د ايران مکروه څېره

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ليک: نذرمحمد بړېڅى
جوبي پښتونخوا، کوټه
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
ما ستا غمخوره عربستان وليدى
د پردې شاته مي ايران وليدى؟

د مئ ۲۰۱۱ په لومړۍ اونۍ کښي مو د بي بي سي پر ويب سايټ باندي يو رپورټ وليدى او د مزيد تفصيل پيدا کولو هڅه مو وکړه او په دغه رپورټ کښي په ايران کښي ميشت افغانانو او د افغانستان لپاره د تيلو پر ټانکرانو باندي بنديز او په دې هکله د ايراني اخوندانو لخوا د وحشت او بربريت څېره را بربنډه سوه.

د ايران د دغه ناروا چلند په خلاف په افغانستان کښي د ايراني قونسلګريو مخ ته احتجاجي مظاهرې (لاريونونه) روان وو او د خپلي خواشينۍ اظهار يې کوى، د ايران دغه وحشت ننى نه دى بلکي د ډېر پخوا څخه ايران خپل بغض او عناد لري او په تاريخ کښي يې داسي ډېر ناروا عمليات کړي دي چي هيڅکله يو افغان پښتون داسي نه دي کړي لکه ايران چي د پښتنو او افغانانو سره کړي دي، د اسرائيلو زياتوب او ظلم خو عرب ملکونو خپل ځان ته د خطر په خاطر د اسرائيل او فلسطين په مسئله کښي په نړېواله سطح را پورته کړي دي، زه نه پوهېږم چي پښتانه مشران، ليکوالان، ميډيا دغه کيس ولي پټ ساتلى دى بلکي پر دغه ظلم يې سترګي پټي کړي دي، بحيثيت يو ليکوال د خپل قام کيس را پورته کول او قام په علمي او ساينسي تاريخي بنسټ باندي را وېښول خپله خاصه دنده ګڼم چي د ماضي د زياتوبونو او جګړې تفصيلات په څو کرښو کښي قام ته ياد دهاني (ور په ياد) کړو.
د افغان پښتون او د ايراني اخوندانو بدي نه پنځوس کلنه او نه سل کلنه ده، په تاريخ کښي يې څوک نه سي ثابتولى چي ايراني اخوندانو دي يې د يو ښه همسايه په توګه خپل ژوند کړى وى، بلکي ايران هميشه د لستوڼي د مار په شان خپل کردار ادا کړى دى او کله يې چي موقع پيدا کړېده پر افغان باندي حمله آور سوى دى، که هغه د ګورګين او امير خسرو په شکل کښي د ميرويس خان نيکه سره په جګړه باندي بوخت سوى دى، که د شاه محمود څخه نيولې تر نادر افشار پوري دى ډېرې زړې خاطرې لري، پر ايران باندي پښتنو باچاهي کړېده خو بيا هم ظلم او زياتوب يې نه دى کړى، د دې دمخه په ۳۳۸ – ۳۳۳ قبل مسيح کي داريوش او کورويش تر ۴۵ – ۵۳۹ پوري افغانان او ايران په جګړه بوخت وه.
د شيرشاه سوري د مرګ پس چي کومه خلا پيدا سوه د هغه څخه ايران (فارس) ګټه واخيسته او ايران او مغل سره ملګرى سوه پر افغان باندي حمله آور سوه د مغل حکمرانانو مسلسل زياتوبونه او حملې پر پښتون افغان رواني وي. د مغل ظهير الدين بابر څخه نيولې تر بادشاه ظفر پوري چي (۱۵۲۶ – ۱۸۵۷) پوري د ظلم او جبر حکمراني وکړه، د هغه وخت علماﺀ کرام (فتاوْى عالمګيري) د اورنګزېب باچا په نامه کړه، اورنګزېب د مغلو حکمرانانو تر ټولو ښه باچا وو چا چي د خپل پلار سترګي را وايستلي او د اقتدار لپاره يې خپل سکنى ورور قتل کړ، او پر غيرتمنو پښتنو افغانانو باندي يې څو واره لښکر کشي وکړه، وايي چي د اورنګزېب ظلم تر نورو کم وو، چي د هغه په هکله خوشال بابا وايي:
چي په نوم پښتون غوڅېږي پرې خوښېږم
اورنـــګزېـــب داســي پـــاچـــا دى د اســــلام
د دغه بيان کړل سوو تفصيلاتو څخه څرګندېږي چي پښتون افغان او د ايران د ښمني څومره زړه ده، د دغه ثبوت پر بنياد څوک نه سي ثابتولى چي ايران دي کله هم د پښتون افغان متعلق مثبت سوچ يا د پښتنو سره حسد او بغض نه وي کړى. د ايران ټول ليکلى تاريخ او ادب د پښتنو څخه د کرکي پر بنياد پاته سوى دى، يو ايرانى فارسي زبان نسته چي هغه دي پر پښتو ليک شاعري يا نثر باندي کار کړى وي، يو واري مي هم دا نه واورېده او نه مي چيري ولوسته چي يو فارسي زبان ليکوال، سياسيتدان پښتو ژبي ته (شيرين زبان) چيري هم په غلطۍ ويلى وي، دغه پېغور د هغه پښتون ليکوال، شاعر لپاره بس دى څوک چي فارسي ته شيرين زبان وايي يا خپل ليک او لوست په فارسي کوي، او نه هم ايراني ادب يا د هغه لټرېچر د پښتو متعلق مثبت ليک کړى دى، بلکي په ډېر هنر او چالاکي د پښتو ادب او تاريخ د مسخ کولو لپاره يې هره حربه استعمال کړې ده، د بلي خوا څخه د يوې محتاطي اندازې مطابق د ۱۲۰۰ څخه زياتو پښتنو ليکوالانو او شاعرانو په فارسي کښي نثر او شاعري کړې ده، دغه يې لوى ثبوت دى چي پښتنو د پښتو پر څنګ د نورو ژبو هم احترام کړى دى.
د پښتون تاريخ د مسخ کولو او فارسي د پښتو څخه د زياتي قديمي او ادبي ژبي د ثابتولو لپاره ايران د پټي خزانې په خلاف څومره کار کړى دى، په هغه پښتانه ليکوالان ولد دي، خو قربان د هغه عظيم پښتون مفکر ليکوال علامه حبيبي صاحب چي په خپل تحقيق او ليک يې دغه ثابته کړې ده چي د پښتو ليکل سوى تاريخ د ايران د فارسي څخه ۱۵۰ کال زوړ تاريخ دى، او پښتو د فارسي څخه ۱۵۰ کال مشره ده، خو بيا هم ايران کوشش کوي چي فارسي پر پښتنو مسلطه کړي، روان زياتوبونه خو پرېږده،  پر زاړه تاريخ باندي هم قبضه کوي نن هم سيد جمال الدين افغاني د ځان بولي او وايي چي سيد جمال الدين افغاني نه دى بلکي جمال الدين اسدي دى، د تُرک په ملا نصرالدين دعوه کوي چي هغه هم ايرانى دى په دا شان د عراق، ترک، مصر او د افغان عظيم شخصيات او تهذيب په خپله کهاته کي راولي.
ايران هيڅ يو تاريخ ساز شخصيت، نوبل انعام يافته ساينسدان نه لري چي څوک ورته تخليقي قوم ووايي، بلکي په نړۍ کښي ايران د کارپيټ ميکر يا په شنه کولرانو پېژندل کېږي، پلاسټيکي شيان ښه جوړوي، علم ادب او تاريخ نه لري، بلکه د نورو قومو او ژبو علم وادب مسخ کړي او په خپله ژبه کښي راواړوي او د ځان يې کړي، د پښتو ژبي يو محقق دکابل پوهنتون استاذ اسماعيل يون په خپل ليک کښي وايي چي ايران په يو کال کښي په اربونو ډالر د ادب لپاره خرڅوي چي د نورو ژبو ادب په خپله ژبه کښي را واړوي.
په ډېر غير محسوس انداز د اسلام آباد سفارتخانه او د کوټي او پېښور ايراني قونصلګريو په کلتوري او ادبي څانګو کښي ډېر لوى کار روان کړى دى، هر هغه باشعوره د قلم او د پوهي خاوند چي په علمي ادبي سرکل کښي وي، په هغو باندي کار کوي، قونسلګري ته يې را غواړي ميلمستيا ورکوي، مفت کتابونه ورکوي، حتـْى چي ډېر داسي پښتانه ليکوالان صحافيان زه يې په نامه پېژنم چي هغه باقاعده د ۲۰ – ۲۵ شپو لپاره په سرکاري خرچ ايران ته بيايي هلته خپل زيارتونه په کوي ذهن يې ورجوړوي مراعات او پروټوکول ورکوي او چي کله راسي بيا د ايران او فارسي ژبي صفتونه کوي يوه مياشت په اخبارو کښي په ليک کولو او خصوصًا په سفرنامه کښي په ډېر فارسي او ايران زده لهجه او انداز خپل رزق او ميلمستيا حلالوي.
