پسرليه ډېر درڅخه وېرېږم

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمد نقیب تره خیل
پسرلیه! نوم دې د ټول بشرلپاره هیله بښونکی ده. ماته هم وه. په یادېدو او راتلو به دې خاصیت او خصوصیت زما ذهن ‌ته،دغرو په لمنو کې، دکوچیانو تورې کیږدۍ د ورځنیو او اونیو د سرليو بغه هار،په ګلابو نښتي بوراګان،د بادامو په شګوفو کې پټ بلبلان،پر غاټولو ځقېدلي چمنونه،په چنار کې سا نیولې مرغاوي ته، د ښکاري سیخ شوی توپک، باغو او پټیو ته ډله شوي کلیوال
، د ښوونځیو د زده کونکو په چغار د کلې مات شوی چوپتیا او په ګودر کې دمنګیو تړنګا او د بنګړیو شړنګېدا ذګنال کوه.خو د کلنو راهیسې دا ټول دې بدل کړي. نوځکه له راتګ نه دې سخت وېرېږم.د زړه او د ژبې تر څوکې مې دغه غوښت
نه ځي او راځي،درېغه چې دا ژمی د شپې د سیوري په څېر اوږد شوی وای. که د ساړو لامله مو وجود لړځېدای،ژامې کړچېدای د واورې د راشو لاندې کېداي. خو څه د پسرلني عملیاتو نوم مو نه اورېدای.اوس د پسرلي له یاد سره ورانونه، ترټنه، وژنه زموږ ذهن ته رېلې کېږي.په تصور کې مې د غرو په لمنو او د بانډو په څنډو کې د پوځیانو سپینې خېمې، له پاسه د څرخکې آو الوتکې غړمبا، چې له وهمه او وېرې یې پر ځمکه واړه ماشومان د مور او پلار وزرو لاندې ننوځی، نارینه د سر او ښځې د عزت او ژوند د داوړو د خوندي کول په هيله سوړو اوڅمڅو ته ځانونه سپاري آنځوریږې. ښائي ته ووایی چې زه خو نه سړي ل
رم،نه سرتېري. نه کوتک اونه هم توپک.زما کار ښورونه،وېښونه اوپاڅونه ده. کل اختیار خپله یاست.چې زما حرکات او امکانات د چارو داصلاحاتو،د لازیاتو تعلیماتو تحقیقاتو، د زراعتي او صنعتي محصولاتو د ډېروالي لپاره کاره وې او که دعملیاتو. ګوره پسرلیه؛ټګي،برګي،پلمې او وعدې د ژوند د بنده ګانو او سیاستوالو هنر دي. هغوی په هره وجه چې وي ځانونه سلامت او نور ملامت ګڼي، لویي او بر تري یې د قناعت او قضاو ت جوهر سېزلي وي.لیکن ظاهري سپین والي یې دومره خطا اېستونکی دي. چې عوام بېدرېغه سر و مال ترې ځاره وي،خو هغوی د ورکړ شوو ژمنو س
ربېره د ملي شتمنیو نه یوه خاشه هم نه ورکوي. که الله توکلي یې لوټه په نښه ولګېږي بیا نو په ډېرو ویلو خپله خوله شړه وي او دنورو غوږونه کڼه وي. خو چې سل واره یې نښه خطا شي، په هغه باندې بیا دوهم ګړې او دریم ګړی لا څه ان لسم ګړي تورنه وي. پسرلیه حتمآ خو پوهېږې چې هره ښه او بده پېښه له مکان او زمان سره سخرۍ غوټه ده، عملیات په پسرلي کې شنه کېږي نه په بل موسم کې . ژمی د سړو او واورو په زور وسله وال بې وسلې کوي،د اوږدو ورځو ځاي لنډوشپو ته ورکوي، په رڼا تیاره خوره وي، لارې،کنډونه پ�
� واورو بنده وي،خړ سپېره او شین رنګ په سپین اړه وي.حرکت په سکوت او وېښتیا په ګنګستیا بدلوي. دلته چې جرم دې بربنډیږي.پدې چې ته هاغه ټول سدونه د عملیاتو له لارې اېسته کوي کوم چې ژمې یې مخه پرې ډب کړي وه .
پای محمد نقیب تره خیل