د زندانونو دسپارلو موافقه ډیر ژر لاسلیک کیږې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
د افغانستان او امریکا ترمنځ ستراتیژیک سند به چې واشنګټن او کابل پرې له څه باندې یوه کال راهیسې خبرې پیل کړي، له ۲۰۱۴ کال وروسته چې ټول بهرني عسکر له افغانستانه وځي، په دې هېواد کې د امریکا د پوځي حضور لپاره یو قانوني چوکاټ وي،د افغانستان حکومت له امریکا او ناټو څخه غوښتي، چې که دوی دا ومني،
چې د شپې له خوا د افغانانو پرکورونو به نورعملیات نه کوي او واشنګټن د یوه مهال ویش له مخې د زندانونو مسولیت د افغانستان حکومت ته سپاري نو حاضر دی، چې له مریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو سند لاسلیک کړي ویل کیږي، چې دافغانستان ولس مشر حامد کرزی متحده ایالاتو ته د زندانونو د سپارلو د پروسې د پیل لپاره د مارچ نهمه وروستۍ نیټه ټاکلې ده.
د ځونو خبری اژانسونو د راپورنو له مخې د دوشنبې د ورځې په غونډه کې، چې په کې ولسمشر کرزي، په کابل کې د امریکا سفیر رایان کراکر او په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان برخه اخیستې وه، امریکا افغان چارواکو ته د زندانونو د سپارلو لپاره د یوه شپږمیاشتنی پلان وړاندیز وکړ،یوه افغان چارواکی د خپل نوم نه ښودلو په شرط، ورویتر اژانس ته ویلي، چې د دې امکان شته چې په راتلونکو څو ورځو کې د زندانونو د مسولیتونو د انتقال پروسه پیل شي او تر شپږو میاشتو پورې به بشپړه شي او دامریکی تر کنترول لاندی د زندانونه دسپارلو په اړه به یوه موافقه ډیر ژر تر لاسه شې،په دې سره به د افغانستان او امریکا ترمنځ د اوږدمهاله اړیکو د هغه سند د لاسلیک کیدو امکانات زیات شي، چې په اړه یې ویل کیږي، د دواړو لورو ترمنځ خبرې په دې وروستیو کې په ټپه دریدلې دي په دی اړه د ولسمشر کرزی ویاند هم له رسنیو سره په مرکه کې ویلی دی، چې دواړه لوري اوس پرتفاهیم لیک غور کوي او دی هېله من دی، چې ترراتلونکو درې ورځو پوری به یوه موافقه حاصله شي ویاند ایمل فیضی دا هم ویلی دی ، کله چې د زندانونو د مسولیتونو د انتقال په برخه کې یوه موافقه حاصله شي؛ نو له هغې وروسته به داوړه لوري هڅه وکړي، چې د شپې له خوا د عملیاتو پرموضوع یوه تفاهم ته ورسیږي،ولسمشر کرزي هم دتیری سه شنبه په ور ځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې له امریکا سره د ستراتیژیک شراکت پرسر خبرو کې پرمختګونه شوي دي او ډیر ژر به له امریکا سره دسترا تیژیکو همکاریو تړون لاسلیک شې.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د سې شنبې په ورځ ویلی دی چې متحد ایالتونه له افغانستان سره اوږدمهالو اړیکو ته ژمن دي خو په دې هیواد کې به خپل پوځي حضور تر اړتیا زیات اوږد نه کړي،ده په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور ضرورت تر هغه وخته وباله چې القاعده بیا سر راپورته نه کړي او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هیواد کې بې ثباتي رامنځته نه شي،دامریکی ولسمشر دا هم ویلی دی، هغه تاوتریخوالی چې تېره میاشت (فبروري) په بګرام کې د قرانکریم د نسخو له سوځېدو وروسته وشو، د دې ښودنه کوي چې اوس هغه وخت راغلی چې ناټو امنیتي چارې افغانانو ته وسپاري.
د دغه سند په اړه کابل او واشنګټن تراوسه څو ځلې خبرې کړي، خو تراوسه پورې یې نه یواځې دا چې مطلوبه نتیجه نه ده ورکړې، بلکې په دې وروستیو کې د دې خطر هم زیات شوی، چې ممکن دغه سند هیڅ لاسلیک نه شي چی په دی هکله دافغانستان ولسمشر حامد کرزی دمختلفو لورو دډیرو فشارونو لاندی هم دی چی باید دنومړی تړون ولاسلک ته غاړه کیږدی،اسوشيټېډ پرېس د سپنتا د پخواڼي سلاکار داود مراديان له خولې خبر ورکوي، چې د افغانستان د ملي امنيت شورا رييس (رنګين دادفر سپنتا) له امريکې سره د ستراتيژيک تړون پر سر استعفا کړې ده ، خو ولسمشر کرزي نه ده منلې. د خبرونو له مخې ښاغلی سپنتا پر ولسمشر کرزي فشار راوړي چې له خپلو سختو شرايطو تېر شي، د شپې د عملياتو پر سر له امريکې سره جوړ جاړي ته ورسېږي او ستراتيژيک تړون لاسليک کړي. د يادونې وړ ده چې سپنتا پخواهم څو ځلې استعفا کړې وه، خو کرزي نه ده منلې.د افغانستان د چارو یوشمېرسیاسی څیړونکي له امریکا سره د اوږدمهاله اړیکو د تړون لاسلیک کول د افغانستان لپاره ډېر مهم بولي هغوی وایی، چې پرافغان ولسمشر له یوې خوا د ګاونډیانو لکه ایران او پاکستان فشار دی؛ چې له امریکا سره دغه مهم سند لاسلیک نه کړي، خو له بلې خوا کرزی د خپلو نژدې کړیو تر فشار لاندې هم دی، که کرزی نن ورځ دغه فرصت له لاسه ورکړي نوبه تاریخي مسولیت د ده پر غاړه وي همدا راز. که د افغانستان او امریکا ترمنځ د اوږدمهاله اړیکو د سند په اړه خبرې له ناکامۍ سره مخامخ شي؛ نو به په هغه صورت کی د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې ترینګلې شي اوهم به ډیر وخت ونیسي، چې افغانستان له بشپړې سولې او امن څخه برخمن شي،په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخواني استازي زلمی خلیل زاد هم ویلي دي چي د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتیژیک تړون په لاسلیک کې به ځنډ د افغانستان د امنیت او ثبات له پاره جدي ستونزي پیښي کړي او ځنډول یی تاون لرې . پای سلام خان