زرقا او امير معاويه (رض)

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ژباړه : ع. شريف زاد
دحضرت عثمان (رض) څخه وروسته د حضرت على(رض) ٦٦١م او امير معاويه (رض) ٦٨٠م اختلافات دومره شديد او لوړ حد ته ورسيده چې د صفينو جنګ باندې منتج شوي دي. جګړه د کوفې يوه شاعره ښځه چې زرقا بنت عدي نومده ، جنګي اشعار يي ويل او د حضرت على( رض) پوځيانو ته يې د شهادت تر غيب ورکاوه
څرنګه چې امير معاويه په خپله هم ديوې لوېې درجې اديب وه د زر قا د اشعارو څخه ډير متاثره شو.
څه ناڅه اته کاله وروسته ېې بيا زرقا په ياد راغله او د کوفي والي ته ېې وليکل چې زر قا ماته راولږه، کله چې زرقا د امير دربار ته ورسيدله امير ېې مخې ته ورغى او د هغې تود هرکلى ېې په پوره عزت کې وکړ.
امير: ايا تاته معلومه ده چې ما دڅه شي لپاره را وغوښتلې؟
زرقا: علم غيب يواځې الله سره دى.
امير: ستاسو به په ياد وي چې د صفينو په جنګ کې تاسې جنګي اشعار ويل؟
زرقا: هو! په ياد مې دي.
امير: غواړم چې هغه بيا واورم.
زرقا: که اوريدل غواړي على (رض) راوله خپل پوځونه وباسه او صفينو ته ولاړ شه.
امير : ولې ته هغه په دې محفل کې نه شې لوستلاى؟
زرقا: زما اشعار هغه الهامات وه، کوم چې على (رض) ېې مبلغ وه د هغه د شهادت څخه وروسته ولولې سړې شوې.
امير: تاته به اوس دا احساس شوى وي چې څوک په حقه وه او څوک په باطله؟
زرقا: اوس نه بلکې په اوله کې مااحساس کړى وه چې په غلطه کې وي او حضرت علي (رض) په حقه کې وه.
امير: د على(رض) سره ستا مينه د هغه په ژوند کې دومره حيرت انګيزه نه وه بلکې چې نن د وفات څخه دې مينه حيرت انګيزه ده.الله جل جلاله دې په تا رحم وکړي څه حا جت لرې چې زه يي اجرا کړم؟
زرقا: زه خپل حاجات الله ته وړاندې کوم ته د هغه وړ نه يي چې خپل حا جت تاته ووايم.
هغه نه وروسته امير هغه په ډير احترا م رخصت کړه او د کوفې والي ته ېې وليکل چې هغې ته به د کال لس زره درهم ورکوي.

په درناوي