ولی محمد« نورزی»
«دچنګاښ(سرطان) او ثور(وری) فوځي پاڅون په هکله ».
لنډی خبری اتری او تیری دیرش کلنې خاطری او څیری.
کوم وخت چه د افغا نستان د شاهی نظام په منځ کې د کورنیو غړود نا خوالواو شخصي شخړو له امله سیاسې بدلون را منځ ته شو، او د چنګاښ کودتاه د ظاهر شاهی سلطنت ورو ستي ستني له بیخه او ریشي وکښلي.نوهغه وخت هیچاه دا سوچ او تصورنه در لودې چه ګوندی د افغا نانود بد بختي، بی اتفاقې،بیغوري اوبی وزلې وختونه به پیل شي.
دغوایی کود تاه چه هیچا یی انتظارنه درلودي د افغا نستان دغه کړکیچن حا لت یي نور هم یوه په دوه کړي او په لوی نا تاراو کړاوونو یی بدل کړي. اسلامی بنسټ پال چه د سردارداؤد پر نظام یی هیڅ باورنه درلودې او څو ځله یی د نوی جمهوری نظام پر ضد د بغاوت او جګړو لاره خپله کړی وه آرام نه کښینستل.دغه بنسټ پاله ډله د سردارداؤد د رژیم پرخلاف را پورته شول، ولی ډیر ژرد نوی رژیم لخواه سخت وځپول شول او په منډو منډو ګاونډې هیواد پاکستان ته وتیښتیدل.پاکستان چه لا وختي دداؤد د نوی حکومت پرضد وو. ډیرژریی هغو ورغلو مرورواسلامی بنسټ پالوته هرکلي ووایي او په ډیر عزت یي ټوله هلته یی میشت اواستوګن کړل اود نظامی مرستو وعدي ورسره وشوی.
دسردارداؤد نوی رژیم دده دځینو ملګرو اود خلق ددموکراتیک ګوند دغړوپه مرسته منځ ته راغلي. سردارداؤد ددولت په حکومتي چوکاټ کي د افغانستان د خلق ددموکراتیک ګوندغړوته د وزارت تر کچي پوری لوړ مقامونه ورکړل او هغوی یي په خپله کابینئه کي ورګډ کړل، ولی داؤد خان ډیرژرد خپلو محا فظه کارانو مشاورینو لخواه و دي ته چمتو شو چه کرار کرار خپل ځان د خلق ددموکراتیک ګوند د غړو د ملاتړ څخه لیری کړی.په ډیره لنډه موده کي داؤد خان د خلق ددمکراتیک ګوند غړي له کا بینی څخه وشړل او ځان یی خپلواک او یو سری قهرمان اعلان کړی. که څه هم د افغانستان په ملی اردوکي د افغانستان د خلق ددمکراتیک ګوند غړوډیر مهم او اغیزمن رول درلودي، ولی داؤد خان نورددوي کمک او مرستي ته اړتیا نه درلودله .سرداؤد خان د خپل جمهوریت په دوره کي لویه جرګه دایره کړه اود افغانستان اساسی قانون یی هم جوړکړی.ددولت په خصوصی، اقتصادی اومدنی سکتورونوکی هم ډیرتغیرراغلي اوډیر قانونونه جوړاو دعدلیه وزارت لخواه توضیح او توشیح شول.داؤدخان چه نوریی د خلق ددموکراتیک ګوند سره د ملګریتوب اړيکی ښکولي وی اوغوښتل یی چه دوي دسیاسې له ډګر څخه هم وباسي. او خپل ځان په خپله حما یه کړي.
په ۱۳۵۷ لمریز کال دثور(وری) د میاشتی په پیل کي د خلق ددمکراتیک ګوند یو لوړ پوری غړي میراکبرخیبر په سپینه رڼاورځ په کابل کي ترورشو او دهغه دښخولو په مراسموکي د خلق دموکراتیک ګوند ډیرو غړو لکه نور محمد ترکی او ببرک کارمل په ګډون د رهبری ټولوغړو ګډون وکړي اود هغه دناڅاپه تروراو وژل یی ډیر سخت وغاندي.دوي درژیم د چارواکو څڅه وغوښتل چه ډیر ژردمیر اکبر خیبر وژنکي پړ کسان پیداکړي.ولی داؤد خان ددي موقع څخه ګټه واخیستله او دګوند درهبری ټوله کمیټه یی د جیل او زندان تړلو کوټو ته واچول او دڅیړني او تحقیق لړۍ هم ډیر ژر پیل شوه.
