زه د ماربورګ د افغانانو د کلتوري اتحادئې په استاذيتوب ، په ډير درنښت سره د ښځود نړيوالې ورځې په مناسبت، ټولو افغاني خويندو ، ميندو او د نړۍ ميرمنو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوم .
ښځې چې د ټولنې نيمائې برخه جوړوي ، د ژوندانه په ټولو ( سياسي ، اجتماعي ، اقتصادي ، فرهنګي......) برخو کې حق لري په ديموکراتيکه او آزاده توګه ونډه ولري او همدا ګډون په ټولنه کې د پرمختګ سبب ګرځي . پرتمينه دې وي د ښځو د پيوستون نړيواله ورځ .
انجینیر عبدالکبیر کاکړ