ژباړه: ع. شريف زاد
هو! زه هم ورته په کرکه ګورم او تر پښو لاندې يي کوم. نور يي مفهوم او اهميت له لاسه ور کړي او څه نور نه دي ورته پاتې .
هغه چې د خپل هنر مزدوري غواړى د ډير ټيټ فطرت خاوند دى.
هغه چې ددغه بازار په سرو او سپينو پسې سر ګردان دي پريږدي چې نور هم بې ارزشه سکې ته لاس واچوي، دا سکه هغه څوک اخلي چې ځان خر څوي، ولس خر څوي، کلى ، ښار، او بانډه خر څوي.
که نه غواړي چې دغه خلک وپيري نو راشه دوى ټول ځانونه خر څوى.
ته بايد دوى ته يو مناسب قيمت وټاکې، ته به خپله ا ميانې وشرنګوې که داسې ونه کړې نو دوى په تقوى اعتراف کوي.
ايا ته پوهيږي چې دوى ټول د تقوى خا وندان دي؟
افتخار او تقوا تل اوږه په اوږه وړاندې ځي تر څو چې دنيا شته ، خلک د تقوا بها په افتخار تاديه کوي. ما پريږدي چې د نړي د پر هيزګارنو په مقابل کې بد معامله اوسم
پريږدي چې زه د افتخار خاوند ته هيڅ ښکاره نه شم
زه چې ځان دغسې خلکو په مخکې وينم زړه مې له اندازې زيات د حقارت تمنا لري، زه دغه ستره سکه چې د نړي په بازار کې رواج لري او د افتخار په نامه ياديږي هيڅ ګڼمه او په نفرت ورته ګورم. زه اوس د افتخار او تقوا غوندې وړو خيزونو مخ کې نه يم ولاړ او نه د هغو په سوچ کې يم.
زه دغه وخت کې له ډيرو حقايقو سره مخامخ يم بايد غلى پاتې شم او يا بايد ډيرې لويې خبرې وکړم، اى زما پوهې او هوښيارې! راشه ته ووايه چې د نورو په فکر کې نه راځى.
په درناوي