لنډه کيسه رفيع الله روشن
ډېره موده شوې وه چې کلي ته نه وم تللى ، هېواد ته په ٢٠٠١م کې د امريکايي ځواکونو له راتګ سره ترې راکډه شوي وو،بيامې سترګې هم نه وې ور اړولې،کله به چې کوم دوست ښارته راغى اوپه کلي کې به مو د وضعيت په هلکه وپوښته نو له زړه به يې وينې څڅېدې، ويل به يې، تېر شئ ترې هېڅ پوښتنه يې مه کوئ ډېر بدحال دى.
يوه ورځ مى شېر ماما په ښار کې وليده چې د سودا بوجۍ يې په شاه او خپله کوچنۍ لور يې هم له لاسه نيولې ،اواز مې پرې وکړ،مخ يې راواړوه ،چې ويې ليدم ، له خوښۍ نه يې دتندي ګونځې هوارې شوې، ورنږدې شوم روغبړ مې ورسره وکړ، کوچنۍ نجلۍ ته مې هم د ستړي مشي په نيت لاس ور اوږود کړ، خو هغې دښي لاس پرځاى،چپ لاس راوغزاوه،پلار يې راته وويل: ښي لاس يې ژوبل دى، څو ورځې وړاندې دکلي په منځ کې دطالبانو،حکومت او بهرنيو ځواکونو ترمنځ دکلي په منځ کې نښته وشوه، چې ډېرنور کليوال يې هم مړه اوټپيان کړل،شيرينۍ هم په لاس پرچه لګېدلې وه، دادوه ورځې په روغتون کې بستر وه، نن يې خارج کړه،که څه هم دهغه خبرې راته ډېرې زړه شينوونکې وې ،خوبياهم يوڅه راباندې ښې هم لګېدې ولې چې دکلي په حال پوهېدم، نژدې ماذيګر وو،راته يې وويل ښه نو موږ ځو چې بيا موټر نه پيداکېږي، ماورته ست وکړ چې راځه نن شپه به زموږ کره وکړې،خوويې نه منله، ويل يې نه لاړ به شو اوس مې کورته زنګ وهلى دى،بياله ماښام نه وروسته موبايل هم کار نه کوي، طالبانوپرې بنديز لګولى دى،ماهم ډېرکلک نکړ،روان شو.
بله ورځ مې په ښار کې دکراچۍ پرسر سبزي پلورله چې زنګ راته راغى ،موبايل مې اوکې کړ، اواز د آمر وو،هغه زما ملګرى او کليوال وو،راته يې وويل: چې بېګاه امريکايانوددې لپاره دملک سرور په کور بمبارد کړى ،ځکه چې هغه بله شپه يې طالبانوته ځاى ورکړى وو او دده کره يې شپه تېره کړې وه،د بمبارد دزور له امله ستاسو دکلا لويه دروازه هم پرېوتې ده،دېوال مو هم يوڅه نړېدلى دى.
کراچۍ مې سراى کې ځاى پرځاى کړه،دکلي موټر کې سپور شوم پلارته مې هم خبرورنکړ،ماښام تياره وه چې کلي ته ورسېدم،ډېرڅه مې نه شول ليداى ځکه رڼا نه وو، خو هرڅۀ راته داسې بدل ښکاره کېدل،حتا فضا اوس ډېره نا اشنا شوې وه، د آمر دوى د کور دروازه مې وټکوله هغه پخپله راووت په ليدو مې ډېر خوښ شو، کورته يې بوتللم،په هجره کې کېناستو تر لږ ځنډ وروسته مې ورته وويل :آمره! راځه چې يوځل زموږ تر کوره ولاړ شو.
هلک رانېغ شو،غلى شه ! ساده دااوس هغه زيارت کلى ندى چې تا پنځه مياشتې دمخه ليدلى وو،اوس دلته څوک له ماښام نه وروسته نه شي ګرځېداى، تېره ورځ يې هم شاکر بېولى وو،خوبيا ملک صيب په ضمانت را خوشې کړ.
