سلام خان
دډیرو مهمو رسنیو د را پورونو پر اساس د امریکا او افغانستان ترمنځ ګڼو ستونزو ته په کتو د دواړو هیوادونو ترمنځ ستراتیژیک تړون له ګواښ سره مخامخ کړی دی،افغان ولسمشر چمتو ندې، چې په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو په ولکه کې د زندانونو او د شپې د چاپو پر سر له امریکایی لوري سره جوړ جاړې وکړي
ځینو ورځپاڼو هغو فشارونو ته اشاره کړې، چې له شیکاګو سرمشریزې مخکې د ستراتیژیک سند د لاسلیک لپاره په ولسمشر کرزي موجود دې،د ولسمشر کرزي د ویاند ایمل فیضي ویلی دی، ترهغو، چې امریکا د دودیزې لویی جرګې سپارښتنې و نه مني له امریکا سره به ستراتیژیک سند لاسلیک نشي، فیضي دا منلې، چې
ولسمشر کرزې پدې اړه د ځینو فشارونو لاندې دې، خو زیاته کړې، چې ښاغلې کرزې به دې فشارونو ته غاړه کینږدي او ملي ګټو ته به لومړیتوب ورکړي
دیوه نوی خبر پر بنیاد یو افغان چارواکي په کابل کی رسنیو ته ویلي دي چې په واشنګټن کی د ستراتيژيک تړون د لاسلیک کولو په اړه خبرې اترې ځنډولي دي،دا خبره وروسته تر هغه وشوه چې ولسمشر کرزي د زندانونو د چارو پر سپارلو او د شپنیو عملیاتو د بندیدو غوښتنه وکړه او په خپله غوښتنه ټينګ ودریده
ولسمشر کرزي ټينګار کړی و چې دا تړون به هغه وخت لاسلیک کیږي چې امریکا شپني عملیات ودروي او هم د بګرام د زندان چارې افغان ځواکونو ته وسپاري،کابل او واشنګټن دا تړون تر ۲۰۱۴ کال وروسته د دواړو هیوادونو تر منځ د اوږدمهاله همکاریو په موخه لاسلیک کاوو امریکایی چارواکو ویلی دی چی دواړه لوری په دی برخه کی بی باوره وو،امریکايي چارواکو ټينګار کړی و چې دا تړون باید د مۍ په میاشت کې په شيکاګو کې د جوړیدونکې ناستې څخه وړاندې لاسلیک شي، خو افغان چارواکو ویلي و چې دا به ناشونې وی
د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د رامنځ ته کولو په وړاندې یو اساسي خنډ د دواړو هیوادونو د چارواکو او ولسونو ترمنځ فکري توپیر دی،افغانان که څه هم د خپل تاریخ په اوږدو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي دی او هر څه یی له لاسه ورکړي، خو بیا هم یو غرور لري، حال دا، چې امریکایان بیا بل نظر لري او د هر څه په وړاندې زور او زر اساسي معیار بولي دا ځکه چی،د امريکاپه ولسمشريزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند( نیوټ کنګریچ) ویلی دی، امريکايان نور مجبور نه دي، چې افغانستان جوړ کړي، ځکه افغانانو خپل ټول عمر له بهرنيانو سره په کرکه کې تېر کړى دى او ویلی یی دی چی د ولسمشر حامد کرزي حکومت له امریکا سره د احمقانو په څېر لوبه کوي، په افغانستان کې د ستونزو حل نور ستونزمن دى او له دې وروسته دا په خپله په افغانانو پورې اړه لري، چې خپل تياره او حقير ژوند روښانه کړي.
موږ نور مجبور نه يو، چې افغانستان جوړ کړو او دا ممکنه هم نه ده. دا هغه خلک دي، چې خپل زرګونه کاله ژوند يې يوازې له بهرنيانو سره په کرکه او جګړه کې تېر کړى دى. په افغانستان کې زموږ حضور د دغه هېواد لپاره د نوو بهرنيانو په څېر دى، چې اوس بايد موږ له خپلې خاورې وباسي او دا يو واقعي مشکل دى. د جمهوري غوښتونکي ګوند دغه نوماند وايي، اوباما بايد په افغانستان کې د دوو امريکايې سرتېرو تر وژل کېدو مخکې د قران کريم د سوځونې په تړاو له افغانستان نه بښنه نه واي غوښتې. ګنګريچ وايي، د ولسمشر حامد کرزي حکومت له دوى سره د احمقانو په څېر لوبه کوي.
د سياسي چارو کارپوهان د نيوټ ګنګريچ دغه څرګندونې له حقيقت نه لرې او د افغانستان د خلکو سپکاوى بولي. د دوى په وينا، په افغانستان کې د روان تاوتريخوالي او ترهګرۍ رېښې د امريکا او لويديز له هغو تېروتنو سرچينه اخلي، چې له کابل نه يې د شوروي اتحاد د ځواکونو تر وتلو وروسته کړې دي،دوی وايي، د زندانونو د سپارنې او د شپې عملياتو د بندولو په اړه د افغان حکومت غوښتنې د افغانستان د ملي خپلواکۍ او حاکميت غوښتنې دي او دا احمقانه لوبې نه دي، بلکې احمقانه لوبې د دوى دا څرګندونې دي.
د علماوو شورا په علاميه کې چی په دی ورستیو کی صادره شوی دی په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو د زندانو په اړه د اندېښنې د څرګندولو په ترڅ کې د دغو زندانونو د تړلو غوښتنه شوې او ويلي شوي چې ديني کتابونو ته سپکاوى هم د دغو زندانونو د غيرې قانوني مديريت له امله شوى دى. د علماوو د شورا په علاميه کې ويل شوي : د عالمانو شورا او د افغانستان د اسلامي دولت مسؤولينو په وار وار د هغو زندانونو د وضعيت په اړه چې د بهرنيانو له خوا اداره کيږي، اندېښنه ښوولې او اړوندو افغان مسؤولينو ته ددغو زندانونو د مسؤوليتونو د لېږد او د شپې لخوا د عملياتو د بندولو، تلاشيو او د خپل سرو افغانانو د نيولو غوښتنه يې کړې ده، خو بهرنيانو د افغانانو دې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دى ويلى.د عالمانو سرتاسري شورا په بګرام زندان کې قرانکريم او نورو ديني کتابونو ته سپکاوى د همدې غير قانوني مديريت له امله بولي او په جدي ډول د خارجي زندانونو د بندولو او د افغانستان حکومت ته د زندانيانو د برخليک د سپارلو غوښتنه کوي، تر څو په راتلونکي کې د ورته پېښو د تکرار مخنيوى وشي. پای سلام خان