حمیدالله فیضي
د وسله والو مخالفینو د راتلو دمخنیوي لپاره باید چټګ ګام واخیستل شي.
له معمول سره سم هرکال د پسرلي او اوړي په موسم کې د طالبانو له خوا جنګونه زور اخلي او پر اوس شپو ورځو کې له پاکستان څخه طالبان په وړو وړو ګروپونو کې ډله ډله په وسلو سمبال دجنګ او جګړو تنور ګرمولو لپاره هیواد ته راځي چې له هغې ټولګې څخه کاپیسا ، نورستان، کنړاو غزني ته راغلي.
چې دې کې شک نشته چې تیرهجري لمریزکال طالبان ډیر ځپل شوي او دوی له بهرنیانو او افغان پوځ سره د نیغ په نیغه جګړې توان نه لري خو افغان حکومت کې اداري فساد او د یوه سالم مدیریت نشتون ددې لامل شوی چې طالب جنګیالي په استخباراتي جګړه کې پیاوړي شي.دا ځکه چې طالبانو دافغان حکومت په ځینو ارګانونو کې نفوذ کړی دی.دغه شنونکي زیاتوي چې ډیر باید هڅه وشي څو افغان حکومت دمخالفینو نفوذ پاک کړي.
که چیرې دا لړۍ همداشان دوام پیدا کړي نوره به هم د دولت وسله والو مخالفینو ته لاره هواره شي څو په دولت کې له شته تشو څخه په خپله ګټه پورته کړي.خو ځينې پوځي شنونکي بیا د افغانستان په روانې کشالې کې څلور اړخه ګرم بولي نړیواله ټولنه په ځانګړي توګه امریکا ، سیمې هیوادونه ، وسله وال مخالفین او افغان حکومت . دغه شنونکي زیاتوي چې څلور واړه ښکیلې خواوې دافغانستان په روان کړکیچ کې کټه ترلاسه کوي نړیوال یې ددې لپاره چې ددوی شتون په سیمه کې دایمي شي ، سیمې هیوادونه یې ددې لپاره چې په افغانستان کې سوله اوثبات ددوی په زیان تمامیږي او امتیازونه چې دمګړۍ ترلاسه
کوي نشي ترلاسه کولای ، مخالفین هم ددې لپاره چې په سیمه کې ځینې اورپکې ډلې شته چې دجګړې تنور ګرمولو په موخه له نړیوالو امتیاز ترلاسه کوي او افغان حاکم ټیم هم ددې لپاره چې لدې لارې خپله بقا او شخصي شتمنۍ خوندي ويني او دیوه باثباته حکومت په راتګ سره به لدوی څخه پوښتنه کيږي. دافغان امنیتي ځواکونو له خوا په افغان اونړیوالو ځواکونو بریدونه ددې لامل شول چې خلک پردې شکمن کړي چې په افغان امنیتي ځواکونو کې مخالفینو نفوذ کړی دی په همدې لړ کې امریکا هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل حربي رول کم کړي. د امریکا ددفاع وزیر لیون پنیتا وایې د افغانستان اوسنۍ جنګ جګړ�
� بریالیتوب پر لور روانه ده . او افغان امنیتي ځواکونه ددې جوګه شوي چې دافغانستان پنځوس سنله نفوس څخه ساتنه وکړي او د امنیت د لیږد بهیر هم په ښه توګه پرمخ روان دي چې تر دوو راتلونکوکلونو پورې به ټول امنیتي مسولیت افغانانو ته وسپارل شي.خو اوس داچې افغان ځواکونه ددې جوګه شوي چې وکولای شي د وسله والو مخالفینو د ورانکاره فعالیتونو مخه ونیسي او کنه دا هغه پوښتنه ده چې ډیرۍ افغانان یې اندیښمن کړي دي او وایې چې افغان امنیتي ځواکونه د استخباراتي کړنو او همدارازن د وسلو او تجهیزاتو له پلوه هغې کچې ته نه دي رسیدلي چې ددې ورانکارو فعالیتونو مخه ونیسي. خو دا�
�غانستان ملي دفاع وزارت وایې ، چې کونړ او نورستان ته د القاعده شبکې د کسانو د ننوتلو خبر دوی ته هم رسېدلی.او په دې اړه یې څېړني پیل کړي .او کونړ او نورستان ولایتونه د پسرلنیو عملیاتو په سر کې ځای لري. داچې افغان ځواکونه به څومره وکولای شي په روان کال کې ورانکارو فعالیتونو مخه ونیسي او ددې ترڅنګ د ملکي مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي په دې اړه به راتلونکې ځواب ووایې