دکونړکلنۍ تبليغې اجمتاع ....

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
د راتلونکى پنجشنبى په ورځ (٢٤/حمل /١٣٩١ ) تبليغې اجتماع ترسره کيدونکى
اود کائناتو څښتن ډول ډول پيدائښت کړي او پدي ټولو کې يې پر کائناتو غوره انسان ګرځولي چې د اشرف المخلوقات خطاب يې ورته کړي او الله جل جلاله د څلورو شيانو په ګواه نيولو سره او يا پر هغوي د قسم خوړولو روسته په تاکيدسره فر مايلې چې يقيناً ما انسان په په ښائيسته انداز کې پيداکړي .


او همدغه انسان ته يې د خليفه خطاب هم کړي.
د لومړي انسان ( حضرت ادم عليه السلام ) د پيدائښت وروسته د انسان سره د شيطان د دښمنى لړۍ پيل شويده . او تر قيامته به دوام لري خو انسان ته د سمي او کږي لاري اختيار او پوهه ورکړل شوې، چې وخت په وخت د انسانانو د لارښوونى لپاره الله جل جلاله استازي (پيغمبران) راليږلي، خو دغه لړۍ انسانيت د محسن محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم په راتګ سره پاي ته رسيدلې، او محمد صلى الله عيله وسلم  ته د ټول انسانيت لپاره د قيامت تر ورځي پوري يو مکمل قانون ورکړل شو. خو د الله جل جلا له ستر پيغمبر عليه السلام د مبعوث کيدو سره سم ټولې دنيا ته د دي امانت ( اسلام) د رسولو هوډ وکړ، پر ځان يې داسي سختۍ تيري کړي آن تردي چې د بدن له ويني څخه يې پڼي مبارکې ډکي شوي. د خلکو لخوا ستغي سپورې او رنګا رنګ ستونزي يې وزغملي خوله خپل فولادي عزم څخه پر شا نشو. او د ژوند په اخروشيبو کي يې يو لاک څخه د زياتو اصحا بوکرامو رضي الله تعالى عنهم  ته په لنډو ټکو يوه ارزښتناکه  وينا واوروله او له دوى يې پوښتنه وکړه، چې آيا ما تاسوته د اسلام دين ورسوو؟  ټولو په يو اواز وويل. چې  هو!   تاسو  موږ ته د دين حقيقت راورسوو. بيايې الله جل جلاله طرف ته توجو وکړه، او ويې فرمايل. چې اى الله جل جلاله ته ښاهد شه ما ستا دين حاضرو کسانو ته رسولي خو حاضر مسلمانان دي د الله جل جلاله دا ستر امانت غايبو خلکو ته ورسوي.
څرنګه چې دا اُمت غوره ګرځول شوي، پدي شرط چې بل پيغبر دنيا ته نه راځي، د نبوت لړۍ د پايې په لړکې په يو کونج کې د عبادت پرځاي د دي دين د رسولو مسؤليت دهر امتي پرغاړه شو، چې اصحابو کرامو بيا تابعينو او بيا د دين امامانو په خپل وار سره د الله جل جلاله د دين په خپرولو کې نه ستړي کيدونکې هلي ځلې کړيدي، او د دنيا ګوډ ګوډ ته يې دين رسولې په ١٣ پيړۍ کې د دين يو بل ستر عالم مولانا الياس رحمة الله عليه الله د هندوستان هيواد څخه د خورا ډيرو تکليفونو په زغملو راپيل کړه، چې دا مهال الحمد لله ثم الحمد لله په ټوله نړۍ کښي د دين محنت او خواري روانه ده چې په همدغه سلسله کې په کونړ کې د ثور په اتمه اجتماع کيږي، پدي کښي به سل ګونه زره مسلمانان ګډون کوي، او سلګونه جماعتونه به ورڅخه د دين د خپرولو او د دين د محنت د راژوندي کولو په خاطر د دنيا بيلابيلو سيمو ته ځي هر مسلمان ته پکار دي، چې لمړى پري ښه ژور فکر وکړى، ورپکې برخه واخلي او نورو ته د برخه اخيستلو دعوت او بلنه ورکړي، تر څو اسلامي امت خپل رسالت وپيژني او د دواړو جهانونو نيکبختيا خپل ځان ته ورپه برخه کړي.

په همدي هيله

ومن الله التوفيق

ليک. م : عصام