مولوی ارسلا رحمانی په ایرانی وسله وژل شوی دې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
مولوی ارسلا رحمانی د سولې د عالي شورا يو مهم غړى، چې په عين وخت کې يې د مشرانو جرګې غړيتوب هم درلود او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د لوړو زده کړو مرستيال وزير هم و په کابل ښار کې د نامعلومو وسله والو کسانو له لوري و وژل شو او قاتلا يې په تېښته بريالي شول. د حيرانتيا وړ خبره داده، چې يو لوړ پوړى کس په ښار کې د ننه له ګڼې ګوڼې په يوه ډکه سيمه کې وژل کېږي؛ او وژونکي په تېښته بريالي کېږي؟

رحماني یو له هغو مهمو کسانو څخه و چې د طالبانو په منځ کې یې نفوذ درلود او له راپورونو سره سم یې له طالبانو سره د خبرو لپاره تماسونه هم نیولي و د  طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی د ارسلا رحماني په ترور کې لاس نه لري په داسي حال کې چې ذبیح الله مجاهد وايي چې د ارسلا رحماني په ترور کې هیڅ راز لاس نه لري ولی د «ملا دادالله محاذ» په نوم یوې وسله والی ډلې کوم چی مر کز یی په ایران کی دې او دهغه هیواد له لوری کمک ورسره کیږې ادعا وکړه چې د سولې د عالي شورا غړی مولوي ارسلا رحماني دوی وژلی دی کابو دوه کاله مخکې یوې امریکايي ویبپاڼې د امریکا د استخباراتي سرچینو په قول د ملاداد اله محاذ د جوړېدو په اړه راپور ورکړی و او ویلي یې و چې دا ډله د طالبانو یوه څانګه ده چې د افغانستان په جنوب کې فعالیت کوي او اقدامات او تاکتیکونه یې القاعده شبکې ته ورته والی لري. د دې ډلې مشري د ملا عبدالقیوم ذاکر په غاړه ده چې پخوا په ګوانتنامو کې بندي و چې په ۲۰۰۷ میلادي کال له هغو کوریایانو سره په تبادله کې خوشي شو چې طالبانو په غزني کې یرغمل کړي ول
په هرات کې د عالمانو د شورا یوغړی په ایران تور لګوي، چې د مولوي ارسلا رحماني په وژنه کې ښکیل دی
مولوی غلام فارق حسیني، د وژل شوی افغان سناتور او د سولې د عالي شورا غړی مولوي ارسلا رحماني پر وژنه خوابدي وښوده، کورنۍ او د افغانستان ټولو استوکنو ته یې د هغه د مړینې تسلیت وویل ده د هغه او نورو سوله دوسته افغان مشرانو وژنه کې د ګاونډیانو په ځانګړی ډ‌ول د ایران د ښکیلتیا ویل؛ له حکومت څخه یې د پېښې د تحقیق او عاملینو ته یې د پیژندګلوی په صورت کې د سختې جزا هیله لرله نوموړی دینی عالم په خبلو ځرګندونو کی وویل چی(( مطمین اوسی، چې د مولوي ارسلارحماني د وژنې پیښه طالبانو رد کړه او پرته له ایرانیانو د بل چا کار نه دی. دغه د لستوڼي مار هم د ایرانیانو له تخرګ څخه رابهر او زموږ لوی ملي او مذهبي شخصیتونه ختموي نوموړی وویل له مومینو افغانانو څخه می هیله ده چی هوښیار شې او په وخت سره ددغو فجاعیو مخه ونیسې)).
