ليک :سليم صافى
په شپږ کلنۍ کې هغه د ژوند لومړۍ ماتې وڅکله ، دهغه پلاربه دلرګيوکارکاوه يوشپږکلن ماشوم دلرګيوټوپى ته اور ورواچاوه هغه داکتل چې ډيرو لرګيو ته اور ورواچول شې نوم څه ډول به وي ، دهغه د پلارد لرګيو څخه يوازې ايره پاتى شوه پدې کار دهغه پلارهغه د ټولو کليوالو پر وړاندې وډباوه ، مګر هغه بيا هم د تجربو اوپلټنو څخه لاس وانخست ، دهغه دويمه تجربه د انډو څخه انسان راوستل ؤ ، هغه فکرکاوه چې چرګه پر انډو کينې نو له هغې څخه چرګوړي راوځې ، که پري انسان کينې نو به ترې راووځې ؟
هغه د پوهيدو لپاره يوه روځ په مسکا سره پرهګيو کناست هغه ماتې شوې او دهغه پتلون ګنده شو چې پدې تجربه يې هم د خپل پلارڅخه ډبول وخوړل ، دهغه دريمه تجربه او پلټنه دمرغانو په څير په هوا کې الوتل ؤ هغه پدې خبر ؤ چې مارغان د زمکې چينجې او حشرات وغيره خورې او هغه فکرکاوه پدې خامخا داسې تاثيرشته چې له امله يې هغه په هوا کې الوتل کوي ، هغه د زمکې بيلابيل چينجې او حشرات وغيره راټولول پيل کړل ، اوله هغې څخه يې د شربت په څير جوس جوړکړل ، اوهغه يې په خپلې يوې ملازمې وڅکول ، دهغې په خيټه کې درد پيداشو اوپرزمکه راپري وتله ، په پايله کې يو ځل بيا ډبول وڅکل ، ليکن هغه بياهم منعه نه شو ،
اوهغې د خپلې ناکامى څخه يوطاقت جوړکړاوپه راتلونکى وخت کې هغه له همدې ځواک له امله دنړۍ ترټولو لوى موجد جوړشوى او اودنړۍ شکل يې وربدل کړ،
هغه ايډيسن ؤ تهامس ايديسن دنړۍ ترټولو ستر موجد نن که موږ هرې خواته وګورو مخکې ، او وروسته ، لاندې او باندې که هرې خواته وګورو نو موږ ته په هغه ځاى کې د ايډيسن په لسګونو لاسته راوړنى ترسترګوکيږې ، اوسني انسانان دهغه څخه مننه هم نه کوي او زموږ د ټولو شپږنيم اربه انسانانو محسن دى ، نن په نړۍ کې د ايډيسن په سلګونو لاسته راوړنى ترسترګوکيږې اوسنى انسان دهغه څخه مننه نه کوى اوهغه زموږ دټولو شپږنيم اربه نړۍ والو وګړو محسن دى ، ننه په نړۍ کې ايډيسن يو حيرانونکى سمبول دى .
استادانو به هغه غبى او شيطانډوله ياده وه ، اودهغه فکر د همصنفيانو اوښونکوڅخه ډيرلوړ ؤ استادان د هغه دکړنو او سوالونو څخه په تنګ شو ، اوهغه هغه له مکتب څخه وويست ، خودهغه مور هغه پيژنده ، او هغې خپل ځوي ته ليک لوست پيل کړ، چې د ١٥ کلونو شه ، نوهغه په اورګاډي کې د خوراک لپاره يوشکور کې په خوړو په خرڅلاؤ پيل وکړ ، اوپرهغه مهال په اورگاډي دڅه خرڅولو رواج نه ؤ مګرهغه به هره ورځ داورګاډي د چارواکو څخه د سودا دخرڅولو لپاره اجازت غوښته له څو مياشتو دې کار ولو وروسته هغه هر ماښام ناکام کورته واپس کيده ، تردې چې داورګاډي چارواکو دهغه ددغه مضبوط عزم لامله چې هره ورځ به له هغوې څخه (داورګاډي چارواکو) اجازت غوښت ماتى سره مخامخ شول اوهغه په اورګاډي هره ورځ د څه پيرلو لپاره څلور ساعتونه سفرکاوه ، هغه ددغې سفرپه دوران کې کې په ورځپاڼه خرڅولو پيل وکړ ، هغه به له بيلابيلو د اورګاډو د تمځايونوڅخه خبرونه راټولول ، اوپه خپل لاس به يې ليکل هغه د اورګاډي په منځ يوه وړه چاپخانه هم جوړه کړه ، چې په هغې به يې اخبارچاپ کاوه ، اوپه اورګاډي کې به يې خرڅوه ، چې دا يوه ځانګړى تجربه وه ايډيسن داورګاډي په يوه خالى ډبي کې خپلو تجربو او پلټنو ته دوام وکړه اوپه زياتې وخت کې به يې کاوه يوه ورځ دهغه په تجربوخونه کې چاودنه وشوه اود اورګاډي په ډبه کې اور وليګده ددغې ناکامۍ پايله هم دهغه په وهلو او ډبولو پاى ته ورسيده ، مګر بيا هم هغه نااميده نه ؤ يو ځل هغه د اورګاډي دسفرپرمهال د اوريدو څخه محروم شو هغه دروان ګاډي دپخه ايښودولو پرځاى خپه کيښوده او هغه وخويده دلندې غورځيدو څخه وړاندې کوم ملازم دغوږونو نيولو وروسته هغه رااوچت کړ هغه بچ خوشو مګر د اوريدو قوت يې پنځوس سلنه له لاسه ورکړ، لدې وروسته هغه د ټيلې ګراف په دفتر کې دنده پيل کړه ، په دغو ورځوکې په ټيلې ګراف باندې يوازې يو اواز اوريدل کيده ، ايډيسن د تارونو په دفترکې دکارپه کولوسره په يوه وخت کې څوپيغامونه ليږل او دهغې د راخستلو طريقه ايجادکړه ، چې دايوانقلاب ؤ کله چې هغه دتارونو له دفتر څخه بآهرشو نو هغه په نيويارک کې په يوه لويه کمپنۍکې دنده پيل کړه ، يادې کمپنۍ به د سرو زرو د بيعې ختلو او کوزيدلو دنرخ پريکړه کوله ، ايډيسن هغوى ه د حساب کتاب يونوي مشين جوړکړ اوپه همدې له هغه نالوستى ځوان څخه ددې نړۍ ترټولو سترموجدپيليدل پيل شول ، هغه خپله فابريکه جوړه کړه ، اوپه هغې کې يې تجربواو پلټنوته زور ولګاوه ،په همدې ځايه کې هغه اتومات ټيلى ګراف هم ايجاد کړ ، اودهغې لپاره يې يو داسى کاغذ ايجاد کړ، چې په هغې باندې په يوه دقيقه کې دري نيم زره تورې چاپ کيداى شو ، هغه د ټايپ ليکلو سيستم هم صحى کړ ، ټيلي فون ګراهم بيل ايجاد کړي ؤ مګردهغې د راخيستلو طريقه ايډيسن جوړه کړه ، هغه د ټليفون د آواز دبرابرولو طريقه هم جوړه کړه ، موږ ټيپ ريکارډونه ، سى ډي پليرونه ، اوپه آى پاډ باندې سندرى اوريدل کوم چې اوسمهال کيږې داتکنالوژى د ګرامو فون څڅه پيل کيږې اوهغه هم ايډيسن جوړکړي دى اوداسې بې شميره ايجادونه يې وکړې .......................!
نن چې ټوله نړۍ روښانه ده اوياهم ګروپ (بلپ ) دى نوداهم د ايډيسن لاسته راوړنه ده لدې سربيره نن که په ټوله نړۍ کې په ودانيوکې څه کارول کيږې (سيمنټ ) نوداهم دايډيسن لاسته راړنه ده ، لنډاداچې هغه هغه زرګونوداسې نور ايجادات کړي دى چې دنړۍ شکل يې بدل کړيدى .
د ايډيسن کارونه يوازې د ايجاداتو پورې محدود نه دى ، دهغه اصلى کمال اوکار ماتى نه منل او اميدؤ هغه به ناکامي ناکامي نه ګڼله هغه د ګروپ (بلپ) دايجادولو په پرمهال کې شل زره ناکامى تجريبى کړيدې ، مګربياهم نااميده شوى نه ؤ اوپه هغې يې د بانسونو په شپږ زرو قسمونو باندې کارکړي ؤ اوپه اخرکې يې بريا موندلې وه ،
هغه په بيټرۍ کې د بريښناد جمعه کولو لپاره لس زره ناکامه تجريبى کړي وي ، اونااميده شوي نه ؤ که ټيلى ګراف ، ګراموفون ، د تليفون د اوچتونو کار ، پراجيکتور ، سيمنټ ، څرمن په نوي بڼه رنګول ، اوياکه هم فلمونه يې ايجادکړي دى ، هغې په دغه لاسته راوړنو کې زرګونه ناکامى تجربى کړيدې اونااميده شوى نه ؤ اوهغې په پايله کې بريا ترلاسه کړيده ، هغه به ويل زما تجربى ناکامى نه وى ماد بلپ په جوړولو باندې شل زره تجربى وکړې مګر په بلپ جوړولو باندې ونه توانيدم ، ماهم لدې خبرې پوهه حاصله کړه چې مادشل زره بيلابيلو لارو څخه بلپ جوړنه کړاى شو ، مګر بيازه د بلپ دجوړيدلو اصل طريقي ته نږدې شوې وم اوزما دا فکر او سوچ صحى ؤ ازه ورباندې بريالى شوم ، د ايډيسن د ژوند ترټولو لويه هيله داوه چې هغه په مريخ کې زيږدلې واى ، هغه به ويل د مريخ ورځ د زمکى له ورځى څخه څلويښت دقيقې لويه وي اوکه زه په مريخ کې پيداشوى واى نومابه څلويښت دقيقي دير کار کړاى وى هغه به شپه او ورځ په کارکې اخته ؤ اوله هغه به داهم هير ؤ چې ډوډۍ يې خوړلى ده اويايې هم نه د ه خوړلى . ....