ايران نه يواځي په ادب او تاريخ کښي مداخلت کوي بلکي په سياسي او اندروني معاملاتو کښي هم ډېر په غير محسوس انداز خپل فعاليت کوي، په افغانستان کښي چي کله بدلون (د ثور انقلاب) راغلى، انقلابي حکومت جوړ سو د افغانانو خپل آزاد حکومت وو، انقلاب په کاميابي سره د خپل منزل په لورى روان وو، خو ۹ (نهه) مياشتي وروسته په هرات ولايت کښي د ايران په سازش بغاوت وسو، د دغه جارحيت سره و نړۍ ته موقع پيدا سوه، همدغه بنياد او وجه وه چي نن افغانستان د تاريخ د بدترين جنګ سره مخامخ سو، د انقلاب پر ضد ايران د افغانستان ټول د شيعه مسلک خلق او مشران په تهران کښي را جمع کړل او د هغو تنظيمي جهادي ګروپونه او د شيعه مسلک ۱۰ ګوندونه (ګروپونه) جوړ کړل چي نومونه يې په دې ډول دي: ۱. حرکت اسلامي افغانستان ۲. سازمان نصر افغانستان ۳. روحانيت جوان افغانستان ۴. نهضت اسلامي افغانستان ۵. مجاهدين خلق افغانستان ۶. نيروى اسلامي افغانستان ۷. اتحاديه علماى افغانستان ۸. جنبش مستضعفين افغانستان ۹. شوراى اتفاق افغانستان ۱۰. حرکت رعد اسلامى افغانستان.
دغه ټول ګروپونه د شيعه فرقې سره تعلق لري چي وروسته يې د دغه لسو واړو ګروپونو څخه يو ګروپ په نامه د حرکت اسلامي افغانستان او بيا د جنبش ملي افغانستان جوړ کړ او د هغو هر ډول مرسته او کومک يې کوى، يوې خوا ته يې د جهاد په نوم افغان خاوره د جنګ په لمبو کښي سوځله بلي خوا ته يې د شيعه فرقې مدد کوى، د نړۍ په مخ کښي يې ځان ته مسلمان وويل خو په اسلام کښي دننه بيا شيعه وو، د افغانانو په منځ کښي فارسي بان وو، د پښتو او فارسي جنګ يې کوى، د خلق پارټۍ مشر او د افغانستان پخواني صدر محترم ډاکټر نجيب الله چي کله د اقوام متحده په دفتر کښي وو، هلته يې په ډېر خښم او سخته لهجه د ايران سفير ته ګيله وکړه چي ايران د افغانانو سره ډېر بد کړي او کوي يې، د مسلمان په جامه کښي فارسي بان او د فارسي په جامه کښي شيعه دى، يعني افغانستان څو ځايه تقسيموي، يو وارى د پښتو او فارسي په نوم، بيا د شيعه او سني په نوم خپل ګېم کوي، د ډاکټر نجيب الله دغه تاثرات په ليکوال مجله کښي هم راغلي دي چي کله د ډاکټر کليزه لمانځل کېده.
ايران هميشه اوبه خړوي او خپل ماهيان نيسي، سخته انتها پسندي او رجعت پسندي د ايران فلسفه ده، ځان ته يو فکر لري د بل لپاره سخت دريزه شاونسټ دى په خپل وجود سخت په شيعه مسلک انتهاپسند دى، نړۍ ته جمهوريت ښکاره کوي خو دننه سخت امريت پسنده دى، ځان د انسانيت همدرده بولي خو تر اسرائيلو سخت ظالم او وحشي دى.
خپله د مذهبي آزادۍ خبري کوي په ايران کښي سخت فرقه پرست دى، په ايران کښي دننه د شيعه مسلک نه علاوه بل مذهب او مسلک ته اجازت نه ورکوي، بلي ژبي ته د ويلو اجازه نسته خپله په بل ملک کښي د مداخلت لپاره ۱۰ ګروپونه جوړوى خو په خپل ملک کښي د خپل خلقو پر انقلابي پارټۍ (توده پارټۍ) باندي کوم ظلمونه کوي، د توده پارټۍ د مشرانو سره يې څه وکړه؟ پر دغه پارټۍ باندي يې پابندي ولګوله او ختمه يې کړه، د ايران يو ځاى دغه ظلم نه دى چي کوي يې بلکي په ايران کښي د ميشت افغانانو، کُردانو او بلوڅو سره کوم ظلم کوي، په مذهبي توګه کوم تعصب کوي، د مسلمانانو جومات د نړۍ په هر غيرِ مسلم ملک ماسوا د اسرائيلو کښي سته، او هغو ته مذهبي مسلکي آزادي حاصله ده، خو په نام نهاد اسلامي ملک ايران کښي هيڅ يو جمات نسته، د زابل ولايت په يوه علاقه لوتک کښي مولوي عبدالحميد بلوڅ په خپل کلي کښي جومات او مدرسه جوړه کړه خو تيره مياشت يعني په اپريل کښي هغه مدرسه په بلډوزر هواره کړل سوه، په خپله هرکال د پاکستان څخه په سلګونو خلق بيايي هلته د خپل مسلک نظرياتي مذهبي تعليم ورکوي، هيڅ يو مذهبي يا سياسي ګوند د ايران د دغه عمل غندنه نه کوي.
د انسانيت دوستۍ په قانون باندي د عمل کولو يې دغه حال دى چي په نړۍ کښي په هيڅ يو ملک کښي په حکومتي سطح سره دومره سخت بيګار نسته لکه په ايران کښي، د نورو ملکو خبري نه کوم په پاکستان کښي کله چي يو مهاجر غير ملکي ونيسي، د قانون مطابق هغه بند کړل سي په جيل کښي هغه ته د قانون مطابق سزا ورکوي، يعني جرمانه کوي يې، بيا د متعلقه ملک په حواله کړي، ليکن په ايران کښي چي غير ملکي ونيسي، هلته خو بل څوک نه ځي افغانان يا د بلوچستان د مخصوصي علاقې يعني د باډر خلق ځې، ايراني حکومت د شپږو ۶ مياشتو لپاره سخت ترين بېګار ځني اخلي بيا يې قسمت خپل دى که مړ سو که ژوندى تر سرحد را واړول سو، په مختلفو بهانو غريب افغانان نيسي او سرعام يې پانسۍ کوي يا يې په ګولۍ وولي، د سعودي عرب او ايران علاوه په ټوله نړۍ کښي سرعام پانسۍ نسته، ټوله نړۍ د سزا نوري طريقې خپلي کړي دي خو ايران هغه وحشي او ظالم ملک دى چي د انسانيت بدترين تذليل کوي.
افغانان چي څرنګه ووژني، د بي بي سي د رپورټ مطابق چي خلقو د هغو د ظلم خلاف په کابل کښي مظاهره هم کړې وه چي ايراني عسکر بې له کومه جرمه دا خلق سرعام په ګولۍ وولي او لاښونه يې پر چوکو پراته دي سګريټونه پر ولګوي هر هر خاندي دغه ټول لا وارثه افغانان دي صرف ګناه يې دا ده چي تاسو بې پاسپورټه ولي ايران ته راغلي ياست، هيڅ قانون، عدالت او انصاف نسته، يو ښکاري چي کله ښکار کوي نو هغه هم څه اصولونه لري، د هر حيوان ښکار چي کوي په هغه کښي مادې او بچي نه ولي ځکه بيا د هغه حيوان نسل ختمېږي، خو ايران هغه ظالم او وحشي ملک دى چي هرڅوک چي په مخه ورځي هغه ولي.
خو ډېر افسوس د افغانانو مشرانو، ليکوالانو صحافيانو خصوصاً د نړۍ پر بشري حقوقو باندي د کار کوونکو څخه چي د ايران پر دغه ظلم او بربريت ولي خاموش دي؟ پښتانه افغانان ولي بيده دي؟ کله به را پورته کېږي؟  د ايران دغه وحشت به څوک نړۍ ته بربنډ کوي؟ دغه کار ټول د ليکوال دى چي هغه دغه ظلم را برسېره کړي.
نوټ: د ايران د شيطاني حرکاتو او تاريخي ادبي ظلم او زياتوبونو په هکله د ”غوث خيبري“ کتاب ”په افغانستان کښي طوفان“ او د ”مولانا منظور نعماني“ او ”اسماعيل يون“ ليکل سوى کتابونه لوستل د هر پښتون افغان لپاره لازمي دي ولي چي په دغه کتابو کښې د ايران مکروه څېره ډېره بربنډه کړې ده.
که د خپل ملت په خپله غمخور نه شې
هر ګـز نـه کـا پـه پـردي مـړي ژړا څـوک