د راپورونو پر اساس مولوي ارسلا رحماني په دا وروستیو کې د کابل په ″ده بوري″ سیمه کې کار ته د تلو پر مهال ناڅرګندو وسله والو د بې غږه تومانچې په ډزو وواژه د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې غړیو هم د هرات د علماوو د شوراه د غړیو په څېر نظر ورکړ او دا یې هم وویل، په کومه وسله چې رحماني وژل شوی، هغه ایراني وسله وه په ایران باندې له پخوا لا د افغان حکومت وسله واله مخالفینو سره د وسلې او نورو جنګي تجهیزاتو د مرستې ویل کېدل؛ مګر ایراني مامورینو ورته تورونه تل رد کړی دی دا چې ښاغلی مولوي غلام فاروق حسیني، څه ثبوت لري، چې په دومره جرات ایران د مولوي ارسلا رحماني په وژونې تورني؟ ده په دی اړه ویلی دی چی د ستراتژیکي همکاریو هغه تړون چې په دا وروستیو کې افغان حکومت له امریکا سره لاسلیک کړ؛ ایران یې د خپلو ګټو پر خلاف بولي، ځکه نو وروستی هڅه یې دا ده، چې د ملي شخصیتونو په وژنه افغانستان بې ثباته، د امنیتي د خرابولو په ذریعه یې د بریالیتوب مخه ډب کړي. نو رحماني هم د سولې او امریکا سره د اوږده مهاله مرستود تړون یو له پلویانو څخه و ، دیادونی وړ ده  چی  ښاغلی مولوی حسیني، په هرات کې د علماوو د شورا په غړیتوب سربیره د همدغې شورا مطبوعاتي، دفتر مشري هم پر غاړه لري. ده په څرګنده تو ګه ویلی دی ، چې د ښونځيو ورانول او نورې ورانکارۍ  هم ګاونډي هیوادونه په افغانستان کی د خپلو اجیرانو په مرسته کوي. ده وویل، چې پر دې موضوع به هرات د عالمانو په اونیزه غوڼده کې بحث کږې او وروستي جزیات به یې رسنیو ته وړاندې شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مخکې تر دې چې د افغانستان د سولې د عالي شورا د مهم غړي ارسلارحماني د وژل کېدو تور پرې ولګېږي د هغه ترور وغنده د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی د مولوي رحماني د ترور په اړه وویل، د پاکستان حکومت په دې پېښه غمجن دی او په دې خاطر د افغانستان له حکومت او ملت او همداراز د ارواښاد رحماني د کورنۍ له غړیو سره ژوره خواشیني څرګندوي د افغانستان حکومت  پاکستان د سولې د عالي شورا د مخکیني مشر برهان الدین رباني د ترور سرچینه بللی و او له دغه هیواده یې غوښتي و چې د رباني د ترور د عاملانو په موندلو کې ورسره مرسته وکړي تر څو پا کستان بالاخره ومنله چی دربانی وژونکی په پاکستان کی دافغان مهاجرو له کمپو نو کابل ته تللی ؤ ،خو دا ځل پاکستان مخکې تر مخکې د ارسلا رحماني ترور وغانده.د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویندوی وویل چې پاکستان او افغانستان دواړه د ترهګرۍ په نوم له ګواښ سره مخامخ دي او پاکستان د دې بلا د ختمولو لپاره له افغانستان سره نژدې همکارۍ ته ځان ژمن بولي.پای
ده طالبانو دکویټی دشورا دسیاسی کمیټی غړی ملا اغا جان معتصم چی فعلا په تر کیه کی تر درملنی لاندی دې هم، د ټېلفون له لارې له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره مرکه کی، د سولې د عالي شورا د غړي مولوي ارسلارحماني پروژنه خپګان وښود، ویې ویل چې هغه یو هېوادپال انسان و. دی زیاتوي چې ده هم درې کاله مخکې له دې چې امریکایان طالبانو ته د سولې  رسمي بلنه ورکړي هغه مهال چې دی د طالبانو د سیاسي کمیټې مشر و، د سولې د خبرو لپاره هڅې کولې. له دې وروسته په تېره اګست میاشت کې په کراچۍ ښار کې چې ده استوګنه پکې لرله د ده د وژنې ناکامه هڅه وشوه. د اسوشېتېدپریس په وینا نوموړی لاهم د طالبانو د مشرتابه شورا، یعنې د کوټې د شورا غړی دی.پای سلام خان