طالبانو له افغان دولت سره خبرې بې فايدې بللی دې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
طالبانو دوه مياشتې مخکې اعلان کړى وو، چې دوى له امريکا سره د خبرو په موخه په قطر کې د دفتر پرانيستلو ته چمتووالى لري دافغانستان او امریکا حکومتونو هم له دغه خبرو سره خپله موافقه ښودلی وه خو دپنچشنبی په ورځ دمارچ ۱۵ نیته،وسلوالو طالبانو په خپله تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي دی چې په قطر کې يې له امريکايانو سره د خبرو
اترو پروسه وځنډوله،طالبانو په خپله خبر پاڼه کی ویلی دی ، چې د دغه سياسي دفتر د پرانيستلو اصلي انګيزه دا وه، چې دوى وکولای شي له نړيوالو سره په ازاد مټ او له خطره لرې اړيکې ټينګې کړي او هم د مخالف لوري دا بهانه ورکه کړي، چې بار بار به يې ويل، چې د طالبانو ادرس دوى ته معلوم نه دی، ترڅو تماس ورسره ونيسي،طالبانو ویلی دی چی،همدارنګه مو غوښتل چې مخامخ ټولو جهتونو ته دا خبره وکړو، چې موږ په راتلونکي کې له هر چا سره هغه تعامل ته تيار يو، چې دوه ازاد هېوادونه يې په خپل منځ کې سره کوي او هر لوری خپل نافذه قوانين په نظر کې نيسي او غوښتل مو، چې د نړيوالو له ذهنونو هغه خبرې هم ليرې کړو، کومې چې زموږ دښمنانو په موږ پسې کړې دي
د وسلوالو طالبانو په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دوى سياسي استازو له امريکايانو سره په قطر کې د هغه سياسي دفتر په پرانيستلو، کوم چې د طالبانو او قطر حکومت ترمنځ وار د مخه موافقه ورباندې شوې وه، په هغه کې د اسيرانو د تبادلې پر سر لومړنۍ خبرې پيل کړې چې په دې برخه کې امريکايانو د اسيرانو د تبادلې په پلي کولو او د دوى د سياسي دفتر د مخالفت د نه کولو موافقه هم وکړه؛ خو د وخت په تېرېدو سره مقابل لوري په خپلو ژمنو وفا ونه کړه اوامريکايي لوري په دې جريان کې يو لړ داسې تبليغات هم پيل کړل، چې  ګواکې د طالبانو استازو له دوی سره د افغانستان د عمومي لانجې په اړه هر اړخيز مذاکرات پيل کړي دي،په خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې سره هم مهال حامد کرزي له کوم سند پرته ادعا وکړه، چې افغان حکومت او امريکا له طالبانو سره په ګډه مذاکرات پيل کړي دي،سرچينه وايي، چې طالبانو له پورته يادو شويو دوو خبرو  یعنی د دفتر پرانستنې او د بنديانو تبادلی سربېره، پر نورو موضوعاتو هېڅ ډول مذاکرات نه دي کړي، نه هم له چا سره نور کوم شرايط منل شوي او نه هم له افغان حکومت سره خبرې شوې دي،د طالبانو خپره شوې خبرپاڼه وايي، له همدې امله د امريکې د بدلېدونکي او غير ثابت دريځ په نظر کې نيولو سره، دوى له امريکا سره د خبرو توقف ته مجبوره شول او د خبرو د ځڼد اصلي لامل هم د امريکې متزلزل، بدلېدونکی او غېر واضح موقف دی.
سرچينې ويلي، چې دوى په قطرکې له امريکايي لوري سره خپلې پيل کړې خبرې سر له نن څخه  تر هغو متوقفې کړې، ترڅو چې امريکايي لوري د نوموړو مشخصو موضوعاتو پر سر د بحث کولو لپاره خپل موقف ښکاره او د وخت له ضياع پرته د شويو ژمنو په اړه د عملي کولو چمتووالی نه وي ښودلی.
خبرپاڼه کې راغلي: د افغانستان مسئله دوه بعدونه لري، يو يې خارجي بعد او بل يې داخلي بعد دی؛ خارجي بعد يې په امريکايانو پورې اړه لري او داخلي بعد يې په افغانانو پورې، ترڅو چې خارجي بعد نه وي انجام شوی، چې د هغه د عملي کېدو توان  يواځې له خارجيانو سره دی، داخلي بعد ته ورننوتل بې معنا او د وخت ضياع ده؛ له همدې امله، طالبان له افغان دولت سره خپلی خبرې بې فايدې بولی.پای سلام خان