ليک : پائندخان خروټی
چېرمېن : خلق ريسرچ اينډ انفارمېشن فورمدا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
جماعت اسلامي د خپل باني سيد ابو الاعلی مودودی(1903-1979)، ميا طفيل ، قاضی حسين احمد او اوسنی امير جاعت سيد منور حسن تر څارني او لار شوني لاندي نژدې 70کاله مذهبي او سياسی کړکېش لري. د پاکستان په سياسی او مذهبي سازمانونو او تعليمي ادارو کښي جماعت اسلامي او اسلامي جمعيت طلباپاکستان د خپل وحشت او دهشت وزرونه خوره ولي دي.
د جماعت اسلامي لپاره د خلګو په جذباتو باندي مشتعله مېله جوړه ول ډېر اسانه کار دي. فوجي حکمران او بالادستي طبقې جبرو استحصال ته شرعي او مذهبي جواز پيدا کول خو د دوي دپاره د پارټ ټائم کاروبار دی. د جماعت مفتيان او پروفېسران خو پښتانه او کشمير ي ځوانان په يوه اونۍ کښي خودکشي حملې ته تيارولو استعداد لري . پښتون افغان په خپل منځ کښي لاس وګرېوان کول د دوي دپاره تر چرګانو جنګولو هم آسانه کار دی. د دوي تعليمي او فلاحي ادارې تر مدرسو ډېر زوره ور جنګي خلګ پيدا کولو نرسرۍ ده . او پاته سوې دا خبري چي جماعت اسلامي په خپل اوږد تاريخ کښي مصري اخوانيان ، انډين کانګريس ، سعودي وهابيان ، ايراني اخونديان ، امريکي سامراج او پاکستاني جنرلانو کښي د چا سره ټينګه ياري پاته سوې ده ؟ خپل تنظيمي سياست 14اګست1947ورسته د نظريه پاکستان د فريم ورک مطابق بدلولو کښي دوي تاوان ډېر وکړی او که ګټه ؟ د قام او وطن په ورانولو کښي جماعت اسلامي د افغانانو ډېره پوره وړېده او که د بنګاليانو ؟ دوي د علما ديوبند له مذهبي فتوې او که له شرعي دلائلو زيات ويرېږي؟ افغانستان د پاکستان پنځمه صوبه جوړه ولو منصوبه ولي ناکامه شوه ؟ د خدمت ګاران في سبيل الله په اړوند په جماعت اسلامي باندي پښتانه ډېر مهربانه دي او که کشميريان؟ قاضي حسين احمد د جماعت اسلامي مسلسل تر شل کاله زيات امير جوړه ولو کښي کومه پښتون افغان دښمني پټه وه ؟وغيره هغه سوالات دي چي د جوابات دپاره تحقيق او معقوله دلائل بنيادي شرط دي .خو د پښتو د موسيقۍ په بڼ کښي د لر او بر بلبل عبدالله مقری په دې ډول په شور او غوغا دی چي :
زه دي پېږنم تور مخې، خو ملت مي نه پوهېږي
پښتون ستا د لاسه وران دي ، کابل ستا د لاسه چور دي
سيد ابوالاعلی مودودي په 26 اګست 1941کښي د خپل هم فکرو په مدد او مرسته د جماعت اسلامي هند له پليټ فارم څخه د خپل مذهبي او سياسي تنظيم پيل وکړي . د باني جماعت له نېکو ارادو او لوړ علمي استعداد څخه اختلاف خو کېدی سي مګر انکار نه سي کېدی. دا يوه خبره ډېره ښکاره ده چي دوي د قائد اعظم محمد علي جناح ، آل انډيا مسلم ليګ، او د پاکسان د جوړېدو سخت مخالفت کوي. قائد اعظم ته يې کافر اعظم ، پاکستان ته ناپاک ستان او د پاکستان جوړېدل يې د ټول متحده هندوستان د 40 کروړوانسانو مخالف لار ه بلله . ويل کېږي چي د قائد اعظم د مخالفت يوه پېلامه دا هم وه چي هغه عقيدتاًد شعيه مسلک سره تعلق لرئ. دغه تنظيمي مجلسونه نن هم په ډېره دليري باندي په پښتون بلوچ بېلټ کښي بيانوي په خپله