دافغان سکورخپل سري او داطلاعاتو کلتور بي غوري

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ليکوال: شکيب ځوان
له کله چې دکرکټ لوبه له ګاونډي هيواد پاکستان څخه زموږ هيواد ته راغلې ده ورځ تربلې د پرمختګ په حال کې ده ددې لوبې ټول لوبغاړي افغاني او دافغانستان بچيان دي چې دا لوبغاړي نه خو دخپل نوم نه دخپل فاميل نه دخپل قوم نه دخپل ولايت لپاره لوبه کوي بلکې دغه لوبغاړي يوازې دافغانستان لپاره لوبه کوي همداشان ياد لوبغاړي دخپل ولايت نه بلکې دافغانستان بيرغ په نړيوالو هيوادنونو کې رپول مطلب لري

دوى ټول په ملي او افغاني روحيه سمبال دي او د دوى ترمنځ دغه اتحاد او يوالى دى چې له هر ځاى هرې لوبې څخه هسکه غړۍ راستنيږي .
هر ننګرهارى نوروزمنګل،خپل ورور بولي او هر خوستى سميع الله شېنوارى،خپل وياړ بولي دهرننګرهاري په زړه کې نورعلى ځدارڼ ځاى لري او هر خوستى نبي عيسي خيل دسرتاج ګڼي يعنې په ټول افغانستان کې هيڅوک هم دانه ګڼي چې هغه لوبغاړى دکوم ولايت او دکوم قوم دى او دغه لوبغاړى کوم قوم او ولايت پورى تعلق لري لنډا داچې افغانان ټولو لوبغاړو ته دافغانانو په سترګه گوري نه دننګرهاري او خوستي . د دوي هره بريا خپله بريا ګڼي.
خو په دې وروستيو کې ځنې کسان اوکړۍ غواړي چې ديا دو لوبغاړو ترمنځ چې د ملګرو او وروڼو غوندې اړيکې موجودې دي تفرقه اوبې اتفاقي رامنځ ته کړي او ددې شومو موخو او اهدافو لپاره داسې ليکنې خپروي چې د کرکټ لوبغاړي په سمتونو وويشي.
شايد له تاسو څخه ځينو دافغان سکور په نوم د يوه سايټ ځينې ليکنې لوستلې وي چې په ښکاره سمت بازى ته لمن وهي او د کرکټ بورډ په چارواکو او لوبغاړو دننګرهارى او خوستي تورونه لګوي.دا چې ابراهيم مومند دافغان سکور مسول دى او د ننګرهار اوسيدونکى دى نود کرکټ ملي لوبه چي د ټول افغانستان لوبه ده غواړي چي دغه ملي لوبه يوازې په ننګرهار پوري مربطه کړي. دى غواړي چې دکرکټ ټول لوبغاړي ننګرهاري اوټول پراختيايي کارونه دې په ننګرهار کي تر سره شي،دده غوښتنه ده چي د کرکټ بورډ چارواکي بايدننګرهاريان واوسي . زه دانه وايم چې په کرکټ کې د ننګرهاريان نه وي او يا دې په کرکټ �
�ورډ کي شتون و نه لري بلکې زما موخه داده چي ولې؟ دوى داسې تنګ نظري کوي ولي په ملي لوبډله اوکرکټ بورډ کې د نورو ولايتونو لوبغاړي نه شي زغملى ،زه د ابراهيم مومند غوندې بې اساسه خبري نه کوم زه خپل خبرې په يو دوه مثالونو سره تاسو ته روښانه کوم تاسوګورى او ددې شاهدان ياست چې په کرکټ بورډ کې ډير دننګرهار چارواکي دي .همداشان ملي لوبډله زياته له ننګرهاريو لوبغاړوډکه ده خو يوخوستي هم په دې برخه کې شکايت نه دى کړى چې ولې دوى ته دومر زياته موقع ورکړل شوې خو ابراهيم مومند په نوورز منګل، دولت ځدراڼ،شاپور ځدراڼ او نورعلي ځدراڼ پسي پروپاګند کوي. ښه راته ياد
دي کله چي د افعانستان او پاکستان د ملي لوبډلو تر مينځ لوبه وه نو ابراهيم مومند سلام وطنداره راډيو لپاره کمنټري کوله او شاهدافريدي د افغان بيټسمينانو لپاره بال کولو نو ابرهم مومند ويل چې له شاپورځدارڼ،او دولت ځدران سره دشاهدافريدي دسپن اويا سلو بال سپيډ برابر دى تاسو خپله فکر وکړى ايا داپه ښکاره د شاپورځدران او دولت ځدارن سپکاوى نه دى ځکه دشاهدافريدى دبال سپيډ دسلو تر 110 پوري دى حال داچې شاپورځدران او دولت ځدرڼ 130 نه تر 145 پورې سپيډ کې بال ويشتلى شي.
