رفيع الله روشن
کوم خبر چې د٢٠١٢م کال داپريل په ٣مه چې د١٣٩١هـ ل دوري له ١٦مې نېټې سر برابره ده، له پېښورڅخه دخپرېدونکې وحد ت ورځپاڼې په ٩٣مه ګڼه کې ديوې سرچينې په حواله ليکلي چې دافغانستان دملي اسلامي محاذ سترروحاني مشر،سياسي اوجهادي شخصيت جناب پير سيداحمد(ګيلاني)دسولي دعالي شورى له رياست څخه انکار کړى دى.
وحدت ورځپاڼې دافغان اسلامي اژانس له قوله ليکلي، وروسته له هغې چې پخواني جمهور رئيس حضرت صبغت الله مجددي ددې لپاره چې دسولي دعالي شورا رئيس ونه ټاکل شو،له خپلو رسمي دندوڅخه يې استعفا ورکړه،نودافغانستان دملي اسلامي محاذ مشرپيرسيداحمدګيلاني هم ددې شورى له رياست څخه انکار وکړ،ددې اژانس په حواله دجمعيت اسلامي يو لوړ رتبه مقام چې دنوم دنه خپرولو په شرط يې دافغان اسلامي اژانس سره خبرې کولي وويل(اوس دامسئله حل شوې اوصلاح الدين رباني چې دسولي دعالي شورى دپخواني رئيس برهان الدين رباني ځوى دى دولسمشر حامدکرزي لخوا ددې شورې درئيس په توګه ټاکل شوى دى.
خودافغانستان دملي اسلامي محاذدمشرتابه مقام او مطبوعاتي څانګه دغه خبر له حقيقت څخه لرې اوبې بنسټه بولي ،په کلکه ئې ردوي.
دغه څانګه زياتوي چې ځينۍ کړۍ شته چې په هېوادکې دسولې دغه روانه پروسه له خنډونواوننګونوسره مخامخ کړي.