دکندهار والي دمشرانو جرګي له سخت انتقاد سره مخامخ دی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
په هغې غونډه کې چې دمشرانو جرګي درييس فضل هادي مسلميار په مشرۍ دکب دمیاشتی په ۲۲ جوړه شوه  دکندهار دوالي  توريالي ويسا  دبيا بيا نه شتون  اودسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکي اداري  درييس عبدالخالق فراهي  نه گډون له قانون څخه دسرغړونې اوله مسووليت څخه تيښتې په توګه وبلل شول او ويل شول 
داڅويم ځل دى  چې دکندهار والي  په غيرقانوني ډول په کندهار ښارکې دنږدي زر جريبه ځمکې دپلورنې ، له مليونونو ډالرو بهرنيو مرستو څخه دناوړي استفادي ، يو جعلي سناتور ته ددولتي اسرارو دورکولو ، بهرنيو ګوډاګيانو ته دتړلتيا  اودنورو  مواردو په ګډون دځينو پوښتنو په باب استجواب ته نه دى حاضر شوي   دغوپوښتنو ته له ځواب ورکولو څخه د ده دويري او ډار څرګندوى دى  اوپريکړه وشوه چې ښاغلي توريالي ويسا دې  له قانون څخه ديو تښتيد ونکې مسوول  ، استفاده غوښتونکې اوپه ملي خيانت دتورن په توګه په رسمي ډول دپوښتنې په مقصد دهيواد عدلي اوقضايي ارګانونوته ور وپيژندل شي او دده دګوښه کېدو پيشنهاد دي دجمهوري رياست مقام ته وړاندې شي
سناتورانو دغه  راز دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکي اداري رييس عبدالخالق فراهي  نه گډون هم له قوانينو څخه څرگنده سرغړونه وبلل شوه او ويل شول  چې دغه اداره نه يوازي  دکميسيونونو عمومي غونډي ته دواليانو او ولسوالانو له حاضرولو څخه ډډه کوي بلکې ددغې اداري رييس او نور مسوولين هم  دځواب ورکولو په مقصد نه حاضريږي چې بايد دقانون دساتنې دمرکزونوله خوا ترپوښتنې لاندې ونيول شي
دغه رازپه نننۍ غونډه کې له امريکا سره دافغانستان دستراتيژيکي تړون په باب هم خبري وشوي  . ځينو سناتورانو وويل  چې دشپې دعملياتو تکرار  او دامريکايي ځواکونوپه واک کې دجيلونو دمسووليت شتون ددغه تړون په لاسليک کولو کې دمخنيوي دلايل دي  خو ځينو وويل   ترهغه وخت پوري افغان ځواکونه مسووليت منلو اوپه سمه توګه  اوپه مستقل ډول ددغو دوو دندو اجرا کولو ته چمتو نه شي  دافغانستان دسولې اوثبات بهيربه له جدي خطرونوسره مخامخ شي اوددغې نيمګړتيا دلري کولو لپاره بايد دغه  تړون لاسليک شي چې له  ٢٠١٤ کال وروسته بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي   دهيواددفاعي مرکزونه دمستقلي دفاع ځواکمني پيداکړي،په پاى کې دمشرانو جرګي دغه مسله تائيد کړه چې دروان کال ددوديږي لوي جرګي دپريکړو په پام کې نيولو سره دې بايد له امريکا سره ستراتيژيکي تړون لاسليک شي. پای سلام خان