رون وردگ
وړمه شپه بیا غږيزو او انځوريزو رسنیو ته د بحث یوه نوې موضوع پیدا شوې وه چې هغه د ولسي جرګې لخوا دکابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو د تړون تاييدول و، چی زه یوه ټکی ته ډیر حیران شوم هغو وکیلانو چی دغه تړون ته يې مثبته رایه ورکړه ، ډیر په سپین سترګۍ او وياړ سره يې ویل چی د افغانستان د ملی ګټو لپاره یی یو ډیر لوی کار کړی
I. د دی تړون له تصویب وروسته به زمونږ د ګاونډيو لاسوهنه کمه شی
II. د تړون له تصویب وروسته به زمونږ په ملک کې امنیت راشی او د خپل منځی جګړې مخه به ونیول شی
III. دا تړول افغانستان ته ډیرې اقتصادی ګتې لري
IV. د دی تړون له تصویب وروسته به امریکایان زمونږ سره د ډیموکراسی په راوستو کې مرسته وکړي
V. یو دلیل یی دادی چی په دغه تړون که ښې حکومتدارۍ ته اشاره شوې ده
VI. د دی تړون له تصویب وروسته به امریکایان زمونږ سره د بیان په آزادۍ یا د رسانیو په آزادی کی مرسته کوی
VII. اوبله خبره د ښځو د حقونو کوی
راځی چی دغه دلایل په عامه لهجه وڅیړو
1. تاسو ټول شاهدان یاست چې زموږ ګاونډيان دغه لس کاله نه بلکه ان دا څلویښت کاله یا زیات تر هغه په افغانستان کی لاسوهنه کوی خو کله زیاته او کله کمه په ټولو دورو کی زیاته لاسوهنه یی په همدا اوسنی دوره کی ده زه دا نه وایم چی د مجاهدینو ( طالبان یا حزب اسلامی ) سره مرسته کوی او یا د دوی لاسپوڅی دی زه غواړم دا ووایم چی د دوی تر ټولو لویه لاسوهنه په همدی حکومت کې ده ځکه چی دوی هم د دغه نا مقدس ايتلاف غړی دی او دغه تيری یوه مهمه برخه تشکیلوی څومره چی امریکا او لويديځوال لاسوهنه کوی همدومره دوی هم لاسوهنه کوی او زمونږ د دولت هیڅ هم په وس که نشته او یا یی هغو پ
یسو خوله ور پټه کړی کومې چی په پټه ولسمشرۍ ماڼۍ يا سیاسی ګوندونو یا وکیلانو ته راځی چی اوس دوی په خپله هم اقرار کوی – لاسوهنه خو لا څه کوی چی نيغ په نيغه پر افغانستان هم سیاسی او هم پوځي تیری کوی چی بیلګه یی هم شته لکه پر کنړ ولايت د توغنديو اورل یا داسی نور نو پوښتنه می له دغه وطن دوسته وکیلانو داده چی دغه لس کال ستاسو دغه غربی دوستان دلته ؤ کوم و چې ستاسو د ملت غم يې وخوړ کوم و یی تاسو يې له دې لاسوهنې څخه خلاص کړی ځی د یوې شيبې لپاره به دا ومنو چی مجاهدین د دوی لاسپوڅی دی خو دغه کومه لاسوهنه چی ستا په دولت کی کوی ددې مخه خو یی باید نیولی وای کوم ؤ
چی ستا ملک یی له مستقیم تيري څخه وساته که وایی چی مونږ په خپله ځان ساتو نو بیا ددوی نظامی شتون ته ضرورت څه دی که وایی چی مونږ یی اقتصادی کمک ته اړ یو نو پوځي شتون د څه لپاره او د نورو ملتونو دښمنی د څه لپاره او ورسته چی د اقصاد په باره کی کوم ځواب در کوم هغه هم وګوره – نو زه په دی نظر یم چی دغه خاینو وکیلانويوازې خپلو ډالرو ته رایه ورکړی ده او یا یی د ښه غلام په سیالی کی ځان مخکی کړی او بل هیڅ دلیل نشی کیدای