06.05.2012 12:00

خوږو او قدرمنو لو ستونکو !  له هر څه دمخه دټولو خوږو ویبپا ڼو د کارکونکو نه په مننی سره چی په خپل زیار او کوښښ سره مونږه ټول افغا نان دخپل هیواد ، د نړی د حالاتواوپه ځانګړی توګه د سپین سترګو ایرا نیانود حیوا ن صفته کړنو نه مو خبره وي دا پدی خا طرچی دروان زیږدیز کال (۲۰۱۲) د اپریل په ۲۲ نیټه د افغا ن جرمن انلا ين په خوږه ویبپاڼه کی د خبرونودلنډیز په لړکی می یوخبرپه سترګو شو چی سرلیک وو( شماراعضای اکا دمی علوم از نفوذ قابل ملا حظه ایران شاکی اند) خدای ته ښکاره دا خبر راته یوڅه شانته په زړه پوری ښکاره شو او تر پا یه می ولوسته  البته پدی خبر کی لمړی دعلومو اکا ډمي د جوړښت او مرام په باره کی تبصره شوی وه ددی دپاره چی موضوع را اوږده نشي نو زه د علومواکاډمی په برخه کی د زیا توخبروکولو نه ډډه کوم

دوم داچی په خبر کی دا سی ویل شوي وه چی تیر کال د اسد په میاشتی کی هغه سیمینارچی د ( سهم ایثاروجانفشاني دراستقلال) په نوم چی د ایران په مالي مرسته د علو مو اکاډ مي د یو شمیر غړلو له خوا جوړشوی وه نو ایرا نیا نو یو کتاب ( درس های ازتاریخ) په نوم چی هغه په پوره توګه د افغا نستان د هویت او تاریخ پر ضد لیکل شوی وو د علومو اکاډمي پر غړووویشل شو نود خبر په حواله په دغه کتاب کی لاندی موضوع ګا نو ته اشاره شوی وه

لمړی -  د افغا نستان  پنځه زره کلن تا ریخ یی دروغ او جعلي بللی دی .

دوهم - افغا نستان یی په تاریخ کی د ایرن د خا وری یوه برخه ګنلی ده .

دریم – د افغا نستان پخواني نومونه  یی( آریا نا او خراسان ) هسی دروغ او افسانه بللی دي .

څلورم – د همدی کتاب په ۴۱ مخ کی داسی راغلي دي چی د افغا نستان نوم همدا اوس ددی هیواد یو شمیر وګړو ته د قبول وړ ندی اویو شمیرډلی یی د خپل قومي واکمنی په خاطرپر نورو قبلوي .

پس با ید ووایم چی پدی کی هیڅ شک نشته چی ایرانیا نو د کال ۱۹۹۲ را پدی خواخپل کلتوري او فرهنګي یر غل زمونږ د هیواد یو شمیر وطن پلورنکو، تا لي څټو او اجنټا نو په مرسته په افغا نستان کی په ښه توګه پر مخ بیا یی د افغا نستان د پلا زمینه ( کا بل ) ټولی علمي اوتحصیلي مو سسی یی تر خپل اغیزی لاندی را وستي دي او د کا بل پوهنتون شرعي قباله د همدوی په لاس کی ده د کا بل نه علا وه د افغا نستان نورو ولا یتو نو ته یی هم خپل فرهنګي یرغل غو ځولی دی د بیلګی په توګه څوورځی مخکی په یوه ویبپا ڼه کی د احمد دراني له خوا په یوه لیکل شوی مقا له کی داسی یادونه شوی وه چی د کند هارپه پو هنتون کی د ایران شنا سي څا نګی داسی کتا بونه ویشلي دي چی اصحا بو کرامو ته یی مفسدین ، خا ینان او جنا یتکا ران ویلي دي او داسی نور.

