اوهغه به عدل کاوه .....

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
مسيح الله عصام
دحضرت موسى عليه السلام څخه وپوښتل شول چې فوعون د خدايتوب دعوه کړى ، انسانان هغه ته سجده کوې او خلک يې ديته اړباسل چې دهغه بنده ګي وکړي ، هغه ديو نبي له راتګ دويرې له امله د بى اسرائيلو زرګونه ماشومان وژلې ؤ ددې ټولوسرکشيوسربيره هم الله تعالى پاک هغه ته لويه بادشاهي  او ډير مهلت ورکړي ؤ قدرت دهغه حساب کتاب نه کاوه څه وجه وه ؟

حضرت موسى کليم الله ورته په ځواب کې وويل : فرعون (رمسس ثاني ) کې د انصاف ماده وه اوهغه به عدل کاوه .......دامخصتر ځواب ددې نړۍ ترټولو ستره ريښتن ولي ده ......عدل او انصاف هغه خوبي ده چې له امله يې الله تعالى د اويافرعونيانو په ډول خلکو ته په رزق کې پراخې ، مهلت ، اوواک ورکوي ..........دفرعون يوه مهمه خوبي دهغه دلاس پراخوالي او درستخوان ؤ هغه به هره ورځ په زرګونو ، چارپايان حلالول له هغې څخه به يې خواړه جوړول اوپه زرګونو ، لکونو خلکوته به يې خواړه ورکول ، دلنګر ايجادونکى هم فرعون ؤ د فرعون دريمه خوبي دعلم او تکنالوژۍ سره دهغه مينه يادولاى شو هغه  علم دوست او علماو سره مينه کوونکى بادشاه ؤ ، جادو اوسحر دهغه مهال يو علم ؤ اوهغه په سلګونو جادوګران روزلى ؤ ، هغه نه ختميدونکى سياهى (رنګ) جوړکړي ؤ هغه داسې حيرانونکى اهرامونه او کارونه جوړکړي او پيل کړي ؤ چې د نننې وخت پرمختللى تکنالوژي ورته هم په ګوته په خوله پاتې ده ....................................؟؟؟؟؟
داهرام مصر په نوم د ډبرو څلي يې پداسې بيابان کې درولي چې دهغوى په خواشاو کې په سلګونو ميلو په واټن کې کومه غريزه سيمه نه ترسترګوکيږې نړۍ تراوسه حيرانه ده چې فرعون په سلګونو او زرګونو ټنه وزني ډبرې له کومه ځايه راوړي دي ، اودغه ډبرې اخر څه ډول راوړل شوي دي ، درول شوي اوبيادغه ډبرې د کرين د زماني څخه  پنځه زره  کاله وړاندې په سلګونه فوټه اوچتوالي کې څه ډول ځاى پرځاى کړيدي ،
لدې سربيره فرعون د جسدونو په زرګونو کلونوپورې د ساتلو طريقه هم ايجاد کړيده ( چې حنوط ورته وايې جسد څخه هرڅه وباسې اوبيايې له داسې مسالي ډک کړي چې په زرګونو کلونو وروسته هم نه خرابيږې ) لدې سربيره هغه ددغه اهرامونوپه منځ کې د هوا اورڼا داسې نظام هم لږولې دى چې په زرګونو کلونووروسته هم په خپل ځاى پاتى دى ، داعلم او تکنالوژي دفرعون قدر او طاقت ؤ
مګر وروسته فرعون دغه خوبيانې پريخودي په انصاف او عدل او د لاس په پراخوالي کې يې کموالي رامنځته شو هغه د عالمانو اوپوهه خلکو قدر او عزت کم کړ اوبيا روروسته فرعون د زوال سره مخ شو ، هغه الله تعالى په بحر قلزم کې غرق کړ مګرالله تعالى دهغه جسد د عبرت او پند لپاره يوه نمونه وساتله(هغه په اوبوکې ٣١٣٦ کاله تيرکړل مګر بياهم هغه نه ؤ خراب شوي )داسې هم ويل کيږې چې دفرعون جسد (لاش) نوکان او ويښتان اوس هم لويږې اوهرڅوکاله وروسته هغه پريکول کيږې ......
دفرعون په هکله بې شميره کيسې شتون لرې مګر دټولو ښه مالومات په عظيم الشان کتاب قران کريم کې شتون لري اولدې سربيره په تورات او انجيل کې هم دهغې متعلق واقعات شتون لري قرانې مالومات لدې امله ثابت دى چې ددې کتاب دا اعجاز دى چې الله تعالى ددې کتاب ساتنه په خپله زيمه وارۍ اخيستى ده .
خوديادو دريو خوبيانو چې دفرعون عدل او انصاف ، درستخوان اوعلم او تکنالوژۍ سره دهغه تړاو په اهرام مصرکې حنوط شوي مړي په اهرام مصرکې دهوا او رڼا سيستم په ديوالونو باندې د  رڼا سره ليکل شوي خطونه اوپه پدغه بيابان کې دداسې ځايونو شتون چې په هغې کې د کرړونو حيواناتو هډوکې شتون لري دفرعون په يادو خوبيانو دلالت کوي .
والله اعلم
پدې کې يو پټ راز پروت دى چې دنړۍ دا ژوند مصنوعي ژوند دى ددې نړۍ تخت ، بادشاهي او واک چې دفرعون په څير د بادشاه نه شوه نوزه اوته دکوم باغ مولۍ يو...............
فرعون د مصر په يوموزيم کې د نړۍ والو دعبرت لپاره شتون لري مګرڅوک به ترې عبرت واخلې ياد اهرام مصر د شلمى پيړۍ په پيل کې مالوم شويدى ، چې په هغې کې يوازې دوه شيان سلامت او روغ پراته ؤ يو د فرعونيانو حنوط شوي مړي اودوهم د شاتو مرتبانونه اوهغه د استعمال وړ ؤ ساينسپوهانو هم له دغې وانګيرله چې شات د پنځو زرو کلونو وروسته هم صحې او د خوړولو وړ وي .

که پخوانې فرعونيان د اوسنيو سره پرتله کړو نو ريښتياده چې اوسنى د مخکنيو لسمى برخې ته دې رسيدلي .................
په انصاف کې يې پرتله کوو هغوى په خپلو اروپايې او امريکايې هيوادونوکې د حيوانانو دومره خيال ساتل کيږې کوم چې د اسلامى هيوادونو د انسانانو نه ساتل کيږې ..........
داسې بې شميره بيلګې شتون لري اوپه ټول فرعونيانوکې قدر مشترک هم ليدل کيږې ...........
هغوى ته الله تعالى مهلت ورکوي اوچه کله هغوې له يوه حده ورتيرشي نو زمونږ دالله تعالى نيول بيا ډير سخت او کلک دي .

الله تعالى دى تري موږ وساتي .

ليک :
مسيح الله عصام