2. دوی وایی چی د دغه تړون له تصویب وروسته به په دغه ملک کی امنیت راشی دوستانو فکر وکړی چی دا لس کاله دلته د دوی پراخ پوځي شتون ؤ نو کوم ؤ په دغه ملک که یی امنیت راوست کوم ؤ چی مونږ په سوله کی ژوند کاؤ او کوم ؤ چی زمونږ په ملک که د وینو بیاله نه بهیده کوم ؤ چی زمونږ خلک دشپه د متجاویزینو دلاسه آرام بیده ؤ افغانستان تنها کابل ندی چی دوی وایی چی په کابل کی نسبی امنیت دی اوس مهال په افغانستان کی په ورځ کی تر ۳۰۰ دریو سو زیات افغانان شهیدان کیږی دا د دوی دوستانو خو تر ټولو زیاته بی امنی راوستی يوازې د یوه مسلمان افغان په توګه فکر وکړی بیا پخپله پوهیږی چی په
دغه ملک که څه روان دی او خلک څه غواړی دوی دغو وینو څښونکو ته نور هم اجازه ورکوی چی دا مسلمان او مظلوم ملت شهیدان کړی چی دوی یو څو وخت نور په قدرت کی پاتی شی او نور ډالر هم ټول کړی دا زمونږ د ولسی جرګې وکیلان دې زه له دغو وکیلانو ګیله نه کوم په دغه غلام دولت که به همداسی غلام وکیلان وی ګیله می له ولس څخه ده چی دغو خلکو ته یی بیا رایه ورکړی
3. وایی چی دا تړون به افغانستان ته اقتصادی ګته راوړی زه یوه هیله کوم هغه دا چی د افغانستان نوم مه بدوی واضح ووایی چی دا تړون زمونږ جیبونه ډکوی پر نورو افغانانو چی هر څه کیږی و دې شی د تاسو نه خو هغه پخوانی کمونستان ډیر ښه ؤ ( البته د عقیدې په لحاظ نه وایم ځکه تاسو ځان مسلمان بولی او زه یو عام شخص یم د کفر فتوا زما تر وسه نده او نه می علم دومره دی ) هغوی چی څه کول په نرې او غیرت کی به یی کول او واضح به یی ویل چی مونږ دا کوو نه به یی پر ملت ورتپل او نه به یی مردم افغانستان ویل – ویل به یی چی د حزب دیموکرتیک دپاره مونږ داسی کوو تاسو خو هر څه په ملت ورتپی هغه �
�مونستان هم تاسو ته حیران دی او اوس اوس ستاسو پرپله پل ږدی – خیر اصلی موضوع ته به راشو آیا دا ستاسو دوستانو دغه فاسد چارواکی پر دغه ملت و نه تپل چی نن د افغانستان نوم په فساد کی په ټوله نړی که لمړی مقام لری فکر وکړئ وړونو دومره پیسې افغانستان ته راغلې څه شوی هغه د همدغه مفسدو چارواکو جیبو ته لاړی که د دغه چارواکو موخه د جیبو ډکول وی نو ښه ګټه لری نور نو تاسو ووایی چی دا دومره پیسې چی راغلی دی کوم یی ملت ته په درد خوړلی چی نور اقتصادی ګټه به یی ملت ته ورسیږی وایی چی اردو مو جوړه کړی او دا پیسه به هم اردو ته ورکوی د یوه عسکر څونه معاش دی او وکیل صاحب ستا �
�ونه معاش دی هغه غریب د تا دا فاسد دولت ساتی چی نه یی د تا له لاسه دنیا جوړه شوه او آخرت خو یی الله ( ج ) پوهیږی کار یی – بله خبر بضعی پروژه ته شاید اشاره وشی چی دادی زه وایم اول خو دا په دونه پیسو کی هیڅ دی دوهم دا ټوله یکبار مصرف پروژه دی چی بیګی یی د کابل قندهار سرک او یا د کابل نور سرکونه دی چی ټول یی وینی توضیحاتو ته حاجت نشته زه ځکه دا نقدی پیسه یادوم چی دغه کفارو نه تر اوسه کومه بنیادی پروژه کارکړی او نه په دغه تړون دا څه ته اشاره شوی صرف جنګی خبره دی چی مونږ به د ملی اردو سره کمک کوو او بس - او بله خبر داده چی دا اقتصادی کمک په کومه بعیه د افغانانو د
