ع. شريف زاد
له هرڅه نه مخکې انسان بايد په خپل عمل کې رښتينى، صادق، پوه،با خبر او نيکو کار اوسې نه يواځې منتقدکار! تاسې د هيواد بد مرغيو په دې درې لسيزوبهير کې ښه پاملرنه وکړى چې زمونږ اصلي ستونزه څه ده؟ او څومره مونږ له ډېرو شيا نوڅخه بې برخي شواوڅومره يي په دې اوږده مزله کې ېې زمونږ ولس ډير زيات ستومانه کړى دي
� خوا په سياسي ډګر کې تل په ډېرو کوچنيو ډلو ووېشل شواو تل د سيمې په يوه کنج کې کښينا ستو او محدود پاتې شو رښتياد خلکو په وړاندې مودا سې کار په خپله ونه کړ چې په هغه کې زمونږ ملي حاکميت، خپلواکي، او ملي هويت په بشپړه تو ګه تامين شوي واى، نوله بلې خوا د اد ب په برخه کې هم له ورته ستونزو سره لاس او ګريوان يو او هغه دا چې د ټولنې تاريخي ادب مو په ډيرو اوچتو کلمو کې له لاسه ورکړى او ځينې بيا هم د تلويږن له لارې په ستراتيژيک، ظرفيت، چالش ها، نهادها او موقعيت باندې دومره په شد او مد غږيږي چې له هغو نه د ستونزو پيژندل ډير ستر کار بريښي حال داچې مسله روښانه ده
او ډيرې ضرب زباني اوالجبري معادلوته اړه نه پيداکيږي . په نړۍ کې د نورو ټولنو برعکس زموږ په فرهنګيانو، پوهانو، د فکر او انديښنې خاوندانو کې له ډېر پخوا نه د ر قا بت ، تو هين ، بد ويل او تحقير کول په فردي او ډليزه توګه ډير ليدل کيږي او مونږټول ېې تکرارى اورو.بيا په ځينو برخو ځينې کسانو ته شخصيت پرستي اود شخصيتونوتعريفونو ته دومره مرکزيت ورکړل شوى دي چې د وچو په زور لانده په ډيره اساني سوځي . وجه يې هم ديوې لارې د لاروي کيدو سربيره هم د فرعي اختلاف نظر له امله په ګډه د پرمختګ توان نه درلودل دي. په دې وروستيو کې زموږ ځنې فرهنګيان،د قلم او ژبې خاوندان چ�
� د خپل شخصي وړتيا او پوهې په مټ د سيمي او نړۍ پراخې ادبي کړۍ او په ځا نګړې توګه انتر نټ شبکې ته په ننوتو بريالي شول، وپوهيدل، چې د نورو له فرهنګي يرغلونو او غلامۍ نه د ځان ساتنې لپاره څومره مهمه خبره ده، چې خپل ادب عادي ژوند ته نږدې کړاي شي. دوى داهم درک کړه، چې بايد د خپلو عامو وګړو په ژبه له هغو سره د ژوند په حقيقتونو خبرې وکړي نو معيار نه يواځې په ژبه کې بلکې دټولنې په ټوله برخو، جوړښت او ساختار کې هم ډير مهم اومطرح دي . د ليکوالو د غه ډله په پټو سترګو د ماضې ستاينې او شخصيت پرستۍ په ځاى حال ته متوجه شول. دوى شعوري هڅه وکړه، چې په مسايلو وپوهيږي، در�
� يې کړي او حل ورته ولټوي. په دې لړ کې دې خلکو د مارانو په سورکو کې هم وروکتل. په دې پسې يي ډېر سرو نه ګرځوو چې د دوى کومه ليکلي جمله به غير شاعرانه وبلل شي او ......به ورپوري وخاندي او يا دا، چې د ورځني ژوند پر مسايلو باندې د غږيدو په صورت کې به باغي وبلل شي. دوى په شعوري توګه زيار و ېست، چې هغه څه وليکي، چې هدف يې دخپلې ټولنې چا پيريال له انسان او د هغه له ستونزو سره وي او د ټولنې ټولو ابعادو ته په ځانګړې توګه پاملرنه وکړي چې په دې برخه زمونږ د ستونزو د حل لاره بايد په احساساتو باندې ولاړه نه بلکې په پوهه باندې ولاړه وي. دا مهمه نه ده چې ددفاع وزير" ټپوس" �
�و يا د مخابراتو وزير په درى خبرې کوي خو داهم مهمه ده چې ځينې نور کسان هم د هيواد ددغه ادب احساس وکړي او که نه پوهيږي چې ځان پوه کړي.د ژبي د کره والي اهميت په خپل ځاى، خو د ليکوالو دغه ډله د موضوع اهميت ته هم ډېر قايل دي. دوى داسې څه وايي، چې بل چا ته يي هم ګټه ورسيږي. دا هم د منلو ده، چې دغه ډول فرهنګي شخصيتونه او كړۍ، چې غواړي ژوند او ادب سره غوټه کړي او د شعر له قوت نه د بشر د ستونزو په هواري کې کار واخلي،د خلکو په خير او فلاح باندې سوچ ووهي د هيواد او خلکو پرمختګ او بشپړه سوله او سوکالي تل په نظر کي وساتي. زموږ د ادب په ډګر کې تل دغه ويا ړ او سر لوړي شت�
� او په پوهه کې هيڅ اسا سي مشکل منځ ته نه راځي پوهه د ټولو مشکلاتو او لانجو د حل لاره ده. بد مرغي داده، چې زموږ نږدې ټول فرهنګيان دا کار تل يا خو په شخصي توګه کوي او يا هم د ډېرو کوچنيو او غير موثرو ډلو په توګه او ډير زيات تکرارپه تکرار کې د غونډو په سلسلو کې ليدل شوى چې يو او بل نه څنګه ملاتړ وکړو مخکې له دې نه چې پر ملي منافعو باندې خبرې وکړواو له خپلو ګټو تير شو! کله چې يوه غونډه کې د ظالم تعريف کيږي او کله چې د يوې کورنۍ په هکله يادونه منځ ته راځې او کله چې بيا په ګيلو او ګذارو پر انتقام باندې په ډيره کمزورې پوهه باندې نيوکه کيږي سوله پر ځاى پريږده
چې داخبره بيا هم د ملي حاکميت، ملي صبغې، يو ه ملي روحيي او د يو پيا وړې کار په بشپړولو کې هيڅ اغيزه نه لري. ځکه چې د دې کار عوامل هم د سياسي او ټولنيزو نا انډوليو په څېر په ټولنه کې دننه موجود دي، خو هغه حکومتي چارواکي، او هغه څوک چې داتلي توب ډبرې پر سينه وهي بايد چې ادب او ژوند د يوه او بل لپاره و بولي بايد په دې هم باور ولري، چې د مثبت فکر د څښتنانو پيژندل او يو موټى کول هم د دوى ګډ مسووليت دي،او په ياد کې ولري چې مونږ هم ويده نه يو او ګوروچې يو ماشوم د هيواد مستقبل څنګه څيړ لاى شى، رحمن با با وايي چې په خپله ميړه نه ېې په دنيا کې نو به فخر په بابا کو�
� ت کومه.
په درناوۍ