سلام خان
د طالبانو د سياسي کميټې پخواني مشر آغاجان معتصم د رونی میاشتی جون په لومړی نيته د بی،بی،سی سره په خپله یوی ځانګړی مرکه کی ویلی دې چې ټول طالبان د سولې غوښتونکي دي خو غوره دا بولي چې له امريکاييانو سره خبرې وکړي نوموړی چی دم ګړی دترکیه په هیواد کی په درملنه بوخت دی ځان د دطالبانو د سياسي شورا غړى بولي ،
له ښاغلي معتصم څخه په نوموړی تیلفونی مرکه که پوښتل شوی دی چې دوى د افغانستان اساسي قانون مني که نه. که څه هم دغه لوړ پوړي طالب په دې برخه کې روښانه ځواب ورنه کړ ، خو ويې ويل چې خپله د کابل حکومت هم د دغه قانون په پلي کولو کې پاتې راغلى دى.
دا چې د سولې له بهير سره د يوځاى کيدو په بدل کې به طالبانو ته څه ورکول کيږي ، په دې اړه هم خبرې ډېرې دي ، ځينې په واک کې د هغوى د شريکولو او ځينو هم هغوى ته د ځانگړو حکومتي څوکيو او يا سيمو د ورکړې خبرې کړي دي. خو ښاغلى معتصم وايي طالبانو ته دغه مسالې مهمې نه دي او وايي دوى د کابينې څوکۍ نه غواړي بلکې د دۀ په وينا اسلامي يوموټى افغانستان يې هدف دى ،د طالبانو د سياسي چارو دغه غړى دا نه مني چې د کوټې د شورا په نامۀ څه شته. دى دا د لويديځو رسنيو پروپاگنډ بولي او ټينگار يې دا دى چې د طالبانو سياسي شورا دننه په افغانستان کې کار کوي چې د امنيتي ستونزو له کبله يې ځاى ځايگى نه دى معلوم
دبله لوری د طالبانو تحریک په وروستیو ورځو کې د ښوونځیو په اړه دوې اعلامیې خپرې کړې. په یوې کې یې په دې زیات تاکید کړی چې د ښوونځیو زده کوونکي د دوی له لوري نه دي مسموم کړای شوي خو په بله کې یې د ښوونځیو په اړه خپله تګلاره روښانه کړې ده په دې اعلامیه کې ویل شوي:« اسلامي امارت یوځل بیا ابلاغوي، چې موږ له هغو ښوونځیو او تعلیمي ادارو سره هیڅ کوم مشکل نه لرو ، چې د سپیڅلي دین اسلام اوزموږ د مشترکو ملي اقدارو په زیان څه پکې نه تدریسیږي، د یهودیت، نصرانیت او غیري شرعي اعمالو روزنه نه وي پکښې د طالبانو د اعلامیې په دوام کې د دوی د مشرتابه له لوري د تصویب شوې تعلیمي لایحې ځینو مادو ته اشاره شوې او ویل شوي: اسلامي امارت یوازې هغه وخت د تعلیمي ادارو په وړاندې ځانته دعمل کولو حق ورکوي، کله چې د تعلیم په نامه د هیواد ماشومانو او ځوانانو ته غیراسلامي فکر تلقین کیږي، یا د عادي تعلیم ترپرده لاندې د نورو دښمنانه موخو لپاره روزل کیږي
په ځینو نورو راپورونو کی ویل شوی دی چی طالبانو دغزنی ولایت د اندړو ټول ۴۲ ښوونځي وروسته له دې بند کړل چې حکومت په غزني ولایت کې پر بې اسنادو موټرسایکلونو بندیز ولګاوه. چارواکي وايي چې طالبان له هغو موټرسایکلونو څخه په بریدونو کې کار اخلي چې اسناد نه لري. خو طالبان وايي چې د حکومت د دې پرېکړې په اعتراض کې یې د دې لپاره ښوونځي بند کړي چې پر حکومت فشار راولي څو د خلکو د تګ راتګ پر دې تر ټولو مهمې اسانتیا یعني موټرسایکلونو باندې بندیز پای ته ورسوي د غزني ولایت په مختلفو سیمو په تېره بیا اندړ، ګیرو او قره باغ کې خلک وايي چې طالبان ښوونځیو ته ورځي او ښوونکو ته وايي چې انګلیسي، فزیک، ریاضي، کیمیا، الجبر او بیالوژي یا هیڅ تدریس نه کړي او یا یې په اوونۍ کې یوځل تدریس کړي او د دغو مضامینو وخت هم دیني مضامینو ته ورکړي د خلکو په وینا همدا وجه ده چې د کانکور په ازموینه کې د دغو سیمو تقریباً هیڅ شاګرد پوهنتون ته د بریالیتوب چانس ته مومي،په دتاند ویب پاڼه کی دیوه را پور پر بنیاد ویل شوی دی(( د غزني والو په وینا طالبان خپل مقررات یوازې په پښتنو تحمیلوي. په هغو سیمو کې چې هزاره مېشت دي او د پښتنو له ښوونځیو سره یې فاصله څو سوه متره ده، نه یوازې له ښوونځیو سره څوک کار نه لري بلکې هر کال نوي نوي ښوونځي جوړېږي))پای سلام خان..