يوهېواد نه شي کولاى له نشه يې توکو سره مبارزه وکړي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان.
د افغانستان لپاره د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو پنځم کنفرانس،دمارچ په ۲۶ نیټه د افغانستان، تاجکستان، پاکستان او د ایران د ولسمشرانو په ګډون د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې پرانستل شو،د ريکا کنفرانس مشري، چې په هغه کې د سيمې د هېوادونو لوړپوړي چارواکي او تر٧٠ د زياتو هېوادونو اوسازمانونو استازي ګډون لري،
د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير ډاکتر زلمي رسول پر غاړه ده، د افغانستان ولسمشر حامدکرزي په دغه کنفرانس کې وویل: اقتصادي ودې او پراختیا ته رسیدل د افغانستان د حکومت او خلکو یو له حیاتي لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي،د افغانستان جغرافيايي موقعيت د يوه اقتصادي پله په توګه، د سيمې هېوادونه سره تړلي دي او د اورګاډي د پټلۍ او د ګاز د نل ليکې غځېدنه کولاى شي د افغانستان پر اقتصاد مثبت اغېز وکړي،ولسمشر په خپله وينا کې د افغانستان لپاره د ريکا ناسته مهمه وګڼله او ويې ويل، چې افغانستان تل هڅه کړې، چې له اقتصادي پلوه وکولاى شي په خپلو پښو ودرېږي
ولسمشر کرزي زياته کړه، هغه مرستې چې نړيواله ټولنه يې هر ځل په اقتصادي کنفرانسونو کې ژمنه کوي، که په بشپړ ډول عملي کړي، د افغانستان پر اقتصاد به مثبتې اغېزې ولري
نوموړي د ګاز د نل ليکي او د پټلۍ د سترو پروژو يادونه وکړه، زياته يې کړه چې دغه پروژې نه يوازې افغانستان ته، چې د سيمې هېوادونو ته هم ګټورې تمامېږي،د هغو تړونونو له مخې، چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ لاسليک شوي دي، د ترکمنستان د ګازو نل ليکه له افغانستان څخه په تېرېدو له پاکستان او هند سره تړل کېږي،همدارنګه په دې وروستيو کې د ازبکستان هېواد د اورګاډي پټلۍ د حيرتانو د سوداګريز بندر له لارې د بلخ له مزارشريف ښار سره تړل شوى او هرات ولايت ته د ايران د اورګاډي پټلۍ د غزونې پروژه تر کار لاندې ده
حامد کرزي وويل: د اورګاډي هغه پټلۍ به، چې موږ يې د جوړولو په هڅه کې يو، پرته له شکه په سيمه کې شته فاصلې له منځه يوسي او لرې پرتې سيمې، بازارونه او خلک به سره نږدې او سره وبه يې تړي،هغه زياته کړه، چې اقتصادي پرمختګ او پراختيا ته رسېدل، د افغانستان د خلکو او حکومت له حياتي لومړيتوبونو څخه شمېرل کېږي، نن د افغانستان خلک په خپل هېواد کې د بشپړې سولې او ثبات د ټينګښت لپاره د هڅو ترڅنګ، هڅه کوي ترڅو له اقتصادي پلوه پر خپلو پښو ودرېږي او هغه ونډه چې د دوى د وړتياوو، طبيعي، بشري او جغرافيايي امکاناتو سره ښايي، د سيمې او نړۍ په اقتصاد کې ولوبوي،د افغانستان ولسمشر زياته کړه: هغه هيله چې موږ يې د ترسره کولو لپاره هڅه کوو دا ده، چې موږ وکولاى شو يوه ورځ د سيمې او نړۍ د نورو ملتونو ترڅنګ په ارمتيا او سوله کې ژوند وکړو. له سيمې او نړۍ څخه زموږ تمه هم دا ده، ترڅو له موږ سره زموږ د دې لويې او برحقې غوښتنې د پوره کېدو په لاره کې مرسته او همکاري وکړي،نوموړي سيمه ييزې اقتصادي همکارۍ يو ضروري او مهم چوکاټ وباله او ويې ويل، چې د دغه روښانه واقعيت په منلو سره د افغانستان حکومت، سيمه ييزه اقتصادي همکاري او پيوستون ته د خپلو ورځنيو او اوږدمهاله کړنو په سرکې ځاى ورکړي او د دې ډول همکاريو د ترسره کېدو په لاره کې يې له هېڅ ډول هڅو څخه ډډه نه ده کړې او وبه يې هم نه کړيد حامد کرزي په وينا، افغانستان له ټولو هغو سيمه ييزو سازمانونو او ټولنو سره، چې د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو د پلې کېدو او پياوړي کېدو په لاره کې هڅه کوي، تل او په جديت سره هر اړخيزه همکاري کوي،ولسمشر زياته کړه، چې افغانستان د خپل ملي پرمختګ پرګرامونه داسې جوړ کړي او پلي کړي، چې د سيمه ييزې همکارۍ د پياوړتيا لپاره مرستندوى وي او سيمه ييزو همکارانو ته محسوسې فايدې لاس ته راوړې،نوموړي وويل: موږ چې د افغانستان د اقتصادي او ټولنيزې پرمختيا لپاره کوم ګام پورته کوو، نېغ په نېغه يا په غير مستقيم ډول ګاونډيو او د سيمې هېوادونو ته ګټې له ځان سره لري. په افغانستان کې د بنسټيزې سولې او ثبات لپاره زموږ د شپو او ورځو هڅې پرته له شکه چې هغه کليدي پانګونې دي، چې د هغې ګټه څه نن او څه سبا، سيمې ته رسېږي،ولسمشر کرزي زياته کړه، چې د افغانستان طبيعى زېرمې لکه وسپنه، د ډبرو سکاره، قيمتي ډبرې کولاى شي د سيمې او نړۍ صنعتونه تغذيه کړي، پانګه وال او کارګران ترې لوى عوايد ترلاسه کړي،ولسمشر کرزي زياته کړه، د دې ډول سترو امکاناتو په رڼا کې ده، چې د افغانستان لپاره د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو پنځم کنفرانس ځانګړى اهميت پيدا کوي.
