افغاني ډيپلوماسي پر ليکه شوه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
د هیواد د بهرني سیاست، ډیپلوماسۍ، سیمه ییزو او نړیوالو بدلونونو او په افغانستان یې د اغیزو په اړه د مطالعاتو، څیړنو او د سیمې او نړۍ له مهمو بدلونونو د خبرېدو لپاره په پښتو او دري ژبو بډايه ویب پاڼه افغاني ډيپلوماسي پرليکه شوه.

افغاني ډيپلوماسي ویب پاڼه هڅه کوي چې د پخوانیو دیپلوماتانو، د نړیوالو اړیکو د څیړونکو او شنونکو او دغه راز د دې حوزې د نظر خاوندانو، ليکوالانو، څيړونکو او خبريالانو، څيړنې، ليکنې، مرکې خپرې کړي او د هغوی مشورې او نظرونه تر خلکو او تصمیم نیوونکو پورې ورسوي.
افغاني ډيپلوماسي ویب پاڼه د هیواد د بهرني سیاست، سیمه ییزو او نړیوالو بدلونونو، نړیوال سیاست او نړیوالو اړیکو په اړوندو موضوعاتو په ورځنۍ او روښانه ډول په څلورویشت ساعته بڼه تاسې په جريان کې ساتي.
هغه کسان چې په دې حوزو کې په تحليل او تبصرو کې د ویب پاڼې ملاتړ کولای شي کولای شي د ویب پاڼې په بريښناليک پته راسره اړيکه ونیسي او يا يې هم تاسې پيژنئ چې زموږ پته ورکړی او راسره همکاري وکړي.
ستاسې هر اړخيزه مرسته غواړو او له نظرونو او وړاندیزونو څخه مو مه هيروئ
پته:
www.afdiplomacy.af

بريښناليکونه:
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.