سترا تیژیک تړون په ځانګړو شرایطو سره لاسلیک کیدای شې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
له هغه وروسته چي د بگرام د هوايي اډې په زندان کي د يوه امريکايي عسکر له خوا د قران شريف د سوځولو پيښه رامنځته سوه او بيا په کورنيو چارو وزارت کي دوه امريکايي سلاکاران ووژل سول، په افغانستان کې د امريکا د جگړې په اړه انديښنې ډيري شوي دي،د ناټو عمومي سرمنشي اندرس فوګ راسموسن له ولسمشر کرزي سره په ټليفوني
اړیکه کې په تیرو څو ورځو کې د امریکې ضد لاریونونو کې د لسګونو افغانانو د وژل کیدو له امله ولسمشر کرزي ته د خواشيني مراتب وړاندې کولو په طرځ له هغه ځخه غو ښتنه کړی ده چی له آمریکی سره ستراتیژیک تړون ډیر ژر لاسلیک کړې،په ځواب کې ولسمشر کرزي د ناټو سرمنشي ته ویلی  دی چې دوی له امریکې سره د ستراتيژيک تړون د لاسلیک کولو په برخه کې مینه وال دي خو دا تړون به په ځانګړو شرايطو سره لاسلیک شي،چې په دې شرطونو کې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی، د شپنیو عملیاتو درول او افغان ځواکونو ته د بګرام زندان د چارو سپارل شامل دي
په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخواني استازي زلمی خلیل زاد ویلي دي چي د کابل او واشنګټن ترمنځ د سترا تیژیک  تړون په لاسلیک کې به ځنډ د افغانستان د امنیت او ثبات له پاره جدي ستونزي پیښي کړی، نوموړی
دغه څرگندوني تيره ورځ په کابل کي د خبريالانو يوې کوچنۍ ډلي ته کړي دي د امریکا او افغانستان تر منځ له څو میاشتو راهیسي د یوه اوږد مهاله ستراتیژیک تړون پر سر خبري رواني دي، خو د دغه سند پر سر يو لړ اختلافونو دغه هوکړه تر اوسه پوري ځنډولې ده،د امريکايي ځواکونو لخوا د شپې عملیات او د بګرام په گډون په ملک کې د ټولو بهرنیو زندانونو افغاني کیدل هغه موضوع ګاني دي چې د سند د لاسليک د ځنډ سبب گرځېدلي دي ، خلیلزاد په دغه برخه کې ځنډ د دواړو لورو په زیان بولي. د هغه په وینا افغان حکومت باید هر څومره ژر چې ممکنه وي پر دغه سند هوکړه وکړي که نه نو د ملک ګاونډیان به له دغه واټن څخه ناوړه ګټه پورته کړي او کیدای شي چې د کابل او واشنګټن تر منځ د باور او همکارۍ فضا ته زیان ورسوي هغه ویلی دی چی دا د.
افغانانو او د افغان حکومت په ګټه کار نه دئ چې له امریکا سره د ستراتیژیک تړون په لاسلیک کې ځنډ وکړی  ځکه دلته سیمه ييزي سیالۍ رواني دي او د سیمي هیوادونه په خاصه توګه ګاونډیان غواړي په افغانستان کې لاس وهنه جاري وساتي
د ناټو عمومي سرمنشي ویلي دي چې له امریکې سره د ستراتیژيک په اړه چې تر ۲۰۱۴ وروسته د دوی د سرتیرو د پاتې کیدو څرنګوالی به هم پکې وي د مۍ په میاشت کې په شیکاګو کې په جوړیدونکې ناسته کې مطرح شي،د ناټو عمومي سرمنشي د سه شنبې په ورځ ویلي و چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی به د امنیتي چارو د لیږد پر پروسه چې وړاندې ټاکل شوې کوم اغیز ونکړي په عین حال کی،د امريکا د متحده ايالاتو چارواکو ويلي دي، چې د دوو سلاکارانو پر وژلو سربيره هم د اوباما اداره پلان نه لري چې په افغانستان کې له خپل مشورتي رول څخه لاس واخلي،د امريکا د دفاع وزارت وياند، جارج لټل، په پينتاگون کې خبريالانو ته ويلي دي، چې د تيري اونۍ پيښي د خفگان او د تاسف وړ دي. خو موږ به دغه څه پرې نه ږدو چي پر همکاريو باندي تاثير وکړي،هغه په خپلو خبرو کې زياته کړې ده: "موږ د پرمختگ په حال کې يو او د دې پرمختگ پر وخت کومه اړتيا نه ليدله کيږي، چې خپله لاره بدله کړو،د پينتاگون له لوري د دې خبري مقصد د هغو گنگوسو کمزوري کول دي، چې گويا کيدای سي دغه خونړۍ پيښه د دې سبب سي، چي امريکايي قوماندانان له خپلي هغي لاري څخه چې افغان ځواکونو ته په تدريجي ډول د امنيت مسئوليت وسپاري ليري کړي،تر دې درې ورځي مخکي په افغانستان کې د متحده ايالاتو سفير، راين کروکر ویلی دی، چې اوس بايد هڅي نوري هم گړندۍ سي.
په افغانستان کې کلام پاک ته د بې حرمتی د پیښې په تعقیب له پراخو اعتراضونو وروسته که څه هم حالات نورماله شوي، خو د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي خبردارې ورکړ، چې ممکن ځینې کړۍ بیا د شرایطو د خرابولو هڅه وکړي،یان کوبیش، چې د پنجشنبې په ورځ یي یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، چې د کلام پاک د سپکاوۍ وروستې پیښې لا د مخه د افغانستان او نړېوالې ټولنې ترمنځ جدي ستونزې رامنځ ته کړي.
ده په خپلو خبرو کې د دې پیښې په جدي توګه د تعقیب سپارښتنه وکړه او ویي ویل، چې ملګري ملتونه دا پیښه که په غلطۍ هم رامنځ ته شوې وي غندي،ښاغلي کوبیش ددې پیښې په تعقیب که څه هم د امریکایی مشرانو اقدامات، چې په بې ساري توګه یی له افغانانو بخښنه وښودله د ستایلو وړ وبلل، خو زیاته یی کړه، چې هغه کسان، چې ګرم بلل کیږي باید محاکمه شي،د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ددې مسئلې د تعقیب سپارښتنه پداس حال کې کړې، چې همدا اوس د ایساف ځواکونو او افغان حکومت لخوا پراخ تحقیقات روان دي، څو د پیښې څرنګوالې څرګند شي،ښاغلي کوبیش که څه هم ددې پیښې په غبرګون کې د افغانانو اعتراضونه پرځای وبلل او ویویل، چې ملګري ملتونو د نړۍ د اوو پنځوسو اسلامي هیوادونو په استازیتوب ددوی د احساساتو درناوې کوي، خو ویویل، چې ځینو کړیو هڅه وکړه له دې موقع نه ناوړه ګټه پورته کړي،ده په کندز کې د یوناما په دفتر حملې ته هم اشاره وکړه او ویي ویل، چې په دې حمله کې هغو کسانو ته د زیان د اړولو هڅه وشوه، چې له دې پیښې سره یي هیڅ راز تړاو نه درلود.پای سلام خان.