سلام خان
له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو څخه مخکې افغان حکومت او د هغه لویدځ متحدین په هغې یوې لانجمنی موضوع موافقی ته ورسیدل چې وخت په وخت ئې د نړیوالو ځواکونو پر ضد یو ډول احساسات راپارولي دي،افغانستان او متحده ایالاتو د یکشنبې ورځ د ۲۰۱۲م کال د اپریل د میاشتې ۸مه په رسمي توګه موافقه وکړه
دغه څرګندونې په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو وياند جنرال جيکبس او د امريکا ددفاع وزارت پنټاګان وياند جى کربي د وري په ٢١مه، په کابل کې يوې ډلې خبريالانو ته وکړې،جى کربي وويل چې افغانستان سره د ستراتيژيکو اړيکو پر سند لاسليک کولو پر وړاندې سترې ننګونې وې او اوس دغه ستونزه هواره شوې ده،هغه زياته کړه، چې تېره مياشت د بګرام زندان چارې افغان حکومت ته د سپارلو او پرون د شپنيزو عملياتو افغاني کولو په موخه هوکړه ليکونه له افغان حکومت سره لاسليک شول،نوموړي ددې پوښتنې په ځواب کې ،چې د ستراتيژيکو اړيکو سند به کله لاسليک شي وويل : کره نېټه نه شم ښودلى، خو دا هم له امکان څخه لرې نه ده، چې له شيکاګو غونډې مخکې لاسليک شي،د افغانستان په اړه د ناټو غړيو هېوادونو سرمشريزه غونډه ټاکل شوې ده، چې د روان لمريز کال د غبرګولي په لومړۍ دويمه نېټه د امريکا په شکاګو ښار کې جوړه شي
د ايساف وياند جنرال جيګبسن وويل ، چې د شيکاګو په غونډه کې به له ٢٠١٤ کال وروسته افغانستان د نړيوالې ټولنې د ژمنو په اړه خبرې او پرېکړې کېږي،
هغه زياته کړه ،چې په دې غونډه کې به ډېرى د افغانستان د ملي ځواکونو د ځواکمنتيا او د هغوى پر تمويل او لګښتونو خبرې کېږي ،نوموړي وويل چې د شيکاګو په غونډه کې به د ناټو غړي هېوادونه او نړيواله ټولنه به د افغانانو لپاره د ٢٠١٤ کال وروسته د مرستو او همکاريو يو څرګند پيغام ورکړي،ټاکل شوې ده ،چې تر٢٠١٤ کال پورې د افغانستان ټولې امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې او د ايساف اړونده ډېرى هېوادونه به تر يادې نېټې پورې له افغانستان څخه خپل سرتېري اوباسي،د ايساف وياند ددې پوښتنې په ځواب کې ، چې تر ٢٠١٤ او له دې کال وروسته دايساف رول به څه وي؟ وويل چې دوى به خپل حمايوي رول ته ادامه ورکوي او کله چې ترې افغان ځواکونه د عملياتو پر مهال مرسته وغواړي، دوى به يې مرسته وردانګي،جنرال جيګيبسن د افغان ملي ځواکونو په اړه وويل ، چې د روان کال تر پايه پورې به دا شمېره ٣٥٢ زره ته ورسېږي او دغه شمېره به تر ٢٠١٤ کاله پورې پاتې وي،د هغه په وينا،دغه شمېرې ځواکونو ته هر کال اوه ميليارده ډالرو ته اړتيا ده، چې تر ٢٠١٤ کاله پورې به يې نړيواله ټولنه ورکوي ،چې يواځې ٨٠ سلنه يې د امريکا متحدو ايالتونو لخوا ورکول کېږي،خو نوموړي زياته کړه ، چې له ٢٠١٤ کال وروسته به ددې شمېر د کمولو هڅې پيل کېږي او په اټکليز ډول کېداى شي ٢٨٠ زره ته ورسول شي،د امريکا دفاع وزارت وياند ددې پوښتنې په ځواب کې ، چې دايمي نظامي اډې د ستراتيژيک سند برخه ده او که نه؟ وويل چې امريکا په افغانستان کې دايمي نظامي اډو ته هېڅ لېوالتيا نه لري.دی ته ورته ځرګندونی ځو ورځی وړاندی دامریکی دبهرنیو چارو دوزیری هیلاری له لوری هم شوی وې.
وړمه ورځ د ناټو ځواکونو قومندان جان الن او د افغانستان د ملي دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردګ ترمنځ د شپې د عملياتو په باب يو تړون لاسليک سو، چي له مخي به يې افغان ځواکونه د خارجي هغو پرځاى د اړتيا پر مهال د شپې له خوا عمليات پر مخ بيايي،د افغانستان حکومت ويلي وو ترڅو چي د شپې د عملياتو چاري افغان ځواکونو ته ونه سپارل سي، دوى به له امريکا سره ستراتيژيک تړون لاسليک نکړي،د بهرنيو ځواکونو د شپې پر عملياتو ځکه نيوکي کېدې، چي ډېر کله به د طالبانو پر ځاى عامو خلګو ته ځاني تلفات پېښېدل،د افغانستان حکومت وايي د شپې د عملياتو په افغاني کېدو به د ملکي تلفاتو مخنيوى وسي، طالبان به وځپل سي او هم به په هيواد کي د بهرنيو ځواکونو په وړاندي د عادي افغانانو د کرکي کچه راټيټه سي
طالبانو د افغان حکومت او امريکا ترمنځ د شپې د عملياتو نوى تړون په کلکه غندلی دی،د ذبيح الله مجاهد له خوا ورسنیو ته په را رسېدلې پاڼه کی ویل شوی دی چی د افغان حکومت او امريکا ترمنځ د شپې د عملياتو نوى تړون پر طالبانو ځکه تاثير نه کوي چي د دوى جنګيالي د شپې له خوا په بستر کي نه بلکي په سنګر کي وي
خبرپاڼه وايي د دې تړون موخه يوازي د ملکي افغانانو ځورولو ته قانوني رنګ ورکول دي،طالبانو ويلي بهرنيان ځکه د شپې عملياتو ته ترجيح ورکوي چي له طالبانو سره يې په سنګر کي د مخامختيا توان له لاسه ورکړى دئ بای. سلام خان