اسلامیت سر عزت ناموس په بعیه د دوی په نظر د دغه ټولو نه باید تیر شو بیا اقتصادی کمک صحیح دی کنه د دوی تقاضاوی په دغه تړون که ولی نشته د دوی تقاضاوی صرف دغه خبری دی او بس وکیل صاحبانو آفرین
4. که په ساده نظر وګورو ( ځکه زه یو ساده افغان یم ) د ډیکوکراسی یو اصل باید اکثریت وی زه دا موضوع لوستونکو ته پریژدم چی څو فیصده خلک دا نظام غواړی چی انتخابات یی ښه بیلګه وه او آسانه او ښه مثال یی همدا تړون دی تاسو د افغانستان د خلکو نه پوښتنه وکړی چی څو فیصده خلک دا تړون د دغه متجاویزینو سره غواړی هغه حکومتی جرګه به نه یاده ؤ د ټولو خلکو نظر ضروری دی
5. د ښه حکومتداری په اړه خو که ریشتیا ووایم نو خندا راځی همدغه د دوی دوستانو دغه فاسد چارواکی پر مونږ تپلی او حمایت یی کوی زمونږ ولس مشر غریب خو د یوه والی د برطرف کولو سلاحیت هم نه لری بیګی یی ډیره دی لکه د مزار والی یا بهرنیو چارو پخوانی وزیر
6. د رسانیو د آزادی په باره کی باید ووایم چی دا خبر یی ریشتیا ده تاسو اوس د کابل تقریبآ ټولو رسانیو ته چی وګورو نو ښه آزادی دی هر څه چی نشر کوی کولای شی حتی تقریبآ سکس او خو د دوی په فکر زمونږ د اسلام او دین سره هیڅ په ټکر کی نه دی خو د بیان د آزادی په اړی دونه وایم چی کابل نیوز تلویزیون ځکه د لطف الله مشعل لخوا تورن ؤ چی د مجاهدینو یوه کوچنی مصاحبه یی نشر کړی ؤ
7. دښځو حقوق هم يادیږی چی د پارلمان اکثریت ښځو شاید په همدی اصل دا شرمیدلی رایه ورکړی وی د یو مسلمان افغان په صفت که فکر وکړو کوم حقوق چی نن د کابل بعضی ښځه یی دعوه کوی د افغانستان ټوله ښځه ورباندی شرمیږی او دا پتلونونه او دا لباس خو د اسلام سره کوم توافق لری چی دوی یی یادوی که لږ د مجاهدینو او مسلمانانو فشار نه وای نو شاید امریکا یی ښځو هم د افغانستان په ښځو شرمیدلی وای
وړونو که لږ احساساتی فکر یا قضاوت وکړو نو اسلامیت او افغانیت به دا اجازه راکړی چی مونږ د خپل منځی جګر له ویره یا د نور د لاسوهنی له ویره ځانونه په کفارو ساتو
بله خبر دا چی الله ( ج ) واضحآ د یهود او نصاراو د دوستی نه منع کړی یو نو دا دوستی د دغه حکم واضح خلاف کار ندی او د الله ( ج ) د حکم نه انکار څه معنی لری یوه خبره د یادولو وړ ده تجارت او دوستی فرق لری دا تجارت نه ؤ دا تړون هم همدا وایی ځکه چی امریکایانو هیڅ هم ندی غوشتی او زمونږ حکومتداران او سیاست وال خو یی واضیحآ بین المللی دوستان بولی
په نتیجه زما په نظر دا د غلامی یوه نوی حلقه ده او بس
وړونو زه لیکوال نه یم نه د املا او انشا د اشتباهاتو څخه بښنه غواړم
که څوک زما په دغه لیکه کوم کمینټ لری نو هیله کوم سم په علمی دلایلو یی ولیکی بد او رد مه وایی