دهغه خبره مې ومنله،له ځانه سره مې وويل اى خداى دازموږ په هېوادکې څه روان دي، نور خلک څه کوي او موږ څه کوو،ترڅوبه موږ غلامان يو،ترڅوبه موپه خپلوکورونوکې وژني اوترڅوبه مودمرګ دملکي پرځاى داسورمخي ، انګرېزان روح اخلي؟
شېبه وروسته ډوډۍ اوچاى راغلل،زړه ته مې هم څه نه کېدل خو دآمر لپاره مې هسې په کاسوکې ګوتې ووهلي،تر غورو وروسته مو شپه جوړه کړه، ويده شولو، سهار لمانځه ته راپاڅېدو له لمانځه وروسته مې غوښتل چې خپل کورته ولاړ شم خو ،دېريخ وو، بېرته مې کمپله په سر راکش کړه، خوب وړى وم چې موبايل راپاڅولم،ګورم چې پلارمې زنګ وهلى دى ،ځواب مې ورکړ راته په قهر وو، ولې دشپې رانغلې، اوبيادې موبايل هم بند کړى دى، ورته مې وويل چې په کلي کې يم او پرون راغلى يم،دلته دشپې موبايل کار نه کوي، هغه وارخطا شو چې خيريت خوبه وي ،ماورته وويل هوهرڅه سم دي، تېره ورځ امريکايانو دملک کاکاپه کور بمونه اچولي دي زموږ دکور دوازه هم پرېوتې ده،نورکومه دتشويش خبره نده. دپلار تر رخصتولومې ورسته زه او آمر روان شو، له کلا چې بېرون ووتو داسې فکر مې وکړ،لکه دې ځاى ته چې په لومړي ځل راغلى يم، په کلي کې هېڅ دپخواشان کورونه نه ښکاره کېدل،هغه دچاخبره که دکلي په يوه سرکې دې هګۍ ايښې واى نوله بل سره يې ښکارېده،آمر ته مې مخ راواړه هلکه داڅه دي ،داخلک څه شول؟هغه وويل تاسو څه شولئ،خودوى هم ولاړ هره ورځ دبمونوبآران وي،محاصرې وې،ټول ځوانان يې دجاسوسانو او القاعده په نوم ووژل او له ځانه سره يې يوړل،زموږ دلته دايوټوټه ځمکه ده کنه زه به دې هم اوس نه واى ليدلاى،په همدې خبروکې زموږ کورته ورسېدو ګورم چې په رښتياهم دروازه دکلا طرف ته پرېوتې او دېوال هم لږ شان نړېدلى دى، کلاته ننوتو،ولاړم دکوټې لورته يو روزان چې درڼا لپاره موپرې ايښى وو ،خو اوس مو بند کړى وو خلاص مې کړ ګورم چې په بسترو اوسامان، د بمبآرد اوډزو دزور له امله کوم دوه ګوتې ګرد پروت دى،چې له لرې پرې دمارانو،لړمانو او ځنځوچاپونه ښکاره کېدل،سوري کې مې بېرته تېږي کېښودې او له کلا راووتو، موږ دواړو خبرې کولې چې دغره له طرفه اول دچورلکې اواز راغى اوبياورسره يو وېره وونکى درز پورته شو، زه ووېرېدم ،خو آمر وويل بيابه دې خانه خرابودچامېنه سپېره کړې وي. هغه راته وويل راځه درېدل ښه ندي، دهغوى کورته ولاړو،آمر چاى راوړ ،لاموله غړپ نه ووکړى چې کشر ورور يې رامنډه کړه ،غږ يې کړ: لالا مړى يې راوړ، امر ورووته، لږ ځنډ وروسته بېرته له خفګان په ډکه څهره راغى ، مالاترې نه ووپوښتي چې هغه وويل ګل مير اکا يې وژلى هغه بېچاره يوسړى وو، يواځې يو کوچنى ځوى يې په کور کې وو، چې هغه هم ٨کلن وو،سهار وختي به غره ته ولاړ اودسوخت لپاره به يې ،برړې،سپرکي او ګنډېري راوړل،جنازه موماسپښين خاوروته وسپاله،بېرته دراګرځېدوپه حال کې وو،چې څوکوچنيو د هديرې په لور رامنډې وهلي، چې راورسېدل ويل يې امريکايان راغلي او دګل مير اکادکور خواته يې موټر درولى دى، څونفره ورغللو چې ورنږدې شولو،دټوپکو خولې يې زموږ په طرف کړې په انګرېزي يې وويل يې ودرېږئ ،که څوک په انګليسي پوهېږي نو رامخکې شئ،آمر ماته وويل ته خوپوهېږې ورشه چې څه وايي،زه ور روان شوم ،خواته چې يې ورغلم راته يې وويل،داوژل شوى شخص څوک زامن لري،ماورته وويل ظالمانو اى کاش چې دهغه له وژلو دمخه مويوځل داپوښتنه کړې واى چې څوک لري اوکنه،بدبختو هغه يوځې يوکوچنى ځوى لري او بس،په دې وخت کې دګل مير اکا ښځه چې خپل ځوى نه يې لاسونه تاوکړي وو،له کوره راووته،خېرې يې کولې،په سر يې خاورې بادولې، زماترڅنګ امريکايي پرې اواز وکړ اوپه انګرېزي يې ورته وويل بخښنه غواړم مېرمنې موږ ويل که هغه ترورېست دى.