دافغا نستان داوسنی ګړکیج دحل لپاره

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
بسم الله الرحمن الرحیم
دسولی اورغونی دټولني وړاندیز
دسولی او رغونی د ټولنی مرکزی دارالإنشاء
دسولی اورغونی ټولنه یوه اصلاح غوښتونکی سیاسی او اجتماعی ټولنه ده. چه یوازی دخبرو اترو او جوړ جاړی له لیاری دباور وړ او تل پاتی سوله په هیواد کی غواړی.

دسولی او رغونی ټولنه په داسی حال کی چه امن او قلاری دژوند په ټولو چاروکی داستقلال او ترقۍ کلی بولی .ټولنیز عدالت داکثریت غوره والی او دیو قانون مند دولت شتوالی چه دخلکو داکثریت له خوا غوره شوی وی .ضروری اود سولی ضامن ګڼی .
دسولی لاسته راوړل،دقانونی دولت تشکل ، چه دامن ، قلارۍ ،عدالت او دترقۍ ضامن وی.په جنگ او ویره اچونه قدرت ته رسیدل ،داسلامی ارزښتونو،او هم دهیواد،او هیواد والو ،دلوړو ګټوسره مخالف بولی او ارزوی ئي.
نو په دی دلیل دسولی او رغونی ټولنه ،دورانۍ اود دولتی نظام د ړنګولو پر ځای اصلاح کول خپله موخه او منزل ته درسیدلو لیاره بولی،او ټول مخالف ښکیل او اړوند ،طرفونه خبرو اترو او مذاکراتو ته رابولی.
دسولی او رغونی ټولنه دخپلومخو او اړینو هدفونو سره سم دافغانستان دکړکیج دحل لپاره په دوه مرحلو کی دا سی و ړاندیز لری.
:لمړی پړاو
1.د افغانستان دکړکیج ښکیل داخلی پنځوو اړوندو طرفونو څخه دسولی گد کنفرانس (ګده جرګه) جوړول.
الف.ددولت دری ګونه قواوی،او دشورای عالی صلح نماینده ګان.
ب. مخالف وسله وال(طالبان،دحکمتیار په مشری اسلامی حزب،دحقانی ډله او نوروسلوال مخالف.
ج.سیاسی مخالفین  لکه جبهۀ ملی ،ایتلاف ملی او نور سیاسی مخالف.
د.مدنی ټولنه  (سیاسی حزبونه، اجتماعی تولنی، دښځو دحقوقونه دفاع کونکی تولنی او دنورو مدنی ټولنو استاذي ).
ه.دبهر ملکونوڅخه دافغان مهاجرینو استاذي.


:دکنفرانس او جرگی آجندا(سرتکي)
1. فوری اوربند ،دجنگ نه کول ،او ددولت نه ړنګول،او قدرت ته درسیدلو لپاره  سیاسی ،ټولنیز ،اوبی وسلی فعالیتونه خپله اصلی او اساسی لیاره ګڼل.
2.ددولتی نظام ، سالمه او صالحه اصلاح کول، تعدیلول، او جوړولو په برخه کی دنظر یو والی ،دیو بل منل ،خبری اتری او جوړ جاړی.
3.دلوی جرګی او پارلمان راغوښتل . تر څو داساسی قانون ځنی مواد تعدیل او دنظام داصلاح په لیاره کی دشوو فیصلو دعملی کولو او تطبیق لاری چاری  ولتوی.
4.دملی ګټو،ملی استقلالیت،ملی حاکمیت،ځمکنی تمامیت،او تاریخی ارزښتونو،ملی یو والی پیږندلو  او تعریف لپاره مذاکره او توافق.
5. د دگاونډیو ملکونو لکه (پاکستان /ایران)سره درابطو تګ لیاره او دنورو ګاونډیو او خارجی بهرنیو ملکونو سره دمتقابلو ګټو په اړوند تگ لیاره او کوټلی پالیسی جوړول.
6.دپاکستان او ایران سره داړوند و مسئلو په حقله موخه ټاکل ، چه دافغانستان لپاره ډیر مهم دی ، دسولی په اړوند د اختلافونو په سر خبری اتری او فیصلی.
7. دبهرنیو اړوندو ،او دوستو ملکونو سره په سیاسی او نظامی برخه کی کوټلی پالسی ،دبهرنیو قواو وتل،ملی ا ردو ځاي پر ځای کول،دپولیسو او دملی امنیت ارگانونو په ملگرتیا دسولی تظمین.
8.د سولی ددوهم پړاو دکنفرانس(جرگی) لپاره شریک هیئت ټاکل او په سرتکو( آجندا) موافقه کول.
:دوهم پړاو
دسولی کنفرانس او یا دسولی پراخه جرګه
1. دسولی پراخه جرګه دافغانستان دګاوندیانو،دمنطقوی ملکونو( هند ،چین ،سعودی عرب ،روسیه) دملګرو ملتونو استاذی، داسلامی کنفرانس استاذی، دامریکا متحده ایالات، بریتانیا ، ناتو، او داروپا ئی  ټولني نمایندگان او استاذی.
2. ددوه مخیزو  او څو مخیزو موافقوچه دافغانستان داستاذو او نورو ملکونو له استاذ و سره دشریکو گتو  په سر دشوو موافقو ، فیصلو ساتل او عملی کول.
3. دسولی دساتلو په موخه د بهرنیو هیوادونو او نړی والی اړوندي ټولنی څخه داخلاقی او لازمی مرستو دمتوازن پیشرفت ، او ترقی لپاره اودافغانستان په کورنیو چاروکی د نه مداخلت  په حقله  هوډ اوتعهد.
4.دشوو موافقو دساتلو لپاره دنړیوال بی طرفه او باصلاحیته هیأت تاکل او ځای په ځای کول ، چه ددوه مخیزو او څو مخییزو شوو فیصلو او توافقاتو څارنه او نظارت وکړی .
5. دشوو فیصلو دقانونی کولو  لپاره دافغانستان دپارلمان تأئید او موافقه اخیستل.
ومن الله التوفیق
دافغانستان دسولی او رغونی تولنه  مرکزی دفتر ( دارالإ نشاء)/فرانکفورت/جرمنی
یاډونه؛لطفا خپله اصلاحی،انتقادی پیشنهادات او نظریات په لاندی آدرس کی واستوی
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.