همداراز نوروزمنگل چې ټوله نړۍ يې په ښه کپتانۍ قانع کړې او دنړۍ ښو کپټانانو په ليست کې يې ځاى خپل کړى خو ابراهم مومند دسمتي ضد په اساس نوروز ښه کپټان نه بولي او دلوبې بايلل يې دنوروز ملامتيا بولي.
همداشان تاسو به خبروى چې يوڅه موده وړاندې په کرکټ بورډکې هم تغيرات راغلل نسيم الله دانش چې دخوست اوسيدونکى دى او دکرکټ بورډ اجرايوى مشروو پرځاى يې حامد شېنوارى چې يو څوکاله پخوا له کرکټ بورډ څخه شړل شوي وو .
بيرته يي د اجراوي مشر په حيث وټاکه . هغه موده چه نسيم الله دانش د کرکټ بورډ اجرايوي مشر وو.
نودهغه کړنو ته چه وګورو نوپرته له شکه چې خورا ډير پرمختګونه به مو تر سترګو شي.
دده دمشرتوب په موده کې ملي لوبډلې ډير پرمختګ وکړ او زياتې لوبې يې وگټلې افغانستان کرکټ ملى لوبډلې يو ښه روزنکى پيداکړ په خپل هيواد کې د تمرين کولو سهولت ورته پيداشو د هيواد په سطحه نړيوالې لوبغالي او اکاډمۍ جوړې شوې .ولايتي او د زون په سطحه لوبې وشوې کورني کرکټ وده وکړه .Aلوبډله د 19 کلنو لوبدله آو د شپاړس کلنو لوبډلې جوړې شوې چه په نورو هيوادونو کې يې برياوې خپلې کړې.
دده په شتون کي ملي لوبډله دوه ځله نړيوال جام پورې ورسيده .
د اي سي سي او اي سي سي د بشپړعضويت لرونکو هيوادونو له بورډ ونو سره يې اړيکې پراخې شوې . د افغانستان لوبډلې د ارلينډ او هالينډ لوبډلو تر څنګ د بشپړ عضويت لرونکو لوبډلو لپاره ونومول شوه.خو لنډه داچې نسيم الله دانش په ډيره لږه موده کې دومره څه وکړل چې تاريخ به يې هم هير نه کړي. خو سره ددومره پرمختګونو او دومره ښو پلانونو دافغان سکور مسول ابراهيم مومند فقط په دې خاطر چې دانش خوستى دى په سمت بازى او فساد تورن کړاو په بدل نوم يې دانش پسي پروپاګندونه کول چې بې له آخره دغه بې بنياده خبرې د عمر زاخيلوال تر غوږونو هم ورسيدې زاخيلوال صاحب پرته له دې چې دليکنو �
�حقيق وکړي داسې پريکړه وکړه چې دافغانستان دکرکټ لپاره يوسخت ګذار وو. چې په اسانۍ به دغه تشه ډکه نشي تاسو خپله فکر وکړۍ په خوست کې تر اوسه لوبغالى نه دى جوړشوى.يوازې يوه اکاډمي ده اوبس. خو په ننګرهار کې يو نړيوال لوبغالى جوړشو اکاډمۍ جوړې شوې او اوس ددوه والسواليو کې ورته لوبغالي جوړيږي خو خوست چې دکرکت اصلي ټاټوبى دى تراوسه ورته لوبغالى ندى جوړشوى نو اوس تاسې ووايى چې ايا ريښتياهم نسيم الله دانش سمت باز دى او که دافغان سکور پروپاګندونه دې په داهيله چه دافغانستان لوبغاړي ددغو شومو موخو او اهدافو ښکار نه شي او يوازې د خپل هيواد لپاره لوبې وکړي.
خو دا طلاعاتو اوکلتور رياست ته هم په کار دي چې دداسې کسانو مخه ونيسي چه دافغانستان لپاره يوموضر ويروس تماميږي او زموږ لوبغاړي په ډلو ټپلو ويشي او له افغان سکورڅخه کلکه څارنه وکړي په دا وجه شايد موږ يو ناورين سره لاس او ګريوان شو. دافغانستان د کرکټ ديو ښه راتلونکي په هيله !
شکيب ځوان