ادبي ټوټه::::رفيع الله روشن
دورځې نهه بجې وې چې دڅلورو دېوالونو ترمنځ يې يواځې پرېښود اودخپل ښکلي او سپين مخ له ليدو اوله هغه څخه دګټې اخستنې څخه يې محروم کړم،ډېرانتظار مې ورته وکړ،چې ګوندې راشي،مګر رانغى اودخپل نامعلوم سفر لړۍ يې روانه ساتله،خبره دولس اوله دولسوڅخه يوې بجې ته ورسېده،خو بياهم زه او زه پکې ناست کوټه دوه په دوه وو،ډېر اوازونه مې وکړل
اخر مې دکتابونواو ديوال ترمنځ په ترک کې په ايښي بې سرپوښه قلم سترګې ولګېدې،دقلم له وضعيت څخه راته معلومه شوه چې غواړي په خپله خاموشه ژبه راته دکاغذپرمخ څه ووايي،ماهم په بسم الله سره ګوتې ورتېرې کړې،له مرۍ مې ونيواوپکې دراايسار کړاى شوي ځاى څخه مې دځان په لور راکش کړاوله اوږود اسارت څخه مې ازادي وروبخښله.
درنو لوستونکيوپوهېږئ چې قلم څه راته وويل؟
هغه راته همدا خبرې وکړې چې تاسې يې اوس پر لوستلو بوخت ياست، ويل يې پرېږده چې ستا دهغه ناځوانه ملګري دنيمي لارې په ملګرتيا ټول خلک خبر شي،چې څومره بدکار يې کړى دى چې ته يې دلته په دې يخنۍ کې يواځې پرېښودې او پخپله ولاړ.
دوستانو قلم خپلې خبرې راسره وغزولې،دهغه خبرې زماډېرې خوښې شوې،داسې نوې نوې خبرې يې له خپلې خاموشې ژبې څخه راوېستلې چې هريوه يې بېله بېله لکه دمرغلروددانوپشان شمارل کېده.
زماپه اند چې ددې کوچني قلم خبرې په ستاسو هم خوښې شي،خوله هغه چاڅخه چې داکوچنى اونرۍ قلم يې په هغه تنګ ځاى کې بندي کړى وو ،ګيله من ښکارېده،خوترڅنګ يې په څهره کې يوڅه خوښي هم ښکاريده،ما هم له ځان نه ورته مسطنطق جوړ کړى وو،بس دپوښتنواودده دغږولولپاره مې پلمې لټولې،داپوښتنه مې هم ورڅخه وکړه ،چې ته خو خوښ هم ښکارې،ددې علت څه دى؟
په موسکاسره يې راغبرګه کړه،خوښي مې ددې لپاره ده ،چې دکوموکتابونوترمنځ زه ايسارکړاى شوى وم،داهم زمادخپلې خاموشې ژبې توليد اوثمره ده نوځکه ډېر زړه نه بدومه،قلم راسره خپلوخبروته ادامه ورکوله،بحث موښه ګرم روان وو،چې هغه ناځوانه ملګرى مې (برق)هم بېرته په خپله رنګينه څهره ټوله کوټه روښانه کړه،اودکاغذپرمخ يې دقلم خبروته نوره ښکلاهم ورکړه،خوداوخت دماسپيښن درې بجې وې.