لکه څنګه چی مي مخکي وویل د افغانستان په ملی اردو کي د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند ډیر غړی روزل شوی وو. او هغوي هم ډیر ژر دخپلو رهبرانو د آزادولو او خلاصولو په موخه یو منظم پاڅون ته ځان چمتو کړي او په ډير لنډ وخت کی یی د سردارداؤد خان نوي جمهوری نظام ړنګ کړي او ددولت ټولي چاری یی په لاس کي واخیستلي.دوي خپل زنداني رهبران بندیان را خوښی کړل.ددوو دری ورځو په موده کي دواکمن ګوند انقلابی شورا جوړه شوه او د زاړه رژیم ټول چارواکي یی بندیان کړل.
دافغانستان د خلق ددموکراتیک ګوند فوځې غړو د پاڅون( انقلاب)تر نامه لاندی د انقلابی خوځښت لړۍ پخپله پیل کړه او دي پاڅون ته یی( دثورد انقلاب نوم ورکړی) نوی رژیم دنظامې، اجرائیوی مقنني قواوو او د سیاسی نظام د جوړښت ټول مسئولیت په غاړه واخیستي. انقلابی شورا ډیر ژر بیړنۍ فرمانونه صادرکړه.نوی دولت د حکومت په تشکیلاتی چارو او بستو کي خپل ګوندی چارواکي وګومارل. دغه نوی چارواکي ددولت په چاروکي کاری تجربی نه درلودلي .په دی هکله هیواداوخلک دیرژر ددولتی او حکومتی کارخانی په رسمي چاروکي د ډیرو ستونځو او کړاوونو سره مخا مخ شول. ډیر ګوندی ښوونکي والیان رئیسان اوو زیران شول او زاړه مامورین نوریا له کاره وغورځول شول او یا هم دخپل بست په ټیټو بستو کی مقرر شول.
دولتی او حکومتی اداری د پخوانې نظام د غړوڅخه خلاصی شوي او پرځای یي نوی تازه کارو بی تجربی ځوانانو دنوی نظام د اعتبار وړمامورینو ځای ونیوي. انقلابی فرمانونو د افغانستان د تاریخی نظام او اسلامی عقیدوي جوړښت اساس د ټکر سره مخا مخ کړي. داووم او اتم لمبر فرمانونو د افغانستان د اسلامی جوړښت او ساختمان پرضد یو ناوړی ګام وبلل شو. دهیواد مخوراوسپین ژیری مشران چه د کلنو کلنو راهسې یی د خلکو په منځ کي ځانګړی ځای درلودی ډیرژر بیله کومي جنایي قضیه دجیل او زندان دروازو ته واستول شول،او بیا وروسته کرارکراربیله پو ښتني او محکمي د تل لپاره د ژوندانه د حق څخه هم محروم شول. دغه مشران بیله دي چه دنوی انقلابی رژیم په اړه څه ووایی د اخوان المسلمین او مر تجعینو په نامه دخپلي علاقي دګوندیانوپه سپا رښتنه متهم او پړ وګڼل شول.ځینی مشران او متنفذین دمرګ له ویری د هیوادنه وتښتیدل او دګاونډی هیوادو پاکستان او ایران پر لور روانشول، او هلته دنوي رژیم پر ضد دنورو مخالفو مرورو افغانانو سره یوځای شول او دنوی رژیم د چټک غبرګون اود هغه په له منځه وړلوکي ټینګ ودریدل او خپلی هڅي یی نوری هم ګړندی کړي.
شمالي ګاونډی شوروی اتحاد ددي کړ کیچنې وضعې څخه هم ګټه پورته کړه او ډیر ژر یی نوی سیاسی نظام په رسمیت و پیژاندی.شوروی اتحاد د خپلو ستراتیژکو هدفو لپاره د نوی نظام سره ددوستي او همکارې نوی تړون لاس لیک کړي او ځان یي په سیمه کې د تودو اوبو د رسولو لپاره د افغا نانو تر ټولوخواخوږی اونژدی دوست اوملګری وګڼي.شوروی اتحاد دنوی رژیم په موافقه د فوځی مرستی لپاره ځانګړي پروتوکول امضآ کړي او دهوای او ځمکنی قواووسره دنوی انقلابی حکومت سره د مرستي هوډ
او ملاتړ اعلان شو.ددوستي او ښه ګاونډیتوب اړیکي د ستراتیژیک تړون پر بنسټ د فو ځې مداخلي لاري هواری کړی. شوروی اتحادپه ډیری چټکي سره د افغانستان د سیاسی حرم هوا اوځمکه ترخپلی اغیزې لاندی راووسته او په زرګونوشوروی فوځی سپاهیانو د هوایی اوځمکنې قواوو درنو وسلو په ملتیاسره د هیواد په دننه کی بشپړ کنترول په لاس کي واخیستی اود افغانستان د سیاست نظامی او سیاسي اصلې ډګرته یی ور ودانګل.