ماضي فخر کوي مګر خپل ابتدائي ماضي بيا په پنجاب او سندهـ کښي نه سي بيانولی. هلته د تنظيمي لټريچرڅخه د قائد اعظم ، آل انډيا مسلم ليګ او پاکستان مخالفت خبري استلي دي او بلي خواته تحريک پاکستان او موجوده پاکستان خپل تحريک او وطن ګڼي . جماعت اسلامي هند او علما ديوبند هندوستان ، پاکستان کا مطلب کيا "لا اله الاالله" د مسلم ليګيانو سياسي شعار يې بللی . زه هک حېران پاته شوم چي د مولانا مودودي دست راست جسټس (ر) ملک غلام علي کتاب "خلافت و ملوکيت پر اعتراضات کا تجزيه "، ص 9 ناشر رضا پرنټرز لاهور 2009ولوست چي د دې خبري پخلی په دې انداز کوي :-
"مملکت خداد پاکستان ..... اللہ تعالی اسے قائم و دائم رکھے ۔۔۔۔۔۔۔ اس وقت روئے زمین پر مسلمانوں کی سب سے بڑی ریاست ہے ۔ یہ اس لیے وجود میں آئی تھی کہ اس میں کتاب اللہ و سنت رسول پر مبنی نظام و معاشرہ برپا ہو لیکن ہماری بدقسمتی کہ ہماری تمناؤں اور ارزووں کا یہ خواب تا ہنوز شرمندہ تعبیر نہ ہوسکا"
اوس نو که د جماعت اسلامي موجوده واکداران د خپل ماضي مخالف خود ساخته دلائل جوړه وي او اقرار يې په کتابي شکل کي کوي چي پاکستان د قرآن پاک او سنت رسول د نفاذ دپاره جوړېدی نو بيا خو سيد ابو الا علی مودودي او د دوی ملګرو يوازي د پاکستان جوړېدو نه بلکې د کتاب الله او سنت رسول الله باندي مبني نظام او معاشره جوړولو هم مخالفت کړی دی. دا د اوسني جماعت او د خپل باني تر منځ غټ تضاد پروت دی .
امير المومينين حضرت عمر فاروق ؓ په خپل دور خلافت کښي يو داسي سړی چي په هغه باندي حضرت عمر فاروق ډېر احسانات هم وو. د دين مبين اسلام قبلولو دعوت يې ورکړی هغه سړی په جواب کښي انکار وکړی او د امير المومينين حضرت عمر فاروق خبره يې ونه منله. حضرت عمر فاروق د هيڅ ډول زور زبردستي څخه کار نه واخيست بلکې د کلام پاک يو آيت مبارک يې ورته وه وائي چي " لا اکراه فی دين" ترجمه په دين کښي جبر نسته".
راځي چي د پورتنۍ آيت مبارکه په رڼا کښي په پاکستا ن او افغانستان کي ميشت مذهبي او عسکري تنظيمونو او په زيات د جماعت اسلامي پاکستان او حزب اسلامي افغانستان جاج واخلو چي د دوي کره او کوټه معلومه شي .دوي او دوي ته ورته تنظيمونو بنيادونه په زور او زبردستي ولاړ دي . په کابل او لاهور کښي په زنانو تېزاب اچول،د بنګال قومي قائد مجيب الرحمن په عوامي جلسه حمله کول.د بزرګ ترقي پسند رهنما عبدالحميد بهاشاني په سترګو کښي سره مرچ وراچول. روښان فکري ته د لادينيت نوم ورکول، د البدر الشمس انچارج خرم مراد پنځلس پنځلس کسه په يوه قطار کښي درول او بيا مړه کول. د بنګال په لکهونو زنانو عزت تار تار کول او په مرګ او ژوبله کښي د فوج او جاسوسي ادارو ملاتړ کول .په سپينه ورځ د تحريک انصاف قائد په عمران خان باندي په لاهور کښي حمله کول.