دقره قل اوچپنی مشر لاس ته راوړنی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
منصوراحمدزی                                         (دوهمه برخه)
۲۵/۰۲/۲۰۱۲  
له ایما نه وروسته تر ټولو غوره نیکی مخلوق دالله  (ج) ته ارام ور بښل دی        
افغان چپن دار حاکم دافغا نا نو کور وران کړخپل یی ودان کړ د مارشال فهیم   کریم خلیلی   احمد ضیا مسعود    یونس قانونی   ډبل عبدالله  کورونه یی  ودان کړل  دوستم ګلم جم او محقق جلاد دکور ودانی دپاسه یی دوینو سوداګر هم کړل  دخاد  کام  روسی  امریکی  هره خوا یی برابره کړه  مګر دملت کور یی له هره پلوه  دخاورو خمیره کړ  .    
          لکه چه وایی
کردګلو کړه چه سیمه دی ګلزار شی        اغزی مه کره چه پښو کی به دی ولاړشی
بهرنی اشغالګرفوځونه که ماشومان وژنی که یی یتیمانوی  که تور سری کونډوی  که میندی بوروی که کلی له خاورو سره برابروی که په وردګو میدان کی قرآن عظیم ایشان وسوځولو  او که یی نن په بګرام کی قرآن عظیم ایشانونه وسوځولو  ټول په یوه  کلمه  (ساری) سره لنډوی  دبل لوری په اسلام او وطن مینو هیواد والو دداسی تورو کر غیړن عمل  د غندلو لپاره دهیواد په مختلفو برخو کی په پراخه لاریونونو لاس پوری کړ چه په ځواب کی دولس دښمنه پولیسوله لوری پری ډزی وشوی چه په زیاته شمیره په ځانګړی توګه په بګرام کی شهیدان  او زخمیان کړل چه بیا دارګ تپل شوی چپن داروایی چه پولیس به  پر لار یون کونکو ډزی ونکړی .
دا پردی بی واکه چپن دار خپلواکه ولس ته څه ځواب وایی  او که د بادارانو په شان یی په ( ساری ) سره ختموی او یا دتیر په شان کوم شر میدلی کمیسیون ورته ټاکی   
دافغان ولس تاریخ ته په کتو سره چه هر خپل اویا پردی ظلم او تیری ورسره کړی هغو دخپلو اعمالو سزا لید لی دی .
وایی چه بیا هم هغه خرک او همغه درک دی  دارګ چپن دار چیغی دقانون دحاکمیت وهی مګر تر ټو لوزیات قانون ماتونکی دی او ډیر ځای دافسوس دی چه بیا یی هم دتیر په شان هغه کسان چه تر ننه سر پرست وزیران دی او څوڅو ځله دولسی جرګی له لوری شړل شوی وه مګردارګ چپن دار دقانون خلاف دسر پرستو وزیرانو په توګه ګمارلی وه چه سر پرست وزیران یوازی څو میاشتی کولای شی  بر عکس نوموړو څوکاله کار وکړ نن ورځ یی بیا ولسی جرګی ته داعتماد رایی د تر لاسه کولو لپاره دمشهور جلاد او جاسوس کریم خلیلی سره په........سپاره ور وپیږندل  امکان لری چه داځل دپردو تر شا  سازشونو میلمستیاوو غوړو غوړو وعد ا و ډالرو څخه ډکو پاکټونو په ورکولوسره امکان لری چه دا ځل عتماد رایه تر لاسه کړی .
دولسی جرګی یوه وکیل ویلی چه دایران سفارت مخدوم رهین داطلاعاتو او کلتوروزیر ته درایی ورکولو په خاطر (۵) لکه ډالرورکړی او (۴۱)  نورو وکیلانو ته یی هم ورکړی وه  
لدی څخه څرګند یږی چه مخدوم رهین  ایران ته ډیر مهم او منلی وه چه په دومره لوړه بیه له ولسی جرګی  ورته د باور رایه اخیستی وه       

تیرمیلادی کال  ۱۶ /۱۰ /۲۰۱۱ دارګ چپن دار مشر دپاکستان له لوری راکټی بریدونه دکنړ پر ولایت باندی رد کړل مګر دکنړ والی او دولسی جرګی غړود را کټی بریدونوپه اړه اند یښنه څرګنده کړه  له بل لوری دبهرنیو چارووزارت ویاند اعلان وکړ چه دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت ویاند ویلی چه د دوی حملی دوسلوالو مخالفینو  دمخنیوی لپاره کړیدی او په سرحدی ولایت  کنړ  کی دمرګ ژوبلی په اړه یی  بخشنه غوښتی دی چه دادارګ چپن دار  پرمخ د څاپیړی  دروند ګذاروه  .   