نوڅرنګه چی ټولی نړی ته ښه څرګنده ده چی افغا نستان یو لرغونۍ او تاریخي هیواد دی او هر هغه څوک چی ځان ریښتینی افغا ن بولی با ید د خپل هیواد په تاریخ ، خپلواکي او سر لوړي باندی ونازیږي اوفخرپری وکړي او هیڅ یو هیواد ته دا اجازه ورنکړی چی دافغا نستان په ۵۰۰۰ کلن تاریخ سترګی پټی کړی او دروغین یی وبولي او هیچا ته دا حق ورنکړي چی د افغا نستان په اسلام ، تاریخ ، کلتور ، فرهنګ او په داخلي چارو کی لاسوهنه وکړي

نو زه غواړم د افغانستان ځلانده پنځه زره کلن تا ریخ د سپین سترګوایرا نیا نو دبی بنسټه ادعا ګا نو په مقا بل کی په لاندیني جدول سره په اثبات ورسوم نور ستا سو انتظار لنډه وم دا تا سو او دا دافغانستان پنځه زره کلن تاریخ .

دافغانستان ۵۰۰۰ کلن تاریخ په دوه مهمو برخوویشل شویدی .

لمړی . دافغانستان تاریخ ۳۰۰۰ کاله مخکی د میلاد نه .

دوهم . دافغا نستان تاریخ ۲۰۰۰ کاله وروسته له میلاد نه .

افغا نستان خراسان آریا نا  

3000-2000 د میلاد نه مخکی


2400 کا له


1


د مسین اشیا یی وخت ( په تخمیني ډول)


۱- آریا نا – چی داوسني افغا نستان پخوانۍ او لمړنۍ نوم دی چی د اویستا د زما نی ( زر کاله مخکی دمیلاد ) او ترپنځمی میلادی پیړی او یو نیم زر کاله ددی هیواد په نوم یادیده او پدی خاطر آریا نا نومیده چی داریا ټا ټوبۍ وو

2000-1500 د میلاد نه مخکی


2


د ګل یخته د مجسمو وخت

1500     د میلاد نه مخکی


3


د رنګین سفا لو وخت

600        د میلاد نه مخکی


4


د زردهشت پیدایښت ( زرتشت )

535-529    د میلاد نه مخکی


600کا له مخکی د میلاد


5


په اوسني افغا نستان با ندی د کورش یرغل

520-515    د میلاد نه مخکی


6


په اوسني افغانستان باندی د داریوش هخا منشی یر غل

330-327  د میلاد نه مخکی


7


په اوسني افغا نستان با ندی دمقدونی سکندر یرغل

305       د میلاد نه مخکی


8


په اوسني افغا نستان باندی د موریا یانو واکمني

269-232  دمیلاد نه مخکی


9


دآشوکا موریا نو پاد شا هي

256-170  د میلاد نه مخکی


10


د باختر یونان دولت

130        دمیلاد نه مخکی


11


د سکا نو دقبیلو حمله

0           میلاد





12


د حضرت عیسی ( ع ) پیدایښت – د میلادی تاریخ پیل

225-140د میلاد نه وروسته


621کاله وروسته د میلاد


13


کوشا ني دولت

200-162


14


د کا نیشکا پادشا هي

365-230


15


په اوسني افغا نستان د سا سا نیانو واک (لمړی ځل )

455-365


16


کیداریان

565-455


17


یفتلیان ( هیا طله یا سپین هونیان )

644-565


18


په اوسني افغانستان د سا سا نیانو واک ( دوهم ځل )




۲- خراسان- د دریمی میلا دی پیړی نه وروسته  او د پنځمی میلادی پیړی نه ترنو نسمي میلا دی پړی پوری( یو نیم زر کا له) د افغانستان په نوم یا دیده

621 د میلاد نه وروسته


19


د حضرت محمد ( ص) د مکی نه مدینی ته هجرت

- داسلامي تاریخ شروع

652


7 پیړی


20


داوسنی افغا نستان خاوری ته د عربو د قواو رسیدل

870-650


21


د کابل شاهیان اورتبیلان

699


22


په کابل باندی د عربوبرغل 78/79 هجری شمسي

900-861


10-8پیړی


23


صفاریان

999-875


24


سا ما نیان

1150-960


25


غزنویان

130-998


26


د سلطان محمود غزنوی پادشاهي

1000 د میلاد نه وروسته


14-11پیړی


27


د هجری شمسی مطا بق 379/380

1157-1055


28


سلجوقیان

1206-1152


29


غوریان

1221-1210


30


خوارزم شا هیان

1221


31


په خراسان با ندی د چنګیز خان لشرکشی

1389-1245


32


ملوک کرت

1405-1363


33


د تیمور لنګ پادشاهی

1507-1405


17-15پیړی


34


د هیرات تیمور یان

1526-1507


35


بابر په کابل کی

1803-1526


36


دهند مغلو دولت

1722-1502


37


دایران صفوی دولت

1709


38


دمیرویس خان پاڅون

1731-1716


18 میلادی پیړی


39


دهرات ابدالیان

1725-1716


40


دشاه محمود هوتکي پادشاهي

1729-1725


41


دشاه اشرف هوتکي پادشاهي

1736-1729


42


دشاه حسین هوتکي پادشاهي

1736


43


دنادر افشار تصرف په قندهار

1747


44


د احمد شاه ابدالی دپادشاهي اعلان

1761


45


دپاني پت جګړه دمرهته سره

1793-1773





46


دتیمور شاه پاد شاهی




1801-1793


47


د شاه زمان پاد شاهي




1803-1801


19 میلا دی پیړی


48


دشاه محمود پادشاهی ( لمړی ځل )   1821 میلادي

1809-1803


49


دشاه شجاع پادشاهي ( لمړی ځل)


۳ – افغا نستان – په نونسمه پړی کی خراسان  په خپل ځای نوی نوم افغانستان کیښود ـ

په لسمه پیړی کی د افغان کلمه  په معرب ( اوغان ) وه چی د اسلامس لیکونکو په اثارو د پښتنو په ځینو قبیلو کی را ښکاره شوه او په ورو سره یی پراختیا بیداکړه او په اتلسمه پیړی کی  په ټول هیواد کی رواج و موند اما دافغانستان نوم د لمړی ځل لپاره په شرقی ولا یا تو کی په دیار لسمه پیړی کی  یا دیده او په څوار لسمه پیړی کی دغه خا ص نوم د ملک په شرقی برخو چی د سلیمان تر ولکی لاند وه یا دیده او په شپا ړلسمه  پیړی کی دکا بل په جنوبی برخو کی د ملک ( افغان ) نوم رواج شو او په اتلسمه پیړی کی دسند بحر نه تر کابلستا ن ، کشمیر ، نورستان قند هار او ملتان پوری یا دیده او بلا خره په ۱۹ پیړی کی  د ( افغا نستان ) نوم په رسمی توګه  ددی هیواد دپاره کیښدل شو

















1818-1809


50


د شاه محمود پادشاهي( دوهم ځل)