له بلی خواه پاکستان د امریکي او غربی هیوادونو په مرسته افغانی اسلامی بنسټ پاله ډله چه لا وختی پاکستان ته ورغلی وو ، ډیر ژر په عصری پر مختللو وسلو او مهماتو سمبال کړه او دنوی افغانی نظام پر ضد یی را و پارول. دلته دامریکا او شوروی اتحاد یعنی د امپریالیزم او سوسیالیزم تر منځ د ساړه جنګ بد مرغه سړه جګړه دافغا نانو په منځ کي شروع شوه.افغان د افغان په مقا بل کي په جګړو کي را ښکیل شو او ګټه یی یواځي بیګانوو خارجیانو ته رسیدله. امریکا د کاله څلورسوه اتیا (۸۰ ۴) میلیونه ډالره ځانګړی پانګه د افغانی مجاهدینو په نا مه د کنګرس لخواه منظوره کړه او د پاکستان د حکومت له لاری یي افغانی مجا هدینو ته ورکړه تر څو دجنګ ډګر تود وساتی. امریکا د افغانی مجا هدینو سره د مرستی لاس داسی ور اوږدکړی چه ګواکي هلته په افغانستان کي اسلام په خطر کی دئ او امریکا یان غواړی چه اسلام ددی خطرڅخه وژغوری اوافغانان به داسلامی خطر څخه خلاص او نیک مرغی کړي.
د امپریالیزم او سوسیا لیزم سړو جګړو دا فغانانو پلارنی ټا توبی دړی وړی کړي او په زر ګونه افغا نان ددواړوخواووڅخه ددي جګړی په وجه دمرګ کندی ته ولیږدول شول.
لنډه داچه نه امریکا د اسلام د ساتلو لپاره مټی را نغښتي وي او نه هم شوروی اتحاد د افغانانو د سو کالي او آرامی لپاره یی هلی ځلی کولی.ولی افغا نان په خپلو منځو کي په سختو جګړو کي یو له بله سره د تن په تن په جګړه کی بوخت شول. وروردورور په مقابل کي اویوقوم دبل قوم اوټبرپه مقابل کي سره وموښتل او ګټه یی پردو ته رسیدله. زمونږ دښمنانوورته کتل اوخوند یی تری اخیستې چه افغانان څنګه یواو بل سره وژني.
شوروی اتحاد د افغا نستان د خلق ددموکراتیک ګوند دغړو په منځکي هم درځ وا چوې.شورویانو د حفیظ الله امین په واسطه نورمحمد ترکی له منځه یووړي او بیا یی ډیر ژرد خپلوعسکرو پواسطه حفیظ الله امین دیوی لویی دسیسی په وجه په مرمیو سوری سوری کړي.کوم وخت چه د امین نظام ړنګ شو ، نو شورویانو بیا ببرک کارمل چه لا وختی یی په نظرکی نیولی وو د تاشکند راديو له لاری د کابل افغانستان په رادیوکی خپله بیانه اعلان او بروټکاست کړه. شورویانود ټانک او کلاشنیکوپ په زور ببرک کارمل چه پنځه فیصده یی دخلکو ملاتړ د ځان سره نه درلودی د افغا نستان پر خلکو باندی په زوره پاچا کړي .ببرک کارمل د شورویانو دیوی ريښتنې دوست اوملګری په توګه خپله وظیفه په ښه توګه سره سرته ورسوله اوافغانستان یی پرته له شوروی نه د نړی د آزادو هیوادونو په ډله کی نا ممکنه وبالی. او د افغانستان موجودیت یي يواځې او یواځی د شوروی دوستي او همکاری په پالنی پوری مهم عامل او شرط وګاڼي.
ببرک کارمل د شورویانو په مشوره د خلقیانوپاته ډله چه د حفیظ الله امین او ترکی په لیکوکي شامل وو. ډیر ټینګ وځپل . یوه برخه یی دپلچرخي جیل ته وا چول او بله برخه یی د لوړو چوکیو څخه لیری کړل او دریمه برخه یی چه محا فظه کاره او دقدرت او چوکی غوښتونکی کسان وو، د کارمل اوملګرو لخواه ددولت په ټیټو او بی صلاحیته تشکیلاتی بستوکي مقررشول.دغه خلقیانو دکارمل په دولت کي نوی چوکي ترلاسه کړی.
دپنځو کالو وروسته شوروی اتحاد د ببرک کارمل دزړی دوستي اوملګرتیا څخه بیزاره شو او دهغه دځای ناستي په لټه کي شو. دا ځکه په دغه وخت کی د بریژنیف واک ختم شوی او خپل ژوند یي هم له لاسه ور کړی وو. ولی دشوروی نوی مشر میخائیل ګربا چیف هم دکارمل ددولت داری دکړونو او دخپلوعسکرو د دزیاتو تلفاتو څخه خو شاله نه ښکاریدي.په دی وخت کي دشوروی نوی رژیم د بازسازی نوی پلانونه هم پکارواچول.