تیر میلادی کال  ۳۱ / ۱۲ /۲۰۱۱ کال دارګ چبن دارویلی وه چه افغانستان نه غواړی دامریکی اوایران دښمنی کی ښکیل شی دا څرګندونی یی هغه وخت وکړی چه ایران دامریکی یوه بی پیلو ټه الوتکه په خپله خاوره کی راکوزه کړه  چه بیا یی احتجاج لیک افغان سفیرته په تهران کی وسپاره چه امریکایی الوتکه دافغانستان له خاوری را پورته شوی او زموږ پر هوایی حریم یی تیری کړیدی چه پدی وخت کی دارګ چپن دار د پاڼ او پړانګ تر منځ راګیرچه له یوه لوری امریکی پرافغانانو تپلی اودبل لوری ایران د کڅوړو په ذریعه بلک میل کړی  چه یوه لوری ته هم ځواب نشو ویلای نور داسی څه یی  ویلی وه چه ځان ته یی تسلی ورکړی وه چه ټولی خواوی باید دافغانستان   مځکنی بشپړتیا  ٬ ملی حاکمیت او خپلواکی   ته درناوی وکړی
دلته پوښتنی پیدا کیږی   چه مځکنی بشپړتیا ٬ ملی حاکمیت ٬او خپلواکی څه معنی لری او دا دری کلمی نن په افغانستان کی د دوه لکه  شاوخوا  دبهرنیو فوځیانو او ملکیانو شتون کی او یا هغه لاسوند ونه چه دمطبوعاتو له لوری خپاره شوی چه ډبل عبدالله  اویونس قانونی  دپنجشیر اوسیدونکو  دوخت خارجه او دا خله وزیرانود کاغذ پرمخ اشغالګروته دځمکی فضا اووګړو سره لیکلی ورکړی چه لاس مو ازاد دی هرڅه چه کوی تاسی څخه څوک دپوښتنی حق نلری چه داکاریی دامریکی دهغی ښیګڼی په بدل کی کړی چه د شمال ټلوالی    جنګی مجرمین    دانسانی حقونو تر پښولاندی کونکی      داړه ماران    جاسوسان   وطنفروشان   بیسوادان  دکورس اکابرفارغان    خورد ظابطان یی  دکولاب   بدخشان  او پنجشیر  له سوړو څخه راوویستل او په کابل کی دقدرت پر ګدی کشینول    

دارګ چپن دار په کراتو مراتو سره ویلی دی چه بهرنیانو ته به احازه ورنکړو چه دافغانستان خاوره  دنورو هیوادو په وړاندی وکاروی چه داخبره په هیڅ  ډول سره د منلو وړندی ځکه په خپله خاوره کی دبهرنیانو دعملیاتومخه نیولی نشی تردی چه  ستراتیږیک تړون یی دشپی لخوا دعملیاتو  بندولو  سره وتاړه مګر دامریکی دفاع وزارت بیا وایی چه دشپی لخوا عملیات کامیاب او دافغان حکومت په سلا سره تر سره کیږی اوس باید دارګ چپن داراوامریکایان یی سره سپینه کړی چه  کوم لوری رښتیا وایی   
دکورنیو چارو وزیر غلام بسم الله غواړی چه هغه  ( ۲۵۰۰ )پښتانه زندانیان چه په بګرام کی دی ورته وسپارل شی تر څو هغه هم په هرنوم چه وی شهیدان کړی دمخنیوی یی څوک نه لیدل کیږی    
دارګ چپن دار دهیواد امنیتی ستونزه  دګاونډیو پر غاړه وراچوی مګر په وړاندی یی  باالمثله ګام نشی پورته کولی چه یو علت یی دایران لخوا بلک میلید ل دی امکان لر ی چه دپاکستان له لوری هم بلک میل  وی چه په وړاندی یی کوټلی ګامونه نشی پورته کولی که له نور و امنیتی ستونزو څخه  که راشو  ارګ  هم له امنیتی  پلوه خوندی ندی ځکه چه تیر میلادی کال دامنیت ملی پخوانی مسول امر الله صالح دارګ پر ساتونکو د ډ برو باران جوړ کړی وه  ځکه چه څوک یی نه تر سترګو کیدل او نه هم چا دپوښتنی جرات درلود   