1835-1818


51


داخلی جنګو نه او دهیواد تقسیم کیدل پر سردارانو

1826


52


دامیر دوست محمد خان پلاس دکابل پراخیدل

1837-Dec01        


53


د هرات محا صره د ایران اردو له خوا

1838-     26 jun  -   


54


دری اړخیزه تړون(شاه شجاع ، رنجیت سینګ وهندبرتانوي) لاهور

1842-1838


55


دافغان او انګلیس لمړی جګړه

1841-23- نوامبر


56


دکابل پاڅون

1841-23-دسامبر


57


دمکنا ټن وژل کیدل

1842-6-14- جنوری


58


دجلال اباد په لارکی دبرتانوی اردو تباه کیدل

1855-30 مارچ


59


دمعا هدی دست خط د بیا مناسباتو په خاطرپه مینځ(افغانستانوانګلیس

-پیشاور

1856


60


دایرانیانو یرغل پرهرات او د هغو په مقابل کی دانګلیس

له خوا د جنګ اعلان

1863-    می


61


دامیر دوست محمد خان مړینه اوپرتخت د هغه ځوی

امیر شیرعلی خان نا سته

1867


62


دورونوسره په جنګ کی دامیر شیر علی خان ماته اوپرتخت

دامیر محمد افضل خان نا سته

1867


63


د امیرمحمد افضل خان مړینه او دامیر محمد اعظم دپادشاهی اعلان

1868


64


کابل ته د سیدجما الدین خان سفر

1878-1868


65


دوهم ځل دامیر شیرعلی خان پادشاهی

1873-سپتامبر


66


دسملی کنفرانس په مینځ دسیدنورمحمد شاه او دهند ویسرا

1873


67


د شمس النهار دجریدی دنشر شروع

1876


68


دکویتی تصرف د انګلستا ن له خوا

1877


69


د پیشاور کنفراس د سید نور محمد شاه او د هند ویسرا تر مینځ

1878-13- جولای


70


د برلین د معا هدی دست خط د روسی او انګلستان په ګډون

1878-21- نوامبر


71


دافغان او انګلیس دوهمی جګړی پیل

1879-فیبروری


72


په مزاری شریف کی د امیر شیر علی خان مړینه

1879- مارچ


73


دامیر محمد یعقوب خان پر تخت ناسته

1879-28- می


74


د ګندمک د معاهدی لاس لیک

1879-24- جولای


75


کابل ته دانګلیس سفیرکیو ناری رسیدل

1879-12- اکتوبر


76


د پادشاهی نه د امیر محمد یعقوب استعفا

1879-13- اکتوبر


77


د بالا حصار خرابیدل

1879-02- دسامبر


78


د چاردهی جنګ او درابرتس ما ته

1880- فیبروری


79


د افغا نستان خاوری ته د امیر عبدالرحمن خان داخلیدل

1880-22- جولای


80


کابل ته دامیر عبدالرحمن خان رسیدل او دهغی دپادشاهی اعلان

1880-27-جولای


81


د میوند جګړه

1887-1885


82


د شما لی افغانستان د سرحد معلومول د امو نه تر هریرود

1888-30-مارچ


83


پر پنجده د روسانو تعرض

1893-12- نوامبر


84


د ډیورند د تړون لاس لیک

1896


85


د واخان د سرحد معلو مول

1896-1895


86


د کافرستان فتحه

1900- د میلاد نه وروسته


87


1280/1297 هجری شمسي

1901-01- اکتوبر


20 میلا دی پیړی


88


د امیر عبد الرحمن مړینه

1901-03- اکتوبر


89


پر تخت د امیر حبیب ا لله ناسته


ا فغا نستا ن

1903


90


د حبیبی د لیسی تا سیس

1906


91


د سراج الاخبار دورزپا نی نشر

1909


92


د مشروطه غړښتونکو نیول او دهغو دځینو اعدام

1911


93


د محمود طرزی له خوا د سراج ا لا خبار دجریدی دوهم تا سیس

1918-نوامبر-1914-اګست


94


لمړۍ نړیوا له جګړه

1914-اګست


95


په لمړی نړیوله جګړه کی د افغا نستان د بیطرفی اعلان

1919-20-فیبروری


96


د امیر حیبیب الله وژل کیدل

1919-21-فیبروری


97


په جلال اباد کی د نصرالله خان د پادشاهي اعلان

1919-   21فیبروری


98


په کا بل کی د اما ن الله خان د پادشاهي اعلان

1919-07- اپریل


99


د اما ن ا لله خان پیغام(شوروی جا پان امریکا فرانسه ایران وترکی )ته

1919-13-اپریل


100


د رسمي استقلال اعلان او داصلا حاتو وعدی

1919-04-می


101


د افغان او انګلیس د دریمی جګړی پیل

1919-26-می


102


دانګلیس د طیارو له خوا د کا بل ښاربمبارد

1919-28-می


103


د تل جګړه

1919-29-می


104


په نوی قلعی د انګلیس تصرف ( سپین بولدک )

1919- اګست


105


په راولپنډی کی دافغانستان او انګلیس تر مینځ د سولی د تړون لا س لیک

1920


106


بخارا ته د مرستی د قواو لیږل

1921


107


په افغانستان کی د بخارا پادشاه پناه اغستل 1300 ه ش

1921-28-فیبروری


108


د افغانستان او شوروی تر مینځ  د دوستی تړون او نه مداخله

1921-01-مارچ


109


د افغانستان او ترکی تر مینځ ددوستی تړون

1921-جون


110


د افغانستان او ایتا لی تر مینځ ددوستی تړون

1921-22-جون


111


دافغانستان او ایران تر مینځ ددوستی تړون

1921-جولای


112


امریکا ته د افغانستان پیژندنی د استازورسیدل

1923


113


د استقلال د لیسی تا سیس

1923-10-اپریل


114


د افغانستا ن د لمړی اساسی قا نون تصویب

1924


115


د امانی د لیسی تاسیس(نجات لیسه)

1926-07-جون


116


اما ن ا لله له خوا د شاه د لقب اختیار

1926


117


د افغا نی پیسو رواجیدل او متری سیستم

1927


118


د انیس دازادی جریدی تا سیس

1928-20-جون


119


افغانستان ته د اما ن ا لله شاه بیرته راتګ

1928-29- اګست


120


دلوی جرګی د کار پیل

1928-02-سیبتمبر


121


د نوي اساسی قانون تصویب او دبیرغ دری رنګه دجرګی د مجلس په پایکی

1928-14-سیپتمبر


122


په کابل دحبیب ا لله ( دسقاو زوی) حمله

1929-17-14-جنوری


123


د عنا یت ا لله خان پادشاهی

1929-18-جنوری


124


حبیب ا لله خان دپادشاهی اعلان ( ۹ میاشتی پادشا هی وخت)

