محمدحسن حقيار
دولسمل صاحب په زوړحمام کې مې داټوکه لوستې وه چې ديوچانوم بدرنګ خان وو کله يې چې زوى وزېږېد نو نوم يې پرې شرم کېښود ، دالله رضاوه څه موده وروسته شرم په حق ورسېد ، موريې ورپسې ډېر ژړل يوې ګاونډۍ ښځې يې ډاډ او تسل ورکاوه ورته يې ويل چې خورې خفه کېږه مه ، الله دې تا اوستامېړه ژوندي لري
له اوږده انتظار او ډېرو ناندريواو چنو وروسته بالاخره ولسمشر کرزي دسولې دعالي شورى درييس دټاکنې په اړه هماغه ګام واخست چې له ده يې هيله کېده . کرزي دجمعيت اسلامي او دشمال دسکتارستې ټلوالې دوژل شوي مشر استاد رباني زوى ددې شورى دمشر په توګه وټاکه .
کرزي له دې ټاکنې سره وښوده چې دى په رښتياهم سوله نه غواړي او دهغو خلکو پر نظر يې دتاييد مهر کېښود چې باور يې درلود کرزى سوله نه غواړي او دسولې له بهير سره دوه مخې پاليسۍ پر مخ بيايي .
دافغانستان له پېښو او روانو حالاتو خبر خلک وړاندې هم په دې باوري وو چې دسولې دعالي شورى په نوم دغه تشکيل او کتله چې کرزي جوړه کړې ده، نه سوله راولي او نه يې راوستلى شي .
کرزي ددې شورى د جوړېدو په وخت کې په دې جوړښت کې هغه چاته ونډه ورکړه او داسې څوک (استاد رباني) يې ورته منتصب کړچې دافغانستان له خلکو اوله طالبانو سره دجګړې او وژنو اوږده مخينه او ناوړه ريکارد لري .
ددې شورى مشر (البته پخوانى مشراستاد ربانى ) او ډېر غړي يې هغه خلک دي چې دافغانانو د جهادمېوه يې پر اوبو لاهو او دخپلو شومو او منحوسو موخو او غوښتنو ښکار کړه .
هغه نوم بدې څهرې چې دسکتارستي تمايلاتو، دملت دتجريد او انزواکولو اوپرواک د هراړخيز انحصار له مخې يې يواځې دکابل په ښار کې شپېته زره افغانان ووژل او عروس الدنيا ( دنړۍ ناوې ) کابل يې دنړۍ په کنډواله او موزيم بدل کړ .
هغه څهرې چې ددوى دجناياتو او وحشت له لاسه دطالبانو حرکت رامنځته شو او بيا همدا څهرې ترپايه له دې جريان سره وجنګېدې ، دطالبانو له لاسه ماتې شوې ، هغه دکرزي :خبره څوک يې مشهد ، څوک يې کولاب، څوک يې پاريس او څوک يې انقرې ته وتښتېدل او د بي دوه پنځوس پر وزرونو بيا راوستل شوې نواوس به کوم منطق دا ومني چې داډلې او دااشخاص دې دطالبانو دراوستلو او په واک کې دشريکولو زمينه برابره کړي .
ملت ته جوته ده چې اوس هم هرکله چې کرزي له طالبانو سره دسولې غږ کړى_ که څه هم رښتينى او دزړه له تله نه وو _خو بيا هم دهمدې ډلو مشرانو داکار په کلکه رد کړى او دايې دولسمشر ملي خيانت او شخصي نظر !!بللى دى .
دسولې لپاره داسې څو ک په کار وي چې په رښتيا دسولې اراده ، وړتيا، اخلاص ،ددې کار لپاره مناسبه پوهه ولري ، دجګړې دواړه خواوې پرې باوراو ورته درناوى ولري ، دواړو خواوو ته ورتللى وشي ددواړو غوښتنې اورېدلى او ارزولى وشي ، دسولې ، جرګو او مرکو پر دود پوه وي ، تريوه حده ديني زده کړې ،بشپړه تجربه اونېک شهرت ولري . خو له بده مرغه چې دحامد کرزي په دې غورونو کې دايو اصل هم په پام کې نه دى نيول شوى، نه په استاد رباني کې دا خويونه او صفتونه وو او نه يې د ميراث خور صلاح الدين په وجود کې څرک ليدل کېږي .
داستاد رباني له وژل کېدو وروسته داسې اټکل کېده چې ګويا ارګ به له دې پېښې داعبرت اخستى وي چې ددې منصب لپاره استاد رباني مناسب او غوره انتخاب نه و، که واى نو ددوى په وينا، هغه چابه نه واژه چې دى ورسره دسولې او پخلاينې دجرګه ګۍ مشر ټاکل شوى و.