دمخابراتو وزارت یو خبر نشر ته دسپارلی وه چه دکابل ښار په یوه کورکی یوه مهمه مخابراتی شبکه چه (سیم باکس )په نوم سره یادیږی  تر لاسه کړی مګر تر نن ورځی پوری نور جزیات  خپاره نکړل چه دا شبکه په کوم لوړ پوړی او یا ټیټ پوړی چارواکی پوری تړلی وه  او دچا په کور کی وه چه دنورو جزیاتو له خپرولو څخه تر ننه ډه ډه شوید ی چه   دا  به په کوم لوړ پوړی چار واکی او یا کومی جاسوسی شبکی سره دتړاو ولری    
دکابل ښاروا ل ویلی چه دکابل  ښار له ( ۱۰۰ )  ښارګوټو  څخه یوازی  ( ۸ ) ښارګوټی  دښاروالی اسناد لر ی ٬ لدی څرګندونو څخه معلومیږی چه نور ټول ښارګوټی په غیر قانونی ډول جوړ شویدی اود دی تر شا به ضرور د لوړ پوړو  چارواکو لا سونه او یاهم پکی شریک  وی ځکه چه عادی وګړی داسی خپل سری کارونه نشی تر سره کولی    
دارګ چپن دار خپلو څرګندونو ته دعمل جامو په اغوستلو کی همیشه پاته راغلی مثال :کله یی چه دناتو له ځواکونو وغوښتل چه خپل فوځی عملیات دی تر خپلو فوځی اډو پوری محدود کړی  په ځواب کی دناتو ویاندی یی غوښتنه په چټکی سره ردکړه چه دناتو او امریکایی ځواکونو فوځی عملیات  په شرایطو پوری اړه لری چه  دا دارګ پر چپن دار بی ساری دروند ګذار وه  چه ځان ولسمشربولی  اود ځمکنی بشپړتیا   ملی حاکمیت   او خپلواکی دعواهم کوی  دابه پر ځای وی چه نور په خپلو کرکړو کی د  مځکنی بشپړتیا   ملی حاکمیت   اوخپلواکی  څخه یادونه  ونکړی .    
دارګ چپن دار  له واشنګتن پوست سره په مرکه کی ویلی وه چه افغانستان کی روانه جګړه د تروریزم  پرضد جګړه ندی او نور یی نه دی اونه هم افغانان دتروریزم ضد جګړه بولی همدارنګه یی په خپله مرکه کی زیاته کړی وه چه نور افغانانو ته بهرنی فوځیان دزغملو وړندی . دارګ چپن دارپه څرګندونوباندی افغانان باور نه کوی څکه  چه هر څه وایی په عمل کی هیڅ نه تر سترګو کیږی  او نه هم اشغا  لګر ورته غوږ  نیسی .  
پدی ورځوکی د کورنیو چارو وزارت  د (۴۱ ) ماشومانو دتښتولو دسیسه چه دځانمرګیو بریدونو دروزلو لپاره بهر ته تر سره کیده شنډه اعلان کړه چه دا اعلان دخنداوړ دی ځکه چه په   ۲۰/۰۲/۲۰۱۲ دکنړ ولایت  مربوطه څارنوال د  بی بی سی راډیو سره په مر که  کی وویل چه د پیښی دعاملینوپه هکله کوم ثبوت مو جود نه وه هغوی یی خوشی کړل چه ور پسی دماشومانو والدینوپه دنوموړی رادیو سره په مرکه کی وویل چه زموږ ماشومان د پاکستان  مدرسوکی دینی زده کړی کوی ددی لپاره چه دخرچی مخه مونیولی وی خپل مشومان مویو ځای له هغو سره  لیږل چه له هغو کسانو سره خپل ماشومان او وریرونه هم روان وه دبل لوری موږ خپل ماشومان ددینی زده کړو لپاره ځکه پاکستان ته استو وچه زموږ په سیمه کی مدرسه نشته حکومت دی مدرسه راته جوړه کړی چه موږ خپل ماشومان بهر ته ونه لیږو د.
داد ماشومانو خبر دکورنیو چارو وزارت ځکه خپور کړ چه پدی ورځوکی دکورنیو چارو وزیر ولسی جرګی ته دبی کفایتی له امله غوښتی وه چه داعتماد رایه بیرته ځینی واخلی مګر ولسی جرګه هم دشمالی ټلوالی څخه جوړه   د ملت رښتینی استازی ډیر کم دی چه ونه توانیدل نوموړی وزیر سلب اعتماد کړی .
دوام لری