په اسلام آباد يونيورسټي کښي د لورلائی طالب علم نصرالدين قتل کول . د پښتونخوا سټوډنټس آرګنائزيشن د چای پارټي په ورځ د ميوزک او اتڼ په وجه په ملګرو باندي په ډېره بې رحمانه ډول جبر و تشدد کول . په پنجاب يونيورسټي کښي بل چاته د تنظم سازي اجازت نه ورکول . پروفېسران په وينو رنګول ، د مولانا مودودي نازولی ځوی سيد فاروق حيد ر مودودي په جائيداد قبضه کول او د کور سامان په سړک غورځول ، او نوري داسي کڼ شمېر د جبر، تشدد او ذهينی اذيت ورکولو باندي د جماعت اسلامي تاريخ ډک دی چي د هغه اجازت نه په اسلامي شريعت کي شته او نه د پاکستان په قانون کښي . پر داسي موقع بابای پښتو غزل حمزه خان شينوارئ د انسانيت درس په دې آواز او انداز ورکوي:
دا شريکه دنيا واړه ځانته غواړې
ځکه داسي په دنيا کښي ځان په ځان شې
د مذهب نامه دي پرېښوه سړی خوره
ستا مذهب خو تا ته وايي چي انسان شې
له 1973 څخه بيا تر موجوده وخته پوري په پاکستان او افغانستان کي په لکهونو پښتنې جينکۍ او زناني د جديد تعليم او هنر څخه بې برخي پاته سوې. په پښتنه ټولنه کښي په زنانو تېزاب اچولو او جسماني تشدد کولو په ذريعه ډېر سخت خوف و هراس را منځ ته کړل. په تعليم يافته زنانو پسي پروپېکنډې رواني کړې په سياسي سوچ لرونکو باندي يې د الزامات او تهمتونه امبار جوړ کړی. د خپل روزلي او ساتلی ځوانانو په ذريعه د هغو د کورنۍ مشران ته دهمکۍ ور استول . مختصره دا چي د شک او د ويري څخه ډک يو سابنده چاپېريال يې جوړکړی. او زناني يې تر خپل چار دېواري محدوده ساتلو دنده تر سره کړه . دا پښتنه پښتون لاله نه کوي چي د دغه مذهبي ګوندومشرانو خپلي لونړی د تعليم دپاره د يورپ او امريکه جديد تعليمي ادارو ته استوي او اوس يې په پارليمنټ کښي له ځانه سره کښېنولي دي . د دې معنا دا شوه . چي جديد سائنسي تعليم د دوي او دوي اولاد دپاره جائز دی مګر د نورو دپاره بيا کفر دی .
د دين مبين اسلام د افاقيت په رڼا کښي جماعت اسلامي دا مني چي د امت مسلمه په منځ کښي به هيڅ قيسمه کرښي او حد بندي به نه وي . مګر جماعت اسلامي والا ډيورنډ لائن حمايت کوي. دلته بيا دوي پاکستانيان سي . دوي تر ننه د افغانستان خپل واکي په زړه نه ده منلې ، دا پروپېګنډه اوس هم روانه ده چي 27 اپريل 1978د ثور انقلاب او روسي فوجيا نو افغان وطن ته راتګ په وجه افغان جهاد شروع سو . حالانکې د قاضي حسين احمد، کرنل امام او نصير الله بابر خپلی خپلی انټريوز په ريکارډ پرتې دي دوي درې سره جدا جدا دا دعوی کوي . چي تر افغان ثور انقلاب پنځه کاله مخ کښي يعني په 1973 کښي دوي پروفېسر برهان الدين رباني، ګلبدين حکمت يار ، احمد شاه مسعود او مولوي دين محمد وغيره پاکستان ته راوستل دلته يې تربيت ورکړی ، عسکري ونګ يې ورجوړل کړی ، دافغان او افغانستان په خلاف يې استعمال کړل . دا بېله خبره ده چي دا ټوله په سر کښي په يوه سره خدائ راحم سره ګډېږي. وس دا معلومه ول چي په قاضي ،بابر او کرنل امام کښي دا خلګ لومړنی وار چا راوستي دي ؟که پنځه کاله تر افغان ثور انقلاب مخ کښي د سازش او بغاوت دپاره دلته تربيت سوي دي. نو بيا افغان خلقي مشران خوبې ګناه ثابته شول او د سويت يونين په سرو لښکرو تور لګول خو بې ځايه خبري دي . ځکه چي تر انقلاب پنځه کاله مخ کښي دوي تربيت کول افغان جهاد نه بلکه پښتون افغان دښمني ده .