شورویانود افغانانوله منځه خپل بل وفادارملګری د« کی جی بی» په مکتب کی روزل شوی اجنټ د افغانستان د خاداو امنیت لوی رئیس داکترنجیب الله د واک نیولو ته وهڅوي او ډیر ژر یی دولتی واک په شین زورد ببرک کارمل څخه دده له موافقی نه پرته داکتر نجیب ته وسپاري.دببرک کارمل ډلی شورشونه وکړه ولی ځای یی ونه نیوی.
داکتر نجیب الله هم د روسانو ټول پلانونه د روسي مشاورینو په واسطه عملي کړل اود ټولو دولتی ادارو تشکیل یی د روسانو په مشوره د شوروی اتحاد د اداروپه څیرونومول شول. هغه پخواني اداری تشکیلاتې سیستم له منځه ولاړي. او پر ځای یی د شوروی نظام د تشکیلاتو ادارو دنوو نومونو سره منځ ته راغلي. لنډه داچه روسانوغوښتل چه دداکترنجیب الله په کومک د خپلو عسکرو د وتلو پلان عملی کړي او دا لس کلن ناورین ته دپای ټکې کښیږدی اوهم دارنګه دنجیب رژیم ته خپله فوځي مرسته جاری وساتي.
دشوروی اتحاد د سره فوځ لس کلن تیری د افغانستان پر خاوری باندی ناوړه اغیزه واچولي.شوروی په خپل هیواد کي دننه په اقتصادی ستونځو اخته شو اود افغانستان څخه یی ډیرژرد وتلو پلان طرحه کړي. شوروی اتحاد د افغانستان څخه وواتي ولې په زرګونه عسکریی په جګړوکي له لاسه ورکړل.د شوروی اتحاد د وتلو وروسته بیا هم افغانی دولت خپل واک له لاسه ورنکړي حکومتی او نظامی اداره یی فعا له وساتله او ددښمن په مقابل کی ځواکمن واک او قدرت شمیرل کیدی.
شورویان ډیرژرد افغانستان څخه ووتل مګرخپلی نظامی اواقتصادی مرستی یی جاری وساتلې.دوي دداکتر نجیب ددولت سره هر ډول مرستو ته غاړه کښیښوده او افغانی فو ځیان یی په ټولو عصری او جنګی وسایلو سمبال کړل، او هم دارنګه د اقتصاد او سوداګری په برخه کی یي هم د خوراکی توکو به میلیونونو ډالرو مرستی وکړلي.
بل طرف ته پاکستان او غربی هیوادونو هم د مجا هدینو سره د ملاتړ اعلان په ډاګه کړی. د افغانانو مجاهدینو مؤقتي اداره چه د پاکستان او امریکا په فوځی او اقتصادی ملاتړ او مرستی سره جوړه شوی وه او هغه وخت په پیښورکی وه. پر افغانستان باندی یی دیوی لویی ستری حملې د چمتوالې پلانونه پیل کړل اودا حملي یی د قبایلی لوی ښار پیښورله لاری د افغانستان د ننګرهار ولایت پرسرحدی بندرتورخم باندی پیل کړلي.
دداکترنجیب فوځی قواوو د مجا هد ینو د مؤ قتی دولت چه د پاکستان او غربی هیوادونوکلک پوره ملاتړ ور سره وو، سخت وځپل او په ځغاسته د ډیرو تلفاتو سره بیرته پاکستان ته ولاړل.ددي جګړی بریالیتوب د داکتر نجیب نظامی ځواک ته نوی روحیه ورکړه او افغانی جنرالان اوفوځیان په مډالونواوستاین لیکونو سره و ستایل شول. د مجاهدینو مؤ قتی اداره مجبوره شوه چه دیوی بلی لاری د خپلو بادارانو په مشوره د افغانستان پر دولت باندی خپل زور وآزمایی او دداکتر نجیب دولت ژر نسکور کړي.دوي د کابل پر ښار باندی ړانده راکټونه را وغورځول چي په ترڅ کي یی ډیر بیګناه افغانان شهیدان او یا معیوب شول.دداکتر نجیب دولت په افغانستان کي د شوروی اتحاد د سکاټ او لونا راکټونه د پاکستان پرقبایلو سیمو باندی ورحواله کړل، کوم چه مجاهدین پکښي میشت وو. لنډه داچه جګړی نورهم زور واخیستي.
امریکا او غربی هیوادونو د ملګری ملتو له لاری د افغانستان دکښالي د حل لاری ته جوګه شول . ملګری ملتونو او د امنیت شورا د افغانستان په هکله هم ژر خپل فیصله اعلان کړه او« بینان سیوان» یی د خاص استازی په توګه افغانستان ته را ولیږی.
