سونامى ، بدنامى او ناکامى ..

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ليک : سليم صافى
اخيستنه : ورځپاڼه جهنګ
ژباړه : مسيح الله عصام
هغه وشول دکوم څه چې ويره وه تحريک انصاف خپله په بى انصافۍ کې  ، ښکيل شو، دهغې په اړه له وخت څخه مخکې چى ګوند ته يې د سونامى په څير طاقتور القاب ورکړل شول ، له امله يې هغه د يوه څه وخت لپاره دسونامى په ډول ښکاره شو په خواشينۍ سره لږ وخت وروسته يې نوم بدنام شو ، او اوس يې دنوم بدنامتوم څخه د ناکامۍ بڼه غوړه کړيده .

دبدلون اميد کوونکو مخلصو ، بى پرواو اود انقلابى ځوانانو قشرونو له هغئ څخه ارزوګانى پيداکړي ، اوهغوى د ياد ګوند خواته په تيزۍ سره وراغلل ، چې اوسمهال تري ډول په تيزۍ سره نااميده ترې روان دي ، عامه وګړو ته انصاف ورنکړاى شو مګر دګوند سره تړاو لرونکو اوقربانى ورکولو واله مشرانو او عامه وګړو له خپل لارښود څخه انصاف غوښتل پيل کړل ، هغوى د خپل ګوند د بيلابيلو غونډو ناستى وينې ، دخپل مشرعمران خان خبرې غونډي اوياهم دخپلو جلسواسټيجونه وينې ، اوپه هرځاى کې هغوې يوازينۍ سوال په فکرکې اچوي چې دهغوى اصل تحريک انصاف نه ترسترګوکيږې ؟
هغوى چې د کوموخلکو پرخلاف دعمران خان پلوى کوله ، اوس په هرځاى کې دهغوى مشردهغوخلکو په منځ کې ترسترګوکيږې .....؟
دنظام د بدلون خبرې يې هيرې کړې اودامهال ديادګوند په منځ کې دپخوانيواو اوسنيو غوبل پيل شوي يا د نوي منصب د لاسته راوړلو لپاره ديوبل سره لاس او ګريوان دى ، دخيبرپښتونخوا په سيمه کې يې پنځه کسان يوازى پدې بانه تحريک انصاف ته راوستى دى هغوي به دياد ولايت صدر( مشر) وي او اوس يې شپږم تن هم د ياد منصب دترلاسه کولو په بهانه خبرې جريان لر ي ، دياد ګوندعامه خلکوپه ستوزمن وخت کې له دوى سره د ودريدلو واله اسدقيصرپه طمعه ؤ مګر دهغه ځايه څخه دنوى راتلونکو چې دوى ورته لوټه (هرډول ته ګډيدنکى وايې ) په خپلومنځوکې بزکشى روانه ده بى کوم شکه چې عمران خان ډيرجالب شخصيت ، دکرکټ لوبغاړى اوپه مدنى ټولنوکې يوطاقتورحيثت لري .

اودهغې لاسته ورغلى برياو کې دحالاتو لاس هم نه شو ردولى ، مګرحقيقت دادى چې د تحريک انصاف څخه په سونامى بدليدلو کې ترټولو لوى رول  حالات دي .
دتحريک انصاف بريا په افغانستان کې د طالبانود برياو سره سمون خوري په کوم ډول چې په کندهارکې د حزب اسلامى او جميعت اسلامى ترمنځ د غلطيواو دوى ترمنځ دخپل منځيو جنګونو له امله د طالبانو تحريک منځ ته راغلي ؤ پدې همدې ډول دپاکستان دپيپل ګوند او مسلم ليګ ګوندونو د تګلارې له امله پاکستان تحريک انصاف پرمخکې ولاړ د طالبانو د تحريک دپيل په وخت کې په افغانستان قبضه لرونکو د مجاهدينو ټولو ډلو دطالبانو مرسته کوله ، د بيلګې په توګه جنرال دوستم هم دنقدو روپو سربيره په کندهارکې شتون لرونکو هوايى الوتکو او چورلکو د پاڅولو لپاره پايلټان ليږدولي ؤ ، هغوى څه د طالبانوسره زړه خوګاوۍ نه درلود ، دغه ډول د امريکا سى آى اے اويوى فابريکې هم له هغوى سره په اولنيو ورځوکې په يوه بڼه مرسته کړي وه ، دغه ډول پاکستان چې د ربانى حکومت او د مجاهدينو څخه په تنګ شو ، نوهغې هم د خپلو موخو او لاسته راوړلولپاره نه يوازې داچې دهغوى سره مرسته وکړه بلکې سعودى عربستان او متحده عرب امارات يې هم دهغوى سره په مرستو کولو قايل کړل ، په همدې ډول تحريک انصاف کې هم څه موده وړاندې بيلابيلو خلکو دخپلو ځانګړو موخود لاسته راوړلو لپاره هغوى سره مرسته وکړه اود پردي ترشاه ترټولو لوى مرسته کونکى يې دپاکستان اسټيبلشمنټ ؤ چې نواز شريف ته يې د سبق ښودولو لپاره د تحريک انصاف پدې ډول مرسته وکړه چې تحريک انصاف يې اوس داوچتولو توان نه لرې ، دمخدوم هاشمي څخه اود څو نورو شخصياتو چې په تحريک انصاف کې ورګډشوي دوى ته د تحريک انصاف کې د ورتللو لپاره اشاره عمران خان نه ده کړي بلکې له بل خوا ورته اشارې شويدې ...........؟
ايم کيوايم د مشرانو خيال ؤ چې تحريک انصاف به په کراچۍ کې د عوامى نيشنل پارټۍ پښتانه خپل ځان ته ورجذب کړي لدې امله هغوى هم په يوه بڼه د تحريک انصاف پلوى کوله ......؟
دغه راز په ميډيا کې ځينو د انقلاب په ارزو باندې اوځينو د اسټبلشمنټ په اشاره باندى او ځينود نوازشريف او زردارى په برخلاف د تحريک انصاف مرسته کوله ....
کله چې په کندهارکې د طالبانو ښکاريدل پيل شول نوپه کابل کې  برهان الدين ربانى ولسمشرؤ اود ربانى صيب مخالف د مجاهدينو مشر محترم ګلبدين حکمتيار تراثر لاندې ؤ لدې امله هغوى د شمالى ټلوالى د فکر لرلو سره ، سره د پښتنو طالبانو مرسته کوله ، هغوى ددې په مخالفت د حکمتيار سره جنګيدل ، هغوى خيال ؤ چې تحريک طالبان              سيمه يز ګوند دى اوکله هم دهغوى لپاره خطره اوياهم په کابل باندې قبضه کول نه غواړي ، دهمدې په څير ولسمشر زردارى هم په پيل کې د پنجاب په داخل کې د تحريک انصاف سره مرسته کوله د لاهورد تاريخې جلسى لپاره اصف على زردارى د مرستې زما په علم کې شتون لري .
تربيا

ليک : سليم صافى
اخيستنه : ورځپاڼه جهنګ
ژباړه : مسيح الله عصام