داستاد رباني درک ،بصيرت او له طالبانو پېژ ندنه هم دومره کمزورې وه چې آن دومره يې معلومولى نه شوى چې ده ته راتلونکى او د (يوه جهادي لارښود، پروفيسور،دوه چانسه ولسمشر )اودسولې دعالى شورى له رئيس سره کتونکى شخص دچا قاصد دى؟
ځينو داسې اټکل کاوه چې حامد کرزى به داځل داسهوه نه کوي او يو مناسب او ټولو افغانانو ته دمنلو وړاو ددې کار لپاره مناسب شخص ته به دادروند ماموريت وروسپاري خو له بده مرغه هغه خپل عادت وکړ او داسې څوک يې ددې کار لپاره وټاکه چې هرچاته هغه دکفن کش کيسه وريادوي .
صلاح الدين رباني به څنګه له هغو خلکو سره پخلاينې ته زمينه برابره کړي چې دنورو دښمنيو ترڅنګ يې پلار هم ورته وژلى وي او لايې دوينو رنګ هم نه وي وچ شوى ؟ داسې شخص به چې له طالبانو سره کينه او کرکه يې دبدن په هررګ کې ځغلي له طالبانو دغچ په فکر کې وي او که له هغو سره دسولې په فکر کې ؟
صلاح الدين لا هم ځوان دى او دعمرډېره زياته برخه يې له هېواده بهر تېره کړې ده ، هغه نه د سولې ، مرکې او جرګې په دود پوهېږي اونه دومره دافغانانو په دود او دستور .
هغه دسولې په کار کې هېڅ تجربه نلري او نه به هغه څوتنه ورسره له ضدنه هم مرسته وکړي چې دسولي دشورى غړي دي خو له ده، ددې شورى مشرۍ ته ترده ډېر وړ او په تمه و.
ډېر افغانان دده دسلف (پلار) په څېر له دې خلف څخه هم شکايتونه او ګيلې لري
افغانستان درجالو له قحطۍ سره مخ نه دى خو دادې ولس ته ددوى دولسمشر! توهين دى چې هېڅ شخصيت په کې نه ويني اويادشخصيتونو پر شخصيت اعتراف نه کوي .
که ده په افغانانو کې شخصيتونه ليدلى او يا يې منلى نو حکومت به يې دايوولس کاله ديوې مافيا په لاس کې نه و، ديو دېرش ميليوني ملت له منځه هماغه شاوخوا سل تنه چې کله وزير وي کله مشاور کله سرپرست ، کله والي او کله مرستيال په دې ولس خنداده ؟.
دده دحکومت په اړه هغه فارسى بيت ښه صدق کوي خداى دې وکړي چې غلط کړى مې نه وي ::
((صدبار قحط سالى امد ورفت
ليکن يکسان ميبينم همان قحط الرجالى را))
زه نه وايم چې صلاح الدين ته دې دنده نه ورکول کېږي ، هسې هم ټول حکومت ددوى دډلې په واک کې دى که ډېر د کرزي دزړه سر ونو بله دنده آن وزارت به يې ورکړى و، که دده په کابينه کې دميرويس صادق غوندې اشخاص هم ملت وليدل نوصلاح الدين خو ترهغه ډېر ښه دى ؟
که کرزى وايي چې په دې کار يې شمالي ټلواله کمزورې کړه نو شمالي ټلواله او جمعيت خولاله پخوا څخه وېشل شوي او په لسو فرکسونواوښتې ده او ده ته دحساب وړ هېڅوک هم نه دي پاتې .
دولسمل صاحب په زوړحمام کې مې داټوکه لوستې وه چې ديوچانوم بدرنګ خان وو کله يې چې زوى وزېږېد نو نوم يې پرې شرم کېښود ، دالله رضاوه څه موده وروسته شرم په حق ورسېد ، موريې ورپسې ډېر ژړل يوې ګاونډۍ ښځې يې ډاډ او تسل ورکاوه ورته يې ويل چې خورې خفه کېږه مه ، الله دې تا اوستامېړه ژوندي لري که دابدرنګ خان کاکا ژوندى وي نوډېرنورشرمونه به درته راوړي .
دده په حکومت کې به داقحط الرجال کله ختميږي ؟ باور دى چې ترڅو داقحط الرجالي او احتکاري اوانحصاري سياست له منځه نه وي تللى نوډېرنور شرمونه به هم ووينو ؟