که چيرته د هغه برياوې د ناکاميوسره په پرتله شې دهغې د ناکاميو اندازه بيخې ډيره ده مګرهغه به له هرې ناکامۍ څخه دبريا د زينې په څيرکار اخيسته ، اوهغه پردغه زينه دومره اوچت ولاړ چې که نن موږ هرى خواته ګورو نو موږ د ايډيسن څخه د مننې کولو نه شو پاتى کيدلاى ،
هغه موږته دنوى نړۍ سلګونه نعموتونه راکړي ، مګر ترټولو ستر سبق اوکمال يې د ناکامۍ د تصور بدلول دي هغه ثابته کړي چې يو نالوستى ، کوڼ چې غوږونه يې کارهم نه کوي ، اوغريب شخص په دوامداره توګه مشقت اوکوښښ سره ګرده نړۍ ګوته په خوله کړيده اوهغه خپلى ناکامۍ پربرياو بدلي کړيدى اوهمداکارونه ټول ايډيس کړيدې .
پاى
ليک : مسيح الله (عصام)
دجنګونوموسم .... ليک : سليم صافى
دګرمۍ موسم په امريکا ، اروپا ، چين او روس وغيره هيوادونوکې اقتصادى ، تعليمى او سيلونو موسم ګڼل کيږې ، له هغې څخه سپرلى پيل کيږې او ددې په راتللو سره په ټولو هغه هيوادونوکې چې نوروز پکې لمانځل کيږې ، چې له جملې څخه يې افغانستان هم دى ، مګردلته د ګرمۍ موسم ته د جنګونو موسم يا سيزن ويل کيږې که د پخوانى روس په خلاف ؤ اويا که اوس دمريکا اودهغې داتحاديانو پرخلاف جنګونه دى ، اوپه اصل کې هغې ته چيريکې جنګونه وايې : اودي ........
مجاهدين په غرونوکې پنا اخلى اوله هغې ځايونو څخه خپل کارونه مخ پر وړاندې بيايې ، اود طالبانو د تربيت ترينګ او او اوسيدوځايونه هم په غرنيو سيموکې شتون لري اوچې واوري څومره ويلې کيږې نودهغوى جنګونوکې هم پراخوالي او تودوالى ر امنځته کيږې ، اوداځل خو په افغانستان کې د ګرمۍ موسم له حدڅخه ډير تود ښکارې چې طالبانو دپريکړه کونکى جنګ لپاره ځانونه ښه چمتوکړيډى ، چې بيلګه تيره شنبه په کابل او نورو ښارونو په يوه وخت د بريدونه يادولاى شو ، په بلخوا امريکا اوهغې اتحاديان هم د خپل شکست په نه تسليمولو باندې ټول طاقت مصرفوى ، اوپه دې کال کې به دهغوى رويه ډيره وحشتناکه ځکه وي چې دراتللو والا پوځ څخه تښتيدونکى پوځ ډيرخطرناک او وينه بهونکى وي لدې امله پر افغانستان باندې به راتلونکى کال ډيرګران او سخت کال وي مګر اوسمهال خود افغانستان سره نږدې پوله لرونکى اونښتې سيموڅخه هم افغانستان جوړشويدى لدې امله هلته د ګرمۍ له موسم څخه هم دجنګ موسم جوړشويدى ، په بنوسيمه کې د طالبانو بريد او سلګونه زندانيان ازادول هم د پولى داخوا د ګرمۍ د جنګونو سره تړاو لري ، پدې ورځوکې چونکى په خبرونوکې دلويو ښآرونو څخه ډير زيآت خبرونه راځې له دې امله د قبايلو سيمو او د خيبرپښتونخوا طرف ته د ميډيا توجو نشته ، اوهلته حالات ديوې ورځې لپاره هم نورمال شوي نه دي ، نه د پوځ لپاره د قبايلې سميوڅخه د ويستلولپاره لاره هواريږې اونه هم پرهغوى کنترول راوستلاى شى په قبائلې سيمواودهغې سره نښتى دخيبرپښتونخوا په ولسواليوکې د اوسيدونکو دمال او ځان ساتل دلوي خداى جل جلاله په ذمه دي ، اوله بل پلوه هغوى د عسکرو او وسله والو ترمنځ حيران اوپريشان دى اوداسې لوبه روانه ده له يوې خوا وسله وال هم نښتى دى اوخپله عسکرهم د يو تريخ او بوږنونکى امتحان سره لاس اوګريوان دى خبره