د ريکا په غونډه کې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ويلي، چې پاکستان تل په افغانستان کې د سولې او ثبات پلوى دى او په تېره کې يې د افغانستان د بيارغونې لپاره ژمنې او مرستې کړې دي او په راتلونکي کې بۀ هم دغه ډول مرستو ته دوام ورکړي.
همدارنګه د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په دې ناسته کې په خپله وينا کې وويل، جې د افغانستان په اړه ګڼ شمېر کنفرانسونه جوړ شوي، خو دومره عملي شوي نه دي، بايد هغه ژمنې چې دلته کېږي عملي شي،هغه زياته کړه، تاجکستان تيار دى، چې له افغانستان سره د مرستې په برخه کې خپل ټول توان په تېره بيا د کرنې، ښونې او روزنې په برخو کې او په بله هره برخه کې چې ضرورت وي، ولګوي،رحمان زياته کړه، تل په کنفرانسونو کې ويل کېږي چې نشه يې توکي په افغانستان کې کرل کېږي او له هغه ځايه قاچاق کېږي، خو هېڅ کله ونه ويل شول، هغه کيمياوي مواد چې د نشه يې توکو په جوړښت کې ترې کار اخيستل کېږي، چېرته جوړېږي،د تاجکستان ولسمشر وويل: زموږ ټينګار بايد ډېر پر دې وي، چې دغه کيمياوي توکي له کوم ځايه افغانستان ته واردېږي او څوک هغه واردوي؟،د ده په وينا، يوازې يو هېواد نه شي کولاى له نشه يې توکو سره مبارزه وکړي، بايد له دې سره ټول په ګډه مبارزه وکړو،دا په داسې حال کې ده، چې نشه يې توکي له افغانستان څخه تاجکستان او له هغې لارې روسيې ته هم قاچاق کېږي او دا دواړه هېوادونه تل په افغانستان کې له نشه يې توکو سره پر جدي مبارزې ټينګار کوي.
دایران  ولسمشراحمدي نژاد وویل په افغانستان کې د ټولو ستونزو او لانجو علت په افغانستان کې د ناټو ځواکونو په تېره بیا د امریکايي ځواکونو موجودیت دی،احمدی نژاد وویل، متحده ایالات له تروریزم سره د جګړی په پلمه د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې افغانستان ته پوځیان ولېږل او اوس له همدی پلمی څخه له ټولې سیمې د کړۍ راتاوولو لپاره کار اخلي،احمدي نژاد پوښتنه وکړه:د افغانستان پر خلکو په خپلو کورونو کې بریدونه کېږي، نو ایا مشکل په افغانانو کې دی؟،ده تاکید وکاوه چې مشکل د ناټو په پالیسۍ کې دی چې افغانستان ته له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم ننوته او اوس له هماغه شعاره په استفادې سره روسیه او چین محاصره کوي ویل کېږي چې ایران د پاکستان په شان په افغانستان کې د جګړې د اور د تازه کولو لپاره د دولت وسله والو مخالفانو او همداراز په افغانستان کې د بندونو د مخنیوي لپاره جنایتکارو ډلو ته وسلې او پیسې ورکوي،ویل کېږي چې ایران د دې لپاره دا کار کوي چې په افغانستان کې پر ناټو او امریکا فشار راوړي چې ایران د اتومي وسلې جوړولو ته پرېږدي،احمدي نژاد وویل، ناټو او امریکا باید مخکې تر دې چې وخت تېر شي خپله پالیسي بدله کړي او ژر تر ژره له افغانستانه ووځي، د دوی له وتلو سره به د افغانستان ستونزې حل شي،ده دا هم وویل چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو سره به په افغانستان کې د ممخدرو موادو او تروریزم ستونزې هم ختمې شي.
په دی کنفرانس کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو مشران او هم د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال رابرټ بلک په مشری یوه امریکايي پلاوي ګډون کړی خو د دغه پلاوي غړي د احمدي نژاد د وینا له پیلېدو سره سم د کنفرانس له تالاره ووتل،د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه کنفرانس موخه دا ده، چې افغانستان د منځنۍ او سوېلي اسيااوهمدارنګه د منځني او لرې ختيځ تر منځ د يوه سوداګريز او ترانزيټي پول په توګه رابرسېره شي او په دې توګه سيمه ييزو ګډو پانګه اچونو او د سوداګريزو اړيکو ټينګښت ته ډاډمنه فضاء برابره کړي. پای سلام خان.