د جماعت اسلامي اخلاقيات يوازي تر خپلو کتابو او خطبو محدود دي .په کراچي ښار کښي بهته خوري او غونډه ټيکس په اړوند د پاکستان سپريم کورټ يوه مياشت مخ کښي د دوي له کرکجنو مخونو پردې لري کړې. د اسلام او جمهوريت تر ټولو غټي دعوې دوی کوي . مګر د مکار ضيا الحق او پرويز مشرف ملا تړ پوره شل کاله دوي کاوئ. د دې دوو فوجي مارشالاوو په ظلم ، جبر ، فرقه واريت ، هيروين او کلاشنکوف کلچر ، طالبان او القاعده ساز ول او خرڅولو کښي دوی برابر شريک دي. د اسرائيل او امريکې اسلحې او نغدي پيسې په افغانستان کي تر پارون دوي استعماله ولې ، د عرب ، چيچن او افريقه جنونيان او سزايافته قيديان دوی راوستل . د مسلم دنيا خلګ په دې قانعې کول چي امريکن تر روسيانو ډېر شه دي، امريکن خو اهله کتاب دي ، د دوی سره نکاح جائز ده . چي کله د دوی ټهيکه ختمه سوله نو جماعت اسلامي يو ځل بيا په يوه نوې جذبه د خلګو د غولولو دپاره د پرويز مشرف او امريکن په خلاف فرينډلي ډزي شروع کړي دي . اسلامي جمعيت طلبا پاکستان کتاب(د شهيدانو په ډائريکټري )کښي خو يې د ګوجرانواله ، جړانواله ، لاړکانه او فيصل آباد وغيره هغه ځوانانو فوټوګان لګولي دي چي هغه په خوست ، کابل او جلال آباد وغيره په جنګ کښي مړه سوي دي. موږ د ريکارډ لپاره دا غواړو چي د جماعت اسلامي د ټاپ ټين په خاندانانو کښي څله يو شهيد يا غازي نشته ؟؟؟
په خپله يې د ايراني اخونديانو سره مسلسل ربط و تعلق جوړ کړئ دی . د ايران په هر فنکشن کښي باقاعده ګډون کوي . شعيه ايراني بدلون ته اسلامي انقلاب نوم ورکوي . مګر په پښتني ټولنه کښي بيا د دوي عقيده د سنی حنيفی جوړه سي . دلته بيا د ايران او شعيه مسلک متعلق خپله اراده او عقيده تر "سپاه صحابه پارټۍ" هم سخته ښکاره کړي. په پاکستان کښي د مسلم ليګيانو په ضد او په افغانستان کښي د ايرانيانو په ضد پښتانه غولوي .
د ديوبند مکتبه فکر په زياته جمعيت علما اسلام پخوا ډېره ښکاره او د متحده مجلس عمل جوړېدو ورسته لږ په پټه د "ايک مودودي: سو يهودي " خبره کوي.يو کتاب " فتنه مودوديت " تاليف شيخ الحديث حضرت مولانا محمد ذکريا کاندهلوی ، مقدمه او حواشی محمد شاهد سهارنپوري په دې کتاب کښي د سيد ابو الا اعلی مودودي پور نوم اخستل هم خوند نه ورکوي . په ټول جماعت اسلامي او په زياته مولانا مودودي باندي ډېر اعتراضات کړي دي. د ديوبند علما کرام دوی ته منکر حديث، منکر دجال ، صحابه اکرام او ايمه اربع ګستاخي تور په لګوي . د دغو ټولو اعتراضاتو جواب ويل خو د ديني عالمانو کار دی چي د قرآن او حديث په رڼا کښي يې سره سپينه کړي. زموږ دغه غړغشه جوړېږي چي د دوي پښتون افغان دښمني او بربادي په هکله د دوي ټولي خيرني ارادې او دسيسې په ګوته کوو.
وس د يو غټ سازش تحت قبائلي مشران په مذهبي ګوندونو کښي د شامله ولو کار په ډېره چټکتيا سره مخ په وړاندي روان ده. صوبائی اميدوار جوړولو لالچ ورکول کېږي ، شخصيات او مفادات د پاره نظريات تر پښو لاندي کېږي . بيا به دغه خلګ په راتلونکی اليکشن کي د خپل قامي پارټيانو په ضد استعمال کړي چي پښتون قامي سياست په قبيلوي جنګ بدل شي . قبيله پرستي پوهان له خيانته او ناپوهان يې له جهالته کوي . په دغه رجعتي عمل کښي د ځينو سفيد پوش خلګو لاس، خواخوږي او پيسه هم شامله ده؟؟؟
راځي چي د دين اسلام او پښتو په دائره کښي دننه د پاکستان او افغانستان د غوره سباوون لاري چاري و سنجوو ، د ميني خوره ول او کرکي ختمولو لپاره يو بل ته په اخلاص لاس ورکړو ، د زيار کشي طبقې په خاطر د جنګ او جدل پر ځای امن او سوله رامنځ ته کړو. که چيرته موږ په ګډه اولس دښمنه بالا دسته طبقه بمعه سټيک هولډرز خپل خپل قام ته ورپېژندل او د اشرارو ناوړه نيتونه او ناروا کارونه مو نړيوالو ته بربنډه کولو پړاو پورا کړی نو بيا به ټول ملت او امت له بېلتون څخه د پېوستون په لار روان شي . د خلق خدا خدمت د خالق حقيقي اصل عبادت دی .
چي په نوم پښتون غوڅېږي پرې خوښېږي
اورنګ زېب داسي باچا دی د اسلام
په ډېره مينه او مننه