.بینان سیوان دنده ترلاسه کړه چی په پاکستان کي د مجاهدینو د مؤقتی حکومت د غړو سره وګوری او بیا به وروسته د داکتر نجیب د حکومت د غړو سره د مذاکرو او مشرو ناستي جوړي کړي.دواړې خواوې په دي رازی شولې چه د ملګرو ملتونو په چوکاټ کی به یوه څو کسیزه ګډه کمیټه جوړوی اودا کمیټه به په افغانستان کي د قدرت اوواک د انتقال دلیږدونې ټولي چاري پر مخ بوزي او ددواړو خواوو استازی به پکښې شامل وي.«بینان سیوان »اسلام آباد او کابل ته څو ځله سفرونه وکړل او ټولي چاري ډیری ښي پر مخ روانې وي.ولی دداکتر نجیب دحکومت په دننه کي ځینی چارواکي د« بینان سیوان» د پریکړو سره رضایت او موافقت نه درلودله، دوي په ښکاره اوپټه د نجیب د پلانونو خڼډ شول. دغي ډلی لمړی په مزارشریف کي د خپل نا رضایت شورشونه جوړ کړل او بیا یی د نجیب ددولت تر ټولو لوړ پوری چارواکی دامنیت اوخاد لوی وزیر داکتریعقوبی په خپل دفتر کي په قتل ورساوی او وروسته یی د مزاری شریف یاغی جګړه مار قوماندان دوستم کابل ته را وغوښتي او دهوای ډګرچارچارپیره دامنیت ټولی چاری یی ددوستم دجنګیالانو ترکنترول لاندی راغلی. داکتر نجیب په خپل کورکي د خپلو ملګرولخواه تهدید شو او دواک ټولي ستني یی ماتی شوی. د مخابری ټولی اړیکي یی د ټولی نړی سره وښکیدلی اودیوه عادی انسان په توګه د خپلو ملګرو لخواه په خپل کورکي ګروګان اوبندی شو.دداکتر نجیب دولتی او نظامی ټول واک نورد ده سره نه وو.
داکتر نجیب غوښته چي دافغانستان څخه هند ته وتښتي ولی ددوستم ځواکونه چه لا وختی د هوا ډګر پر شاوخواه راګرځیدلی وو پری نښودل شو چه مخکي ولاړشی. داکتر نجیب د خپل ورورسره په کابل کي د ملکرو ملتونو دفتر ته سیاسی پناه یووړه او هلته یی ځان تسلیم کړي. د نجیب دوطن ګوندی غړو د ملګرو ملتونو« د بینان سیوان» پلان شنډ کړی او په پاکستان کي د مجاهینو د مؤ قتی اداری سره یي د واک پر سر خبری شروع کړی. لنده داچه مؤ قتی اداره ډیر ژر د حضرت صبغت الله مجددی په مشری کابل ته د واک د اخیستلو لپاره را ستانه شول او مجددی د ګرده افغانستان د لنډ مهالی حکومت د رئیس په تو ګه وګومارل شو.
دافغانستان ملی فوځ چه پیړی پیړی یی دافغانستان د خاوری او ځمکنی تمامیت په ساتنه کی یی مهم رول در لودی د جهاد مجا هیدنو ته چه په سرکي یی د اسلامی جمعیت لوی قوماندان احمدشاه مسعود شامل وو په رسمی توګه د ټولو جنګی وسایلوسره ور ته تسلیم شو.مسعود دافغانستان داسلامی مؤقتی جمهوریت ددفاع وزیر په توګه وګومارل شو او د افغانستان د فوځ دټولو نظامی تجهیزاتو او وسلو کنترول او صلاحیت وروسپارل شو.دنجیب دوطن ګوند مرکزی کمیټی د سیاسی بیرو غړي او د ملی فوځ افغانی جنرالان د مسعود سره دي موافقی ته ورسیدل چه دوي به واک پریږدی او په مقابل کی به ټول واک اوقدرت د مجاهدینو موقتي حکومت ته ورسپاری. که څوک غواړی د افغانستان څخه ووځې بیله قید او شرطه سیاسي پاسپورتونه به تر لاسه کړي او هم به ورسره نقدی مرستې ترسره شي. چه دا کار بیا هم د عمل په ډګر کی پلی او عملی شو.
