له افغانستان سره د ستراتيژيک تړون د لاسليکولو په اړه موافقې ته د رسيدو لپاره د واشنګټن په نويو هڅو کې د دغه هيواد پنځه سناتوران دامریکا دسنا دپوځی کمیټې رېیس جان مکن تر مشری لاندی د شنبې په شپه کابل ته راغلي دي.او د دې تړون د لاسليکولو په هکله یې د پرمختګ خبره کړي دی،د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی د یکشنبې په ورځ ورسنیو ته ویلي
د امریکې د سنا د پوځي کميټې رییس جان مکن ټينګار کړی دی چې دا عملیات په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د ماموریت لپاره حیاتي دي،دی دا کار د افغانستان او امریکې تر منځ په تړون کې یو خنډ بولي خو یو شمېر سناتوران بیا دا تړون نه یوازې د امریکې او افغانستان بلکه د ټولو هیوادونو په ګټه بولي،که څه هم د بهرنيو ځواکونو لخوا د شپې د عملياتو دوام او افغانانو ته د بګرام زندان د مسووليت سپارل تراوسه هم د دې تړون د لاسليکولو په وړاندې جدي ستونزې بلل کيږي،د امریکې د سنا د پوځي کميټې رییس جان مکن وویل:« موږ بشپړ باور لرو چې په افغانستان کې زموږ د ماموريت په برياليتوب کې د شپې د عملياتو دوام ډير رول لري، د دغه عمليات په افغانستان کې د پوځيانو او ملکي خلکو د امنيت لپاره مهم دي، له همدې امله ما ولسمشر کرزي ته وويل دا مسله اواريداي شي، موږ د شپې د عملياتو د درولو مخالف يو ځکه دا کار زموږ پوځيان له جدي خطر سره مخامخ کوي،سناتور جان هویرن وویل:« د ستراتيژيک تړون لاسليکول نه يوازې د افغانستان لپاره مهم دی بلکه د امريکا لپاره هم مهم دی، ځکه په دې کار سره به دواړه هيوادونه اوږدې اړيکې ولري، البته دغه راز تړون د سيمې په ګټه هم دی،.دغه راز د متحده ايالتونو د سنا مجلس د بهرنيو اړيکو د کمېټې غړى ليندسي ګراهام په نننۍ خبري ناسته کې وويل، چې شپني عمليات له پوځي اړخه ګټور دي او بايد له افغانستان سره د متحده ايالتونو د ستراتيژيک تړون پر وړاندې خنډ نه شي،نوموړي زياته کړه: هغه څوک چې د شپنيو عملياتو مخالفت کوي، بايد په دې پوه شي چې دا پر مخالفينو سخت ګوزار دى،هغه وويل، چې اوسمهال په شپنيو عملياتو کې د افغان امنيتي ځواکونو ونډه ډېره شوې او همداراز د ملکي تلفاتو کچه هم تر ډېره ټيټه شوې ده او هڅه کېږي، چې په دې عملياتو کې بهرني ځواکونه يواځې ملاتړى رول خپل کړي،همداراز جان مکين وويل، چې له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې يې هم په ټينګه ويلي، چې: "موږ په کلکه د شپنيو عملياتو په بشپړه توګه د بندېدو مخالف يو،ګراهام هم وويل، چې داسې يوه قاعده بايد رامنځ ته شي، چې له مخې يې په شپنيو عملياتو کې نيول شوي بنديان، افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارل شي،د هغه په خبره، امريکايي چارواکي به له افغان چارواکو سره خبرې وکړي، ترڅو افغان حکومت ته سپارل شوي بنديان بېرته خوشې نه شي او د بهرنيو ځواکونو پرضد بيا وسله پورته نه کړي
له بلې خوا د اداري فساد شتون او د واټونو ترڅنګ مينونه په افغانستان کې د انديښنې وړ بلل کيږي ،ریچارد بلومینