ډاکټرحنیف بکتاش
دروان کال داپریل په پنځمه نېټه په لندن کې دېوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې دافغانستان دویاړلي علمي اوفرهنګي شخصیت پوهاندډاکټرمجاوراحمدزیاردزیږېدوپنځه اویا ومه کلیزه ولمانځل شوه.ما له ډېره وخته ددغه فرهنګي ویاړلي یاردکلیزې درسېدونېټې ته انتظار ایسته اوغوښتل مې دلمانځنې په غونډه کې دپوهاندزیاردعلمي
لکه څنګه چې مې وویل مانږدې دېرش کاله وړاندې له زیارصاحب سره پېژندګلوي ومونده.هغه وخت دی دکابل پوهنتون دژبې اوادبیاتودپوهنځي استاد و اوزه دکابل دحبیبیې لېسې زده کوونکی وم.تردې دمخه ماپه هلمند کې ژوند کاوه اوهلته کله ناکله په کابل کې خپرېدونکې ورځپاڼې او مجلې ترګوتوکېدې اودهمدغو رسنېوله لارې وچې زه دډاګټرمجاوراحمدزیارله نوم اوشعرسره اشناشوم. کابل ته په راتلوزما مینه اوپاملرنه دادبیاتونړۍ ته زیاته شوه،په کابل کې خپرېدونکومجلواوورځپاڼوته مې لاره وموندله او دهغه دوران په تول له روښان اندوسره مې هم اړیکې پراخې شوې.په کابلي رسنېوپه تېره دژوندون،پښتون ژغ اودکابل په مجلې کې به مې دهغه وخت دشاعرانواولیکوالوشعرونه او کیسې لوستلې او په تېره دډاکټرزیارله شعري نوښتونو نه به مې خونداخیست.زما په همغه وخت کې هم پام شوی وچې دزیار شعرونه له نوروسره توپیر لري.ده په همغه وخت کې هم ازادشعرلیکه اودشعرپه نړۍ کې ېې نوې تجربې
ازمويلې.
په۱۳۵۵کال کې له ماسره بخت یاري وکړه اوزه په یوه ادبي کانکورکې دپښتوشعردیوې جایزې ګټونکی وبلل شوم.له دې سره دهېواد دفرهنګي اوسیاسي کړیوپاملرنه ماته زیاته شوه اوپه دې لړکې دهېواد دمعاصرشعرله پیاوړواستازواومخکښانوښاغلوسلیمان لایق،بارق شفیعي اوډاکټر زیارسره زمااړیکې ټینګې شوې.ماته له همغه وخت نه ډاکټرزیارنه یواځې د یوه علمي اوفرهنګي شخصیت په حیث مطرح دی بلکه زما دځوانۍ دپیچلي پړاودیوه درون اوګران مشرپه ډول هم په سترګوکې دی. دپوهاندزیارپه هکله خبرې کول ماته یوڅه ګران ښکاري،ځکه چې دی هرکاره اوزه که بېکاره نه یم چندان دکارسړی هم نه یم.دی یو ژب پوه،توکم پوه دادبیاتوڅېړونکی،تاریخ پوه،لغت جوړوونکی،منتقد شاعراولیکوال او......دی.زه به دده په هکله ډېرڅه نه وایم که څه هم دی دډېروستاینو وړدی خو غواړم په لنډ ډول دوه درې ټکي دده د دبریالېوهڅوپه هکله بیان کړم.
۱-دی دپښتوژبې اوادبیاتوپه نړۍ کې یوه اکادمیکه څېره ده، له وچواوتعبدي انګېرنوراوتی اوماسېوا اودیوه نوي اوپراخ نړۍ لیدخاوند دی.دده همدغې ځانګیړنې په ژبنیزواو تاریخي څېړنو کې ده ته جلا او له امتیازه برخمن موقعیت ورکړی دی او دی ېې ددودیزوپوهانوله ډلې څخه چې هغوی هم په خپل وار ژبې اوابیاتوته نه هېرېد-نکي خدمتونه کړي دي بېل کړی دی.
۲-ده دپښتواوپښتنو د تاریخ په راسپړلو،دژبنیزې پانګې په پراخولواوپخولواو دعلمي اومیتودیکوبنسټونوپه ټینګښت کې لویه اوځانګړې ونډه اخیستې ده.
۳-دی دپښتو دازادشعریوپوخ هډوکی،کلک پلوی اوهڅوونکی دی. پر دې برسېره دی یوزړه سواند ملګری همکاراولارښود دی. دی ډېرې نورې ښېګڼې هم لري چې خدای دې نور هم پرې برکت کړي.خو په ځانګړي توګه غواړم دده له بې پایه مرستواومشورواوپه تېره له هغه وخته چې ما په لندن کې د پښتواودري ژبې په تدریس پیل کړی دی مننه وکړم.دپوهاند ډاکټرمجاوراحمد زیار پنځه اویاومه کلیزه دې مبارک، دژوندډیوه ېې روښانه اوتذکره دې له ویاړونوډکه وي.