دمجاهیدنو لنډ مهال حکومت چي په خپلو کي سره جوړ نه وو ډیر ژر دواک پرسر سره بی اعتباره او بد ګمانه شول.نوی موًقتی حکومت بیله دي چه د هیواد نوري چاري سرته ورسوی په خپلو منځو کي په سختوجګړو کي سره را ښکیل شول. دوحدت ګوند،د خلیلی ومحقق او مزاری په مشری،حزب اسلامی د ګلب الدین حکمتیار په مشری ، داسلامی جمعیت ګوند د ربانی او مسعود په مشری،د اتحاد اسلامی ګوند د رسول سیاف په مشری ،دنجات ملی جبهه د صبغت الله مجددی په مشری ، محاذ ملی اسلامی د ګیلانی په مشری، داسلامی ګوند بله ډله د يونس خالص په مشری، حرکت اسلامی د مولوی محمد نبی په مشری اوهم دارنګه د جګړه مال دوستم جنګی ډله د پخوانیو پر چمانو په استازیتوب دجنبش انقلابی په مشری دکابل په زړه کي د جګړی ډګر دومره تود کړی چه هره ورځ په زرګونو بیګناه انسانان ددی خونړیو جګړو قربانی شول. دغه جګړه مارانو ډلو ټپلو د کابل ښار بیخي وران کړي اوپه زرګونو افغانانو خپل خوږ ژوند له لاسه ور کړي. دغه توپکي ډلی به کله دیوی ډلی سره او کله دبلی ډلي سره جنګیدلی او کله به هم سره جوړی راغلی او دخپلو هدفو لپاره یی ټول ملت تباه کړی. د تعجب خبره خولا داده چي ملګری ملتونه، غربی نړۍ او امریکا په دغو ټولوجنایاتوباندی سترګی پټی کړی وی.او دخپلو پخوانیو ملګروسره یی ددغو جنایاتو، وحشت اوانسان وژنی هيڅ مخنیوی ونه کړی او نه هم دوي دروغي جوړي لاري چاري لټولي .
دغه جګړه مارانو نه يواځی خلک مړه کړل بلکه ددولت ټوله شتمنی یی لوټ او تالار کړل. د افغانستان ددرو سووکلنو ټولي عایداتی سر چینې یي له منځه یووړي چي ښکاره نمونه یی د جنګلک فابریکه، دحجاری او نجاری فابریکه، د بګرامیو نساجی فابریکه ،د پل چرخی کارخانې او دهیواد نوری په لسګونو ټولی زیرمی او شتمني دوزارتونواوارګ په شمول ټولی لوټ او چور شولی.ددولتي نظامی تجهیزاتو لویه پانګه د تل لپآره بیخی له منځه ولا ړه. او یا و پاکستان ته انتقال شوه. دافغانستان په تیر پنځه زره کلن تاریخ کي هیچاه دومره خیانت اودرغلی نه ده کړي لکه چه په دغه وخت کي د نجیب پرضد اپورتونستانو ډلواود پاکستان څخه راغلومجاهدینو په لاسونو چوراو چپاول و شوي اوتر ننه پوری دخپل ګران هیواد افغانستان سره ددي خیانت اودرغلی پوښتنه، څیړنه او تحقیق نه دی شوی. او نه هم په دی تور څوګ ګرم او ملامت دي.
د یوی معتبری سرچینی په حواله د افغا نستان د حربی وسایطو اوتجهیزاتو شمیر د مجاهدینو دراتګ د مخه په لاندی ډول سره ښودل شویدی:
. د وسایطو او مهماتو اضافی پرزی د ۵ ملیاردو ډالرو په ارزښت.!
. سپکه سلاح یو میلیون قبضی.:۲
۳:مختلف توپونه او هاوانونه ( ۶۰۰۰۰۰ ) میله
۴:ټانکونه( ۲۵۰۰ )عرادی او زرهپوشونه( ۳۰۰ ) عرادی .
۵:ترانسپورتی عرادی( ۲۹۰۰۰ )
۶:میگ، ښکاری طیاری او هلیکوپترونه (۴۵۰)فرونده دانی.
۷:دمخابری دستگاوی اود لوژستیک اواستحکام دستګاوی( ۴۸۰۰) دانی.
۸ : دسکاد توغندی دستگاوی ۸ دانی .
. ۹: ریاکتیف راکټونه( ۱۰۰۰۰۰) دانی
۱۰: جنګی مهمات د سل زره ټنو نه زیات.
۱۱: دلونا ، اورگان او سکاد راکټونه( ۱۰ )دستگاوی.
. ۱۲:د طیارود ترمیم فابریکی
دغه وسایل اوتجهیزات چه دافغانستان د ملی شتمني او بیت المال شخصی اوقانونی حق او مال ګڼل کیدی اوس دهغوی جملی څخه یوه یوه زره هم نشته اوټوله دګرانو مجاهیدنو له لاسه ورک اوغایب شول اوتراوسه پوری یی هیچا ددی وسلو او مهیماتوپوښتنه او ګرویژنه نه دی کړی.او نه هم څوک دمحکمی میزته را کښ شوی دي. داسی ګمان کیږی چه د افغانستان د نظامی ټولو وسایطو دوزارتونو ډتولو ترانسپورتی وسایطواوټولو فابریکو دلوټولو او غارت ټوله بیه او ارزش د( ۱۲۰ )دیوسل او شل میلیاردو ډالرو څخه اوړي او دا ملی شتمني او پانګه د افغانانو مجاهدینوپه لاس غلا اوچورچپاول شوه.
