د مولانا ډاکـټـر محمد سعید « سعید افغاني » لیکنه
زورور
ډیر زورور دی.
زیات قدرت او توان لری.
مال ، هستي ، سره او سپین ئی هم زیات دي.
قوم او قبیل اولادونه ، ځایونه او ځمکی ئی هم ډیری دي.
ډیر مغرور او بی انصافه دی .
هرڅه ئی چي زړه غواړي ، کوي ئی .
د چا په زوریدلو نه زوریږي او نه په دی کښې چورت وهي چې خلک ولی بی موجبه وزوریږي.
اکثر د خلکو له حال او احوال څخه واقفیت نه لري او نه ئی په دی خوا پام لیدل کیږي، حتی لیا نه داسی زوریدل منې .
د ځانی خوښي ، صحنو او خبرو پسی ئی دوه غوږونه او دوه سترګی څلور دي څو چې همدومره چې د ده فکر په کښی لږ شانې ستومانه شې د اوریدو او لیدو د پاره ئی حاضریدی نشې .
ساعت تیری دپاره زیاته هڅه لري ، د خوراک او څښاک دپاره ښه سرشته برابروي او د توان څخه ئی هم پوره ده .
اشتها ئی ښه او صحت ئی جوړ دی .
د ښکار شوق لري او وسایل دتګ او راتګ ئی ښه دي.
متاسفانه هرڅه لري خو انسان نه دی او نه د انسانیت زړه او عاطفه په کښی لیدله کیږی!
افسوس نصیحت نه اوري او نه د وخت د ایجاباتو پروا لری !
واقعآ څومره چی دی د ټولنې او اجتماع څخه لرې دی، هغو مره اجتماع اوټولنه هم له ده څخه لری ده !
په ډیر جرئت باید ولیکم او ووایم :
وطن دوستان او دوطن خدمتګاران باید د دغه شانی عناصر و په مقابل کښې نه ستومانیدونکې مجادله جاري وساتي .
سعید افغاني
۱۳۵۰ هجری شمسي ـ کابل
www.said-afghani.org