1929-20جنوری


125


په جلال اباد کی د علی احمد خان دپادشاهی اعلان

1929-08-مارچ


126


افغانستان ته دمحمد نادرخان دسپهسالار داخلیدل

1929-می


127


افغانستان ته د غلام نبی خان چرخی داخلیدل

1929-23-می


128


دافغانستا ن نه داما ن الله خان وتل

1929-جون


129


دافغانستان نه دغلام نبی خان چرخی وتل

1929-23-جون


20 میلا دی بیړی


130


د حبیب ا لله د قواو تصرف پر قندهار

1929-15-اکتوبر


131


کابل ته  دمحمد نا در خان رسیدل او د پادشاهی اعلان

1929-03-نوامبر


132


حبیب ا لله او د هغه دملګرو اعدام

1929-14-نوامبر


133


د محمد ها شم خان د کابینی اعلان

1930-جولای


134


دکوهدامن اړدوړ

1930-سیپتمبر


135


دلوی جرګی انعقاد


ا فغا نستان

1931-24-جون


136


د بیطرفی د تړون لاس لیک او په شوروی نه مداخله کول

1931-اکتوبر


137


د اساسی قا نون تصویب

1931


138


دابراهیم بیګ لقی له خوا اړدوړ اود افغانستان نه دهغه ویستل

1932-16-جولای


139


دملی شورا پرانیستل

1932-08-نوامبر


140


دغلام نبیخان چرخی اعدام

1932


141


د طب فاکولتی تاسیس

1933-16-سیپتمبر


142


دمحمد ولی خان اعدام او د یو څونورو روشنفکرانو

1933-8-نوامبر


143


دمحمد نادرشاه وژل کیدل اود ظاهرشاه دپادشاهی اعلان

1934-28-سیپتامبر


144


دملل متحد په ټولنه کی دافغانستان عضویت

1935


145


دایران سره دسرحدی اختلاف تصفیه د ترکیی په حکمت

1936-26-مارچ


146


د امریکا سره ددوستی تړون لاس لیک

1937-07-جولای


147


د اسعد آباد د تړون لاس لیک دایران ترکیی او عراق سره

1945-می-1939-سیپتمبر


148


دوهمه نړیواله جګړه

1939-06-سیپتمبر


149


په دوهمه نړیواله جګړه کی دافغانستان د بیطرفی اعلان

1941-06-05۰سیپتمبر


150


د لوی جرګی له خوا دافغانستان دبیطرفی تا یید

1946-29-جنوری


151


دصدارت معاون عبدالرحیم خان نیول کیدل د استاد خلیلی سره یو ځای

1946-16-جون


152


دافغانستان اوشوروی سرحدی تړون د تالویک خط پرسر

1947-09-نوامبر


153


په ملګرو ملتونو کی دافغانستان منل کیدل

1947-30-سیپتمبر


154


په ملګرو ملتونو کی د افغانستان مخالفه رای د پاکستان دمنلو په خاطر

1949-مارچ-اپریل


155


دملی شورای داومی دوری انتخابات

1950-مارچ


156


د سید محمد اسمعیل بلخی او خواجه محمد نعیم نیول کیدل

1950-04-جنوری


157


دهند سره ددوستی تړون لاس لیک

1950-13-جنوری


158


په رسمی ډول دچین دخلکو جمهوریت پیژندل

1951


159


آزاد انګار، ندای خلق ، وطن وولس د جریدو تا سیس

1952-اپریل


160


په کابل کی دشورای د اتمی دوری انتخا بات او مظاهری

1952-08-می


161


دیوشمیر ازادی غوښتونکو نیول کیدل

1953-06-سیپتمبر


162


دشاه محمود خان استعفا او د سردارمحمد داود د صدارت شروع

1953-نوامبر


163


کابل ته د امریکا د ریس جمهوردمعاون ریچار نیکسون سفر

1955-30-مارچ


164


په کابل کی د پاکستان پر سفارت مظاهره اوحمله

1955-09-اپریل


165


کابل ته د مصرمشرجمال عبدالناصر سفر

1955-04-می


166


د سفر بری اعلان

1955-14جولای


167


په نړیوال بانک اووجهی صندوق کی د افغانستان غړیتوب

1955-13-سیپتمبر


168


په کابل کی د پاکستان د سفارت بیرغ بیا ځړول

1955-20-25-نوامبر


169


لویه جرګه

1955-دیسامبر


170


کا بل ته  د بولګا نین او خروشف سفر

1956-06-مارچ


171


د جنوبی اسیا د مملکتو نو د کنفراس تا یید

1956-اګست


172


افغانستان ته د پاکستان ریس جمهور سکندر میرزا سفر

1956-25-اګست


173


د شوروی او چکسلوا کیا نه د سلاح اخیستلو دقرارداد لاسلیک

1956-اکتوبر


174


د لمړی پنځه کلن پلان اعلان

1957-19-جنوری


20 میلا دی پیړی


175


افغانستان ته د چین د صدراعظم چوان لای سفر

1957-08-جون


176


افغانستان ته د پاکستان د صدراعظم سهروردی سفر

1957-10-جولای


177


د مالی وزیرعبدالملک عبدا لرحیم زی لری کول اونیول کیدل

1957-جولای


178


د یو شمیر ازدی غوښتونکو نیول کیدل

1958-18-جنوری


179


د شوروی سره د سرحد پر سر جوړ جاړی

1959-31-اګست


180


د حجاب حل ( رفع)