دمجاهدینو نوی حکومت ورځ په ورځ خپل اصلیت اوهویت له لاسه ور کاوی. دغه خدای نا ترسه ټولي ډلي ټپلي او ددولت چارواکی قوماندانان یواځې د کابل پر شاوخواه سره راټول وو.په ولایتونو کي مطلقه انارشی خپره وه. هر ولایت او هره ولسوالی او علاقه داری خپل ځان ته زورواکي څښتن درلودل. پاکستانی جنرالانو او صوبه دارانو دسرحدی ولایتونو په مرکزونوکي په آزاده توګه تک او راتګ کاوی .
پاکستانی جنرالانو خپلو ملګرو ته یی چه د قدرت پر چوکي ناست وو ، دافغانستان د ویجاړولو او له منځه وړلو مشوری ور کولې اوزمونږ افغانی ډلی بیا هغه په عملی توګه پلي کولې.عادی خلک ددي خپلسروقوماندانانو څخه دیر ستړی شول اوهیچا ته د دژوندکولو او ژوندی پاتی کیدلودمصئونیت ضمانت نه ښکاریدي.اوټول افغان اولس په ویره او ترس کي د مجاهدینوددولت څخه تر پزی پوری رارسیدلې وو.
دهیواد دولتی دستګاه ړنګه شوه مکتبونه وتړل شول دپولیسو او اردو منظم فوځ له منځه ولاړی د عدلی او قضایی ارګانونو اداره په ټپه ودریدله .ددولت مامورین د معاش او تنخواه څخه محروم شول دتوپک او ماشیندارو واک په ټول هیواد کي جاری شو.دچور،خیانت، ښکنجي اوظلم درجه خپل آخیرنی سرحد ته ورسیده.هیڅوک په خپل کورکي مصؤن نه وو.دولت داری او قانونیت له منځه ولاړي او دزورورود وحشت واکمني په ټول افغانستان کی پیل شوه .خلک دمجبوریت په اساس دغټوښارونو څخه وتښتیدل او خپل کورونه اوجایدادونه یی پریښودل.دجګړی د ویراوماتم توره تیاره خپره شوه او هر چاته په خپل شخصی ژوندکي ستونځي او کړاوونه پیداشول.
ددی خرابی وضعی څخه د طالبانو خو ځښت او حرکت ګټه واخیسته او دلمړی ځل لپاره یی د کند هار ولایت دسپین بولدک پرولسوالی حمله وکړه او هغه ولسوالی یی دیر ژر لاسته راوړه، وروسته یی دکندهار ښار او بیا دهرات ، فراه ، کلات ، غزنی او باالاخره دګردو ولایتونو دمرکزونو کنترول په لاس کي واخیستي. د کابل مجا هیدینو د احمد شاه مسعود په مشری ډیر ژر کابل په تیښته خوښی کړي او د پخوانی شوروی اتحاد د تاجکستان خوا ته و خوځیدل. طالبانو د ملا محمد عمر اخند په مشری خپل مرکزی دولت په کابل کي جوړ کیړی او ډیر ژر دطالبانو اسلامی امارت د سعودی عربستان، عربی متحده آماراتو اود پاکستان لخواه په رسمیت سره وپیژندل شول. اوددي دری واړو هیوادونولوی سفارتونه په کابل کی په رسمی توګه پرانستل شول او په کار یی شرع وکړه. طاللبانو د کابل د نیولو وروسته سمدستی دملګروملتونو د اداری څخه داکتر نجیب الله او دهغه ورورد ارګ ومخ ته د آریانا د چارراهی ته څیرمه په دار وځاړاوي او خپل رسمی واک یی خلکو ته ور ښکاره کړی.
طالبانو دښځو ټول مکتبونه وتړل اوددولتي دستګاه ټولي کارمندانی ښځینه ښوونکی یی پر کور کښینولي او معاشونه یی ور ته حواله کړه ولی د کار حق یی نه در لودی .
د طالبانو نوی حکومت د ټولي نړی د سخت غبرګون سره مخامخ شو او دهری خواه د حقوقو بشرد نه مراعاتولو په تور محکوم شول. اوسامه بن لادن چه دمجاهدینوسره اوږه په اوږه د شوروی اتحاد ضد په جګړه کی جنګیدلی وو. د طالبانوسره یی خپل ملاتړ اعلان کړی او د القاعدی په نامه دیوی نړیوالې ځواکمني ډلی په نوم دامریکی او غربیانو پر ضد خپل شتون اعلان کړی اود طالبانو ومرستی ته یی لاسونه وروغزول.
