ژورنالیست حمیدالله فیضي لنډه پیژندنه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
روح الله
حمیدالله فیضي د مرحوم حاجی اسدالله زوی دکابل د ده سبز ولسوالۍ اړوند د ۱۹ ناحیې د تنګي غارو کلي اصلي اوسیدونکی په قوم بابکرخیل دی. تحصلي درجه تردې مهاله لیسانس ده .
حمیدالله فیضي لومړنۍ زده کړې په ۱۳۷۱ کال کې دپلچرخي په عالی لیسه کې پیل او تر ثانوي زده کړوپه دې لیسه کې خپلو زده کړودوام ورکړ .

منځنۍ زده کړې په شاه دو شمشیره منځني ښونځي کې چې دکابل په ښار کې موقعیت لري ترسره او بیا خواجه عبدالله انصاري لیسه کې خپلو زده کړو دوام ورکړ.
په لسم صنف کې یې خپل پلار له لاسه ورکړ او له خپل مشر ورور سره دپلورنځي د چارو ترڅنګ خپلو زده کړو ته هم دوام ورکړ او په لومړۍ درجه له خواجه عبدالله انصاري ښونځي څخه د فراغت سند ترلاسه کړ.
دکانکور له ازموینې وروسته دکابل پوهنتون ژورنالیزم پوهنځي ته بریالې او په ۱۳۸۶ کال کې د ژورنالیزم پوهنځی په ښه درجې سره پای ته ورساوه .
د زده کړې ترڅنګ یې خپلو مسلکي چارو ته دوام ورکړ او لومړۍ یې په نورین ټلویزیون کې د خبریال او ژباړن په توګه کار کاوه وروسته له هغه د سبا ټلویزیون کې دخبریال او ویاند په توګه دنده ترسره کړه او ترڅنګ یې ځینې سیاسي خپرونې هم مخ ته بیولې .
وروسته له هغه د سیاسي خپرونې چلونکي په توګه افغان نیوز ټلویزیون کې دنده ترلاسه او خپلې ملي وجیبې ته یې دوام ورکړ .
ددې ترڅنګ ځینې سیاسي او اجتماعي لیکنې هم کوي څو د ټولنې دیوه فعال وګړي په توګه یې خپل ټولنیزه دنده ترسره کړې وي.
شخصیت :
ډیر برده باره او حلیم شخصیت ده.
له انسان سره مینه لري با اخلاقه او با کرکتره کسان یې ډیر خوښ دي.
وطن سره زیاته مینه لري ژبه یوازې د افهام او تفهیم وسیله ګڼي .
یوازینۍ ارزو یې داده چې ټول په دې وطن کې تر یوه چتر اویوه نامه لاندې چې افغانستان ته کار کوو همغږي او خپل وطن ته کار وکړي.