1959-14-سیپتمبر


181


افغانستان ته دهند د صدراعظم جواهر لعل نهرو سفر


آ فغا نستان

1959-09-دسامبر


182


کابل ته دامریکا د ریس جمهورآیز نهاورسفر

1960-02-مارچ


183


کابل ته د شوروی صدراعظم خروشف سفر

1960-26-اپریل


184


د اما ن ا لله خان مړینه

1960-26-اګست


185


دچین سره د دوستی تړون لاس لیک او پرچین با ندی نه مداخله

1961-06-سیپتامبر


186


د پاکستان سره دسیا سی اړیکو پریکړه

1962-14-اپریل


187


ددوهم پنځه کلن پلان اعلان

1962-27-جولای


188


کابل ته دایران د شاه سفر

1963-10-مارچ


189


د صدارت نه د سردار محمد داود استعفا

1963-13-مارچ


190


صدارت ته د کتور محمد یوسف تعینیدل

1963-28-می


191


د پا کستان سره د بیا اړیکو نیولو اعلان

1963-02-دیسامبر


192


د چین سره دسرحدی تړون لاس لیک

1964-21-مارچ


193


په 27 ولا یتونو د هیواد ویشل

1964-04-اګست


194


د نوی اساسی قا نون د مسودی خپریدل

1964-01-سیپتامبر


195


د سالنګ د سرک پرانیستل

1964-09-سیپتامبر


196


د اساسی قانون د تصویب په خاطر د لوی جرګی انعقاد

1964-18-نوامبر


197


په آی خانم کی د یو نا نیا نو د ښار دنښو او نښا نو په لاس راوړل

1965-11-می


198


د انتخا باتو د قا نون رواجیدل

1965-14-اکتوبر


199


د نوی شورای پرا نیستل

1965-25-اکتوبر


200


د دکتور محمد یوسف کا بینی ته د اعتماد رای ورکول

1965-29-اکتوبر


201


د دکتور محمد یو سف د کا بینی استعفا

1965-02-نوامبر


202


د میوند وال کا بینی ته د شورای د اعتماد رای

1967-21-مارچ


203


د دریم پنځه کلن پلان اعلان

1967-10-می


204


شوری ته د ګازو د لیږدلو د تړون لاس لیک

1967-18-جون


205


د ملګروملتونو په اسامبله کی د میوند وال مذاکری ګډون

1967-11-اکتوبر


206


د میوند وال استعفا

1967-15-نوامبر


207


د نور احمد اعتما دی کا بینی ته د شورای د اعتماد رای

1969-سیپتمبر


208


د شورای د څوارلسمی دوری انتخاب

1970-16-می


209


د اعتما دی استعفا

1971-06-جولای


210


د داکتر ظاهر کابینی ته د شورای د اعتماد رای

1972-1971


211


قحطی او وچکا لی

1972-07-دسامبر


212


د موسی شفیق کابینی ته د شورای د اعتماد رای

1973-13-می


213


په کابل دایران او افغانستان تر مینځ د هلمند د اوبو د تړون لاس لیک

1973-22-می


214


په ولسی جرګه کی د هلمند داوبو د قرار داد تصویب

1973-30-می


215


په مشرانو جرګه کی د هلمند د او بو دقرارداد تصویب

1973-25-جون


216


اروپا ته د محمد ظاهرشاه سفر

1973-17-جولای


217


د ظاهر شاه د کاکا زوی محمد داود کودتا

1973-18-جولای


218


د دولت ریس او صدراعظم په تو ګه دمحمد داود تعین

1973-22-سیپتمبر


219


د میوند وال او څونورو دنیولو په خاطرددولت اعلا میه

1977-26-جنوری


220


د نوی اساسی قا نون د مسودی خپریدل

1977-31-جنوری


20 میلا دی پیړی


221


لویه جرګه ۱۳۵۶

1977-15-پیبروری


222


د محمود داود انتخاب د ریس جمهور په توګه

1977-05-جولای


223


په پاکستان کی د جنرال ضیاالحق کودتاه

1978-27-اپریل


224


د ثور ۷ کودتاه او د محمد داود وژنه

1978-01-می


225


د کمونیستی رژیم ټینګښت د نورمحمد ترکی په رهبری

1978-20-جولای


226


د نورستان  اوکنړ د خلکو پا څون

1979-25-پیبروری


227


د صوف د دری د خلکو پاڅون


ا فغا نستان

1979-15-مارچ


228


د هرات پا څون

1979-23-جون


229


د کابل چنداول پا څون

1979-08-اګست


230


د با لا حصار اړدوړ

1979-16-سیپتمبر


231


د  نور محمد ترکی وژنه د حفیظ ا لله ا مین پواسته

1979-27-دسامبر-14-سیپتامبر


232


د حفیظ ا لله امین واک ته رسیدل

1979


233


د زرګونو  سیا سی او روشنفکرخلکو وژنه او بند

1979-23-اکتوبر


234


دکابل په  هوا یی ډګر باندی د تره خیلود مجا هیدونو حمله

1979-دسامبر


235


په بګرام او سا لنګ کی د شوروی قواو ځای پر ځای کیدل

1979-25-دسامبر


236


د کا بل په هوایی ډګر کی د شوروی قواو کښته کیدل

1979-27-دسامبر


237


بر تاج بیګ تپه د شوروی قواو حمله او د حفیظ ا لله ا مین سرګونی

1986-1979


238


د رو سانو په مرسته د ببرک کارمل واک ته رسیدل

1992-می-1986- ابریل


239


د دولت ریس په توګه د نجیب ا لله قدرت رسیدل

1987


240


لو یه جرګه

1989-15-5-1988-15-2


241


د افغا نستان نه د شوری سره پوځ وتل او ما ته

1989-23-پیبروری


242


په راولپنډی کی د صبغت ا لله مجددی په مشری د ۷ ګونی یوځای جوړښت

1990-06-مارچ


243


د ټنی د کودتا ما ته

1992-16-اپریل


244


په کا بل کی د ملګروملتونود سازمان دفتر ته د نجیب پناه وړل

1992-28-25-اپریل


245


د مجد دی په مشری د مجا هیدونو شورای ته د قدرت لیږل

1992-26-جون


246


د برها ن الدین په مشری د مجا هیدونو شورای ته د قدرت لیږل

1992-30-جون


247


دمجا هیدونو د شورای له خوا د ربا نی انتخا بول ددولت د ریس په ټوګه

1994


248


د ملا عمر په لارښود د طالبا نو د ټولنی جوړښت

1996-27-اپریل


249


د طا لبانو له خوا د اسلامی دولت اعلان

1997-اکتوبر


250


د افغا نستان د اسلا می اما رات په نوم د دولت اعلان

2000- د میلاد نه وروسته


251


د 1380/1379 هجری شمسی برابر

2001-مارچ


21 میلا دی پیړی


251


د طا لبا نوپواسته د با میا نو د بت ټوټه کیدل

2001-09-سیپتمبر


252


د احمد شاه مسعود وژل کیدل

2001-11-سیپتمبر


253


د القا عده پوا سته په امریکا کی د تجارتی مرکز ورانیدل

2001-20-19-سیپتمبر


254


د امریکا په امر د افغا نستان نه د بن لا دن د وتلو اعلان

2001-07-اکتوبر


255


د امریکا او انګلیس د قواو پواسته د القا عده او طالبا نو د ډلو بمباردول

2001-نوامبر


256


د زرګونو خلکو مها جرت د خپلو کورونه

2001-13-نوامبر


257


د شما لی قواو له خوا د کا بل نیول کیدل

2001-17-نوامبر


258


کا بل ته د برها ن الدین  ربا نی بیرته راتګ

2001-نوامبر


259


په مزار شریف کی د جنرال دوستم له خوا پر قلعه جنګی حمله

2001-نوامبر


260


په قندهار د امریکا یی قواوځای پر ځای کیدل

2001-نوامبر


261


په توره بوره کی د امریکا قواو له خوا د بن لا دن پلټنه

2001-نوامبر


262


د ملګرو ملتونو له خوا د ۵ فقره یی وړاندیز د نوی حکومت د جوړیدو په خاطر

2001-27-نوامبر-05-دسامبر


263


د لنډ مهالی حکومت دجوړیدو په خاطر د بن کنفرانس

2001-22-دسامبر


21 میلا دی بیړی


264


د حا مد کرزی په مشری د لنډ مها لی حکومت جوړښت

2002-جنوری


265


د افغا نستان د بیا رغونی په خاطر د توکیو (جاپان) کنفرانس

2002-جنوری


266


په افغا نستان کی د۱۷ هیوادو د ۴۵۰۰ سرتیرو ځای پرځای کیدل

2002


267


افغا نستان ته د محمد ظاهرشاه بیرته راستنیدل

2002-جون


268


د لوی جرګی جوړښت

2002- جون


269


د حامد کرزی انتخا بیدل ددولت د ریس په تو ګه

2002-اکتوبر


270


د نووپیسو ویشل

2003- 4- جنوری





271


د لوی جرګی له خوا د نوی اساسی قا نون د مسودی خپریدل

2004-جنوری





272


دنوی اساسی قانون تا یید

2004- اکتوبر





273


د  لمړی ځل جمهوری ریا ست انتخا بات ( حا مد کرزی )

2005-18- سیپتمبر





274


د لمړی ځل پارلما نی انتخا بات

2009-7-نوامبر





275


د دوهم ځل جمهوری ر یا ست انتخا بات ( حا مد کرزی )

2010-18-سیپتمبر








ددوهم ځل پارلما نی انتخا بات



که یو ځلی دی ځلا ند تا ریخ ته ځیر شوی + بیا به پری نږدی دښمن مداخلی ته .