امریکایانو د بن لادن د ډلی ټپلی د ځپلو هوډ وکړی او د طالبانو څخه یي وغوښتل چه هغوي بن لادن ددوی په لاس ژوند ور وسپاری. ولي دامریکا یانو دا غوښتنه طالبانو ونه منله او امریکا خپل هوایی ځواکونه ته هدایت ورکړی چي د بن لادن د استوګنی ّځای بمباردکړی. آمریکای هوایی ځواکونو دتوری بوری چه غالب ګومان د بن لادن د استوګنځی ځای بلل کیدی بمبارد کړی ولی بن لادن په نښه نشو او روغ رمټ ژوندی ځنی ولاړي. خو امریکا بیاهم طالبانو ته د رسمیت پیژندنی په مقابل کی د بن لادن د سپارښتنی بلنه وکړه ولی طالبانو بیا هم دغه بلنه ردکړه او نه یی و منله.
د ۲۰۰۱ میلادی کال دسپتبر په ۱۱ نیټه دامریکا دنیویارک دلوی ښار تجارتی لوړ مر کزونه د امریکایانو په خبره د القاعدی په دستور ونړیدل اودخاورو سره برابر شول.په دغه پیښه کی څه باندی دری زره کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ور کړی.او القاعده ددي ترورستي پیښي پړاو ملامت وګڼل شول.امریکا ډیرژرخپل غبرګون ښکاره کړي اود غچ اخیستلو لپاره یی و طالبانو ته د بن لادن دسپارلو غوښتنه وکړه. ولی طالبانو بیا ونه منل او اوساما بن لا دن یی امریکا ته ونه سپاری.او دهغه دملاتړنه یی لاس وا نه خیستی.
امریکا د ملګرو ملتونو او دخپلو غربی متحدینوپه مرسته پر افغانستان باندی د شمالی ټلوالې په موافقه خپل یرغل چه هغه وخت هغوي هم خپل رهبر او وتلی قوماندان احمد شاه مسعود له لاسه ور کړی وو. او په افغانستان کي د طالبانو دویری لخواه تاجکستان ته تښتیدلی وو. شمالی ټلوالي بیله چون اوچرا په ورین تندی پر افغانستان باندی د امریکایی یرغل ملاتړ په ډاګه اعلان کړي او دهغوي سره یی د هر ډول همکاری ژمنه هم وکړه. ولی شمالی ټلوالي دامریکا یانو سره په ګډه د طالبانو دغورځولو لپاره خپلی هڅی ونه سپمولی . امریکا او غربی هیوادونو د ناټو په مرسته پر افغانستان باندی یرغل پیل کړي او دیو میا شتی په موده کي د طالبانو حکومت ړنګ شو او طالبان د کابل څخه ووتل او پاکستان ته ستانه شول. امریکا یانو دقدرت او واک د ډکولو په منظور دبُن د کنفرانس ددایریدو هڅي ګړندی کړی. دبُن د کنفرانس دپریکړی په اساس حامد کرزی چه په خپله یی د بُن په کنفرانس کي ګډون نه در لودی دیوی مؤقتی عبوری دوری په توګه د کنفرانس دغړو لخواه د افغانستان د مؤقتی اداری رئیس په توګه وګومارل شو. کرزی ډیر ژرخپله کابینه جوړه کړه او دشمالی ټلوالی ډلی د کابینی په تشکیل او موجودیت کی تر ټولو زیاته برخه واخیستله . امریکا د غرب څخه هم خپل ملاتړي تحصیل یافته بیروکراته افغانان د کرزی په انتقالی حکومت کی ورګډ کړل چي تر اوسه پوری په غټو دولتی چوکیو کي وزیران او یا مشاورین دي.حامد کرزی تر نن ورځی پوری دوه واره د ریاست جمهوری په انتخاباتوکی بریالی راووتي او دافغانستان انتخابی رسمي جمهوررئیس بلل کیږی.دکرزی دوره په ۲۰۱۴ م.د کال کي پای ته رسیږی.
یادونه:
ګرانولوستونکو: ددغه مقالی بیان زما د خپل ژوند د سترګو لیدلی حال دی. چه ما خپله څه اوریدلی دی او یا می څه لیدلی دی. دهیڅ کومی سرچینه څخه می استفاده نه دی کړی پرته د جنګی تجهیزاتو اومهماتو دشمیر نه ،په دی مقاله کي ما په خپله کوښښ کړی دی چه خپل شخصی نظر څرګند کړم او تاسو درنو لوستونکوته یی وړاندی کړم.
و من الله تو فیق.
لیکوال: ولی محمد« نورزی» اپریل ۲۰۱۲.