ژباړه : ع. شريف زاد
تاسو به اوريدلي وي چې د لويانو يو مشهور سقراط ٣٩٢ ق ،م د خپل وخت د عياشو، بې خبرو، ناپوهو، عوام فريبه حاکمانو ، واکدارانو، سا زش کارو سره سخته دښمني درلوده او سخت تنقيد به ېې ور باندې نيوه په همدې علت ورته د زهر و جام ورکړل شو. د مرګ څخه يوه ورځ مخکې د هغه يو شاګرد په زندان کې ورسره وليدل او لاندې خبرې اترې د هغوى تر منځ وشوى:
سقراط: يو شاګرد ته يې وويل چې ته ولې ژاړې؟
شاګرد: ددې لپاره چې سباته دغه خلک تا وژني.
سقراط: ايا ته غواړې چې سبا ته زه هغوى قتل کړم؟
شاګرد: افسوس په دې خبرې باندې چې دا خلک تا بې ګناه وژني.
سقراط: ځکه ته غواړې چې لومړى ګناه وکړم او بيا دې دوى ما ووژني.
شاګرد: استاد محترم که ته له محبس څخه تښتيدل غواړې د زندان ناظم زمونږ سره مرسته کوي او هغه مونږ اخستي دى.
سقراط: اياد خپل څخه فرار بد ديانتي نه ده؟
شاګرد: زمونږ پاچا چيرته ديانت دار دى چې مونږ ديانت داري وکړو.
سقراط: داکوم معيار نه دى چې تاسې رښتيا وايي کله چې ستاسو يقين دى چې نور هم رښتيا وايي پس که زه چيرته لاړهم شم نو ايا هغه خلک به دا معاف کړي؟ چې خپلوان مې ما د مرګ لايق ګڼي نو د پرديو څخه به څه توقع ولرو؟
په درناوي