډول د افغانانو له لوري د ایران د ګټو له پاره جوړ شوي دي له ایران څخه د افغان کډوالو په جبر را شړل د لاریون بله موضوع وه. لاریون کوونکو ویل چې ایراني دولت د دغو کډوالو په راشړلو سره غواړي چې پر افغان دولت فشارونه زیات کړي او له دغې پالیسۍ څخه د فشار د وسیلې په توګه کار واخلي ایرانی حکومت غواړی چی په زرونو افغان مهاجرین له خپلی خاوری دزور او فشار له لاری وشړي .
د دغو مظاهره کوونکو محصلینو د غوښتنو په هکله تر اوسه د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو څه نه دی ویلی، خو د ملي شورا یو شمېر غړو بیا د دغو ځوانانو د مظاهرې ستاینه وکړه او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د چارواکو پر پټه خوله یې انتقاد وکړ د مشرانو جرګې د شکایتونو د اورېدلو کمېسیون رئیس ډاکتر زلمي زابلي ویلی دی، چې په کابل کې د خمیني د لمانځني مانا، کلتوري یرغل دی او دوي به په دې اړه د اطلاعاتو او کلتور وزیر ور وغواړي او ورځینی پښتنه به کوو ، دا چې په دې اړه نوموړی چوپه خوله پاتې شوی دی نو دا په دې معنا ده چې دا وزیر له ملته هیڅ خبر نه دی، دا ښکاره کلتوري یرغل دی.پای سلام خان."