سلام خان
صلاح الدین رباني، چې اوس د افغان ولسمشر له خوا د سولې د عالي شورا د مشر په توګه ټاکل شوی؛ د سه شنبې په ورځ د حکومت د رسنیو په مرکز کې په یو لړ ځانګړو مراسمو کې دولسمشر دلمړی مرستیال قسیم فهیم له لوری د دې شورا غړو ته وروپیژندل شو په دغو مراسمو کی دولسمشر لومړی مرستیال دخپلو ځرګندونو کی وویل
مارشال په خپلو خبرو کې دا هم وویل، چې د نویو نخسو په رامنځ ته کولو سره دا ممکنه نه ده، چې حالات بدل شي او د ستونزو د حل لاره دې پیدا شي ،که څه هم ده دا ونه ویل، چې دا خبره یې چاته متوجه ده، خو تر ډیره ګمان کیږي، چې د ده د دې خبرې اصلي اشاره د افغان حکومت سیاسي اپوزسیون ته وه، چې په هیواد کې د نظام د بدلولو په هڅه کې دي ،په افغانستان د سیاسي نظام د بدلون په اړه غبرګونونه وروسته له هغې راپورته شوه، چې د ملي جبهې په نوم د حکومت یوې مخالفې ټلوالې د امریکا د کانګرس له یو شمیر غړو سره په افغانستان کې د نظام د بدلون په اړه څرګندونې وکړي ،خو د افغانستان مرستیال ولسمشر محمد قسیم فهیم وايي، د افغانستان د سیاسي نظام د بدلون په اړه د هرچا څرګندونې د دغه هیواد لپاره ناوړه پایلې لرلای شي:''که چیرې موږ د افغانستان لپاره، چې اوس د بې ثباتۍ په لور روان دی، هریو ورته ځآنګړې نسخه ورکړو او ووایو، چې د نظام دا نسخه او یا هغه نسخه یې په ګټه ده، نو دا نسخې پرته له ویجاړۍ موږ بلې خوا ته نه بیایي او دا کار موږ پخوا تجربه کړی هم دی. هر چا ویل، چې زه او زما نظر ښه دی او د نورو د زغم حوصله یې نه لرله، نو همغه وو، چې افغانستان د بدمرغۍ دې حالت ته ورسید''.که څه هم ښاغلي فهیم د کوم کس یا کومې ځانګړې ډلې نوم په ډاګه نه کړ، خو له خبرو یې داسې بریښیده، چې ښایې موخه به د ملي جبهې په نامه د حکومت مخالفه سیاسي ټلواله وه، چې پخوا یې په جرمني کې هم له ځینو بهرنیو کړیو سره د سیاسي نظام دبدلون پر سر خبرې کړې وې.د ولشمسر لومړی مرستیال وايي، په هغه صورت کې په افغانستان د سیاسي نظام بدلون شونی دی، چې د افغانستان حالت ورته برابر وي او خلک یې د ځان په ګټه وګڼي:''موږ هر ډول نظام او هر ډول سیستم منو. په افغانستان کې هر څه ته زمینه برابره ده. که ریاستي ، پارلماني ، فدرالي نظام او یا هر ډول نظام چې واک ته راځي، هیواد مو ورته برابر دی، خو په کومو حالاتو کې؟ په هغه ډول حالاتو کې چې خلک ورته برابر وي، د امنیت له پلوه ډاډ من شي او کاري زمینه ورته برابره شي ،ترې وړاندې ولسمشرزي هم په اوسنيو حالاتو کې د سیاسي نظام په اړه د ادلون بدلون څرګندونې په کلکه رد کړې او ویلي وو، چې افغانستان د سیاسي نظامونو لابراتوار نه دي په کابل کی دامریکا سفیر راین کراکر هم ویلی وو په افغانستان کی دهغه نظام ملاتړ کوی چی افغانانو خپله ټاکلی وې
د سولې د عالي شورا نوي مشر صلاح الدین رباني بیا په خپلو خبرو کې له ټولو خلکو او په ځانګړي ډول له پخوانیو مجاهدینو غوښتنه وکړه، چې د سولې لپاره روانې هلې ځلې دې لا پیاوړې کړي ،ده په عملي ډول د سولې د عالي شورا د مسوولیت له اخستلو وروسته په خپلو لومړنیو خبرو کې یو ځلې بیا وسله والو مخالفینو ته بلنه ورکړه، چې له جنګ لاس په سر شي او د دوی د هلو ځلو ملاتړ دې وکړي نوموړی په خپلو خبرو کی وویل دلته زما خبره د دولت وسله والو مخالفینو ته متوجه ده، زه د نظام له وسله والو مخالفینو څخه غواړم، که چیرې موږ د خپل هیواد د خپلواکۍ د ساتلو په فکر کې یو او که غواړو، چې زموږ هیواد په خپلو پښو ودریږي، نو د دې یوازنۍ لاره سوله ده. که نن دلته بهرني ځواکونه پراته دي د دې اساسي علت روانې جګړې او نا امني دي ،د سولې د عالي شورا نوی مشر او حکومتي چارواکي دا هلې ځلې په داسې حال کې کوي، چې وسله وال طالبان بیا تر دې دمه له افغان دولت سره خبرو ته نه دي حاضر،دوی تر ډیره هڅه کوي، چې له امریکا سره په مستقیم ډول په تماس کې اوسي او د دې لپاره دا دلیل وړاندې کوي، چې افغان حکومت په دې برخه کې واک نه لري ،د دې ستونزو په پام کې ساتلو سره دا، چې د سولې د عالي شورا نوی مشر به په خپلو هڅو کې څومره بریالي وي اوس یې اټکل ګران بریښي . سلام خان