پکی شته دي  در نمو نه دقدیمه + هسی ویلی ته دعوه د خرا سان کړی.

تجزیه کی د وطن هیڅ ګټه نشته + ځا ن دی پوه کړه د مشهد نه تر ا ټکه خاوره ستا ده.

بسکه بسکه غلا مي نه دی لاس واخله + هغه چا ته چی خدمت کړی ستا دښمن دی.

د امو په شان وطن کی آرام پروت یی + دښمن کله خوښوي ستا ارامتیا پدی وطن کی.

که یو ځلي دی ما ضي ته نظروکړی + دا پښتون دی چی سا تلی ستا وطن دی.

د صا فی په وینا مه خوا بدی کیږه + ځان هوښیار کړه دا وطن دی د ابا او د اجداد دی.

په درنښت    ا ما ن الله صافی

ستا سو د حوصله مندی نه یوه نړی مننه د تل پا تی سولی او یو مو ټی افغانستان په هیله
سرپاڼه

Responding To Durand Line Recognition
By:
Dr. Mohammed Daud Miraki, MA, MA, PhD
Dr. Rahmat Rabi D. Zirakyar, MA & PhD
افغانیزم

* افغانان دګودو په تمه
* سیاسي اراده
* سحرګله او افغانستان
* له تاریخ سره موږ چلند
* ژوند دکار لپاره که کار دژوند لپاره ؟
* زموږ فېشن
* دفساد پرضد فساد
* افغانیزم

ټول
All Afghanistan National Accord (AANA)
د ټـول افـغــانـستـان ولسي تـړون
د ایران ښکاره لاسوهنې

* د ايران ځمکنی مساحت زيات شوی دی
* قربان خوست والو،وياړ په تاسو غيرتی قومونو!
* حمله ي سايبري اسراييل بر ايران
* که ایران افغانستان ته تيل نه وركوي افغانستان دي اوبه نه وركوي
* نصیحتی به آقای مالکی
* دایران سفیردي دسپکاوې په تور دافغانستان ځخه وشړل شې
* ایران د افغانستان په اړه د ګورګین خوبونه ویني
* پیام یک افغان
* د افغا نستان او ایران اړیکي کومی خواه ته روانی دي
* دایران او اسرائیلو تر منځ دپټو ارتباطاتو افشا کول ( اسلام الیوم )

ټول
The Ugly Scars Of Colonialism: Pashtuns And Balochs Struggling For 172 Years
By: Dr. Rahmat Rabi D. Zirakyar, MA & PhD
د بنسټیزو ستونزو د حل لارې
لیکوال :‌ ملا عبدالسلام ضعیف
ټولې وروستۍ لیکنې

* د افغانستان ۵۰۰۰ کلن تا ریخ او د ایرا نیا نو فرهنګی یرغل (امان الله صافی)
* خواجه معین الدین چشتي څوک ؤ؟ (یوسف ظریفي (فقیرزی))
* جنرال محمد یحیی نوروز وفات شد (مريم نورز ارسلا)
* په ډنمارک کې د استاد اولمیر یاد غونډه وشوه (هېواد دوست)
* د صابر تیمور څو شعرونه (صابر تیمور)
* امریکا اوس هم زهرجن مواد کاروی (طیب زابلی)
* د مدافعې پارلماني وکیلان (خپلواک سادات)
* افغانها از ديګران ياد بګيريد ! (حکيم روان)

ټول
د دودیزې لویې جرګې مشورتي پریکړه لیک طرحه
تاوده بحثونه

* د طالبانو كنځلې (22)
* له تور سره تور تړون په توره شپه کې؟ (21)
* طالبانو مبارک مو شئ! (17)
* په تهران کې د افغا نستان سفارت کاري کمزورتیا (10)
* د بن لادن د وژنې د لومړی کال په پلمه (9)
* د شمال ټلوالې ټينکتې او د بهرنيو غليمانو اندېښنې (8)
* د ننګ یوسفزي مړینه لویه ضایعه ده (6)
* د افغانستان اوامريكا ترمنځ د ستراتيژيكو همكاريو موافقتنامه (6)
* د ننګرهار پوهنتون کتابتون ته د کتابونو د راټولولو کمپاین (6)
* په ابوظبي کې د افغانستان سفارت پېژندنه (6)

خبرتياوې او بېلابېل

* جنرال محمد یحیی نوروز وفات شد
* د جنازې او فاتحې اعلان
* دناموتي او درانه سندرغاړي استاد اولمیر دېرشم تلین لمانځو
* د پښتون / افغان قامي جرګي بلنلیک
* د ننګرهار پوهنتون کتابتون ته د کتابونو د راټولولو کمپاین
* د مېرمن کلتوري بهیر (پېښور) د غونډې خبرتیا
* په بلجيم کې د مشاعرې خبرتيا
* نظراباد علمي او کلتوري ټولنې خبرتيا!

ټول
د افغانستان او امريکا ستراتېژيک تړون

* دستراتیژیک تړون لاسلیک اوهغه هم په غلا:
* پیمان ستراتیژیک در هاله ای ابهام امضا شد
* آیاد سیمه ییزولاسوهنودمخنیوي له پاره ستراتیژیک تړون د افغانانو په ګټه دي؟
* ستراتیژیک تړون پرسر، د زرګري جګړې پای
* ملی واکمنی او د بګرام جیل برخلیک
* ستراتیژیک تړون دافغانستان دستونزو حل لاره
* د ستراتیژیک تړون تر شاه لویی لوبی روانی دې
* د امریکا او افغانستان ترمنځ ستراتېژیک تړون
* دسيمينار پرېکړه ليک
* د امريکا پټى غوښتني خطرناکي دى

ټول
یو څو خبرې د مسلکي ارزښتونو، پښتو لنډیزونو او ټایپنګ په اړه....(عبدالهادي حیران)
میونشن کې د نارنج ګل مشاعره

د اسلام آباد نړیوال اسلامي پوهنتون لنډه پېژندنه

* شننې او څیړنې، مقالې
* .
* کتابونه پاڼې پاڼې
* .
* روانې چارې او بېلابېل
* .
* بېلابیلې ټولنيزې ليکنې
* .
* علمي لیکنې
* .
* د کرکټ په اړه شننې او ليکنې
* .
* کرکټ: نړیوال
* .
* کرکټ: کورني
* .
* کرکټ: پرمختګ
* .
* کرکټ: ټوکې ټکالې
* .
* شعرونه
* .
* افغانیزم
* .
* خبرتياوې او بېلابېل
* .
* د کرکټ لوبې لپاره ځانګړې شوې څانګه
* .
* د ١٣٨٩ کال ولسي جرګې ټاکنې
* .
* په افغانستان کې د ١٣٨٨ کال ټاکنې
* .
* زیره راواستوئ
* .

* نيټه اړونکی
* .
* لمریز هجري کلیز
* .
* د ټول افغان تګلاره
* .

* سرپاڼه
* .
* اسلامي ښوونه
* .
* کتابتون
* .
* د بحث فورمونه
* .
* All Pashto Keyboards


Copyright © tolafghan.com 2002-2011