ګا ونډیانو مجبور کړوچی ستراتیژیک تړون لاسلیک کړو

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتيژیکو اړیکو تړون چی د تیرې سه شنبې په شپه په کابل کې د دواړو هیوادونو د جمهور رییسانو ترمنځ لاسلیک شو ددغه تړون له مخي تر ۲۰۲۴ کاله پوري په افغانستان کي د امريکايي پوځونو حضور په پام کي نيول شوي دئ چی وروسته به دافغانستان دپارلمان له لوری هم تصویب کیږې
لکه ځرنګه چی معلومه ده افغان ولسمشر حامد کرزي تيره اوونۍ په يوه خبري کنفرانس کي ډاډ ورکړ(( چي د هغه د هيواد له خاوري څخه به د هيڅ گاوندي هيواد پر ضد د پوځي عملياتو له پاره کار وا نه خيستل شي هغه وويل چي د متحده ايالاتو او افغانستان تر منځ د اوږدمهالي همکارۍ تړون د گاونډيو هيوادونو له پاره« گواښ» نه دئ، بلکي په دې تړون سره به د سيمي په «امن او ثبات» کي مرسته کيږي)) خوایران دافغانستان په ملي شورا کې د دې تړون د تصویبیدو د مخنیوي هڅې کوي چې ویل کیږي؛ د دې سند د لاسلیک کیدو د مخنیوي لپاره یې پراخی منډې او ترړې پیل کړی دې.
د اسوشيتد پرس خبري اژانس د يو رپوټ له مخي، چي د ايران د دولتي آژانس، ايرنا، په حواله ئې ورکړی دئ، د ايران د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي، چي دغه هيواد د افغانستان او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ د هغه تړون په هکله چي تيره اوونۍ د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي او د متحده ايالاتو د ولسمشر بارک اوباما له خوا لاسليک شو، سخته «انديښنه» لري د دغه تړون تر لاسليکولو وروسته دا لومړی ځل دئ چي د افغانستان يو گاوندی هيواد په دې هکله غبرگون ښکاره کوي ايران له ډير پخوا راهيسي د هري هغي موافقې مخالفت کړی دئ، چي د افغانستان په شمول د هغه په گاونډيو هيوادونو کي د امريکايي ځواکونو د حضور ضمانت وکړي په عراق کي هم تهران د متحده ايالاتو له پوځي شتون سره مخالف وو.
ايران پدې برخه کې خواشينی او وايي چې د افغانستان سربېره د ګاونډيانو له خوا د امريکايانو سره هر ډول تړون چې په سيمه کې د امريکا شتون ته جواز ورکوي   موږ ته منلو وړ نه دي ،د ايران د بهرنيو چارو ويآند رامين مهمانپرست د ايرنا خبري اژانس ته ويلي دي چې امريکا او افغانستان تر مينځ ستراتيژيک تړون به په افغانستان کې ستونزې زيآتې کړي او بې ثباتي به راولي چې دايران سره اوږده پوله لري. نوموړي زياته کړه چې د بهرنيو قواوو وتل به په دغه سيمه کې امن راوړي په کابل کې د مشرانو جرګې له رییس سره د ایران د نوي سفیر کتنه ښايي د هغو پراخو هلو ځلو یوه برخه وي؛ چې په وسیله یې ایران غواړي د افغانستان اومتحده ایالاتو ترمنځ د ستراتيژیکو اړیکو د رامنځ ته کیدو مخه ونیسي د مشرانو جرګې ځینې غړي وايي، د ایران سفیر ابوالفضل ظهروند د مشرانو جرګې له رییس فضل هادي مسلمیار سره په تعرفي کتنه کې له هغه وغوښتل؛ چې ملي شورا دې له امریکا سره د ستراتيژیکو همکاریو تړون رد کړي یوه سناتور محمد داود حساس چې په دې کتنه کې یې برخه لرله په کابل کی ورسنیو ته ویلی دی، چې د ایران سفیر دغه تړون د خپل هیواد د ملي ګټو پر ضد وباله ،تېره چهارشنبه د ایران نوی سفیر دلته راغی او د مشرانو جرګې له رییس سره یې د هغه په اطاق کې ولیدل، په هغه لیدنه کې زه هم وم. د هغه لومړنی خواست دا و، چې دا تړون (د افغانستان او امریکا ترمنځ ستراتیژیک تړون) د ایران په تاون دی باید رد شي موږ ورته په ځواب کې وویل، که چېرې تاسو تېر درېش کاله له افغانستان سره مو ښه دوستي رااخستې وای، دې تړون ته د لاسلیکېدو ضرورت نه وای.د ګاونډیانو له لاسه موږ مجبور شو، چې له امریکا سره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړود.
″په افغانستان کې د ایران نوي سفیر چې تقریباً په عصبانیت سره یې خبرې کولې؛ خبرداری ورکړ، چې که چیرې د امریکا او افغانستان ترمنځ ستراتیژیک سند تصویب شي، ایران به یې په اړه چوپ پاتې نه شي او عکس العملونه به وښيي ولی دایرا ن سفیر لاتر اوسه په دی نه پوهیږی ؛ چې افغانستان د یوه خپلواک هیواد په توګه په خپله د دې سند په اړه د پریکړې صلاحیت لري ایرانیو چارواکو پخوا هم په بیا بیا د افغانستان او امریکا ترمنځ له ستراتيژیکو همکاریو او په افغانستان کې د امریکا له پوځي حضور سره مخالفت ښودلی دی په کابل کې د ایران د سفیر وروستی هڅه د افغانستان په چارو کې د ایران یوه ښکاره لاسوهنه او د ډیپلوماټيک عرف پرخلاف ګڼله کیږي د افغانستان په داخلي چارو کې دا ډول بربنډ مداخله باید د منلو وړ نه وي، موږ چینلونه لرو، چې هغه سفارتونه دي. دوی باید د خپلو چینلونو له لارې باید د خپل دولت رسمي نظریات د افغانستان دولت ته وړاندې کړي او هغه د خارجه وزارت دی
د ايران د بهرنيو چارو وزارت ددی بیځایه اندیښنی  چي وایی امريکا له دې ستراتيژيک تړون سره غواړي، په افغانستان کي خپل پوځي حضور ته دوام ورکړي ،د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي د  دهغو اندیښنو په غبرګون کي دیکشنبی په ور ځ دمی دمیاشتی په شپږمه نیټه په کابل کی ویلی دی چی دا تړون ايران ته گواښ نه دئ بلکی په سیمه کی دنویوالې تر هګری دڅپلو له پاره ګټور بلل کیدای شې،موسی زي یو ځل بیا ټینګار کړی دی چي افغان حکومت تل د ایران په ګډون ټولو ګاونډیو او د سیمي هېوادونو ته ډاډ ورکړی دئ، چي د افغانستان او امریکا ترمنځ ستراتیژیکي اړیکي ئې په زیان نه دي،ده داهم ویلی دی چی هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چي د افغانستان خاوره د سیمي یا د کوم بل ګاونډي هېواد پر ضد وکاروي. خو له ګاونډیانو او سیمه ییزو هېوادونو څخه مو هم هیله داده چي له خاوري ئې باید د افغانستان سوله او ثبات زیانمن نه شې.پای سلام خان