يوازې د لويديزې پولې نه ده بلکې په جنوبى ، او جنوبى مغربى اوپه شمال مشرقي سيموکې هم جنګونه پيل شويدي په بلوچستان کې دهزاره قوم هم دحکومت سره په جنګ باندې مجبورولاى شي ، ،په شمال مشرق بلتستان (ګلګت ) کې يوه بله بوږنونکى اودمسلک سره تړاو لرونکى جنګونه راپاريدلى دي ، دپاکستان لپاره د اقتصادى پلوه د ملا د تير څير حيثيت لرنکى چې په جنوب کې موقعيت لري کراچۍ ښار کې هم جنګونو زور اخيستى دى اوديولوى جنګ لپاره دواړه خواوي خپل ځانونه چمتوکوي ، دکراچۍ جنګ په اصل کې يو اقتصادى جنګ دى مګر هغه هم د فرقي او مسلک په جنګ بدليږې لنډه داچې پرپاکسان د څلورو خواو څخه اورلګيدلى دى اوپه ښکاره ډول يوازې مرکز( پنجاب کې جنګ نه ترسترګوکيږې مګر په ياد ځاى کې هم دحکمرانۍ لپاره جنګونه له نور ځه که نه دي ، او هلته هم د وسطى پنجاب اوسرايکې پنجاب ، اوپه سرايکى پنجاب کې ملتان اود بهاول پور سره په خپلو کې لاس اوګريوان کولاى شې ، اوهمدغه موقعه ورته د وخت چارواکې په لاس ورکوي ، ګوندې د ګرمۍ د موسم په ګرد پاکستان کې هم د جنګونو په موسم بدل شويدى ، بى امنيتى ، د کارنه شتون اوګرانۍ کې چې کله د بريښنا د وختى تللو مسله نوره هم ترخه کړيده ، اوپدې کې دعوامو د غوصي اندازه هرچاته مالوده ، ښکاره ده چې په کوڅه په کوڅه لاريونونه په کلى ، کلى کې جنګونه ، په يوه وخت امريکا او هندوستان ته د سينى ډبولو واله ته داسې مالومه ده چې د خپل منځى جنګونو له امله يې هيواد د دښمن ځواکونولپاره يوازې يوه نوړۍ کې پدې پدې وخت کې پراسلام اباد قبضه کونکى اودهغې د قبضه کونکو خواهش کونکوقوتونولره پکاردى چې ذاتې ، ډلئيز اوخپلو خپلو تګلارو ورتيرشى ، اوقوم سره اوږه په اوږه خپل هيواد ته خلاصون ورکړي ، خوپه خواشينۍ بايد وويل شې چې هغوى د يادو جنګونو ته د توجوورکولو پرځاى د اسلام اباد مهمو چارواکو نورجنګونه تاوده کړيدې دبيلګې په توګه د عدليه د حکومت ترمنځ جنګ ، دعوامو او فوځ پخپلو منځوکې جنګ ، پرپنجاب باندې د زردارې او نواز شريف دقبضې جنګ ، د رايو دلاسته راوړلو لپاره د تحريک انصاف ګوند او دنوازشريف جنګونه اوداسې نور...........
نوجنګونه او يوازې جنګونه دى
مګردهيچا جنګ دپاکستان د مفادو لپاره جنګ نه دى هرجنګ د ذاتياتو ، ګونديز ، سياسى اوپاپه ادارو باندې د قبضى کولو جنګونه دى ګواښ ډيردى اوپه ځينو وختونو کې نااميدې ترى پيداکيږې مګر داسى هم نه ده چې دحل لپاره کومه لاره شتون ونه لري ، دسيمې د امنيت د بربادولو واله افغان جنګ هم پاى ته رسيدلاى شې ، اود پاکستان په دننه کى د جنګونو د حل لاره هم پيداکيدلاى شي ، که نن هم امريکا ، افغانستان او د پاکستان حکومتونو په حقيقي معنو کې پ يوه دريز راټول شى ديوه بل سره دلوبى کولو پرځاى يو دبل ستونزو او د ګټو احترام وساتى نو روان حالات په څو مياشتوکې دننه ، دننه امنيت راتلاى شى اود افغانى مسئلى يو د امن اوټولو لپاره ګټوره حل لاره راويستلاى شى ، اوکه داشان حالات روان وى لکه څه ډول چې دي دټولو لپاره بربادى له امکان څخه لري نه ده .
ليک :سليم صافى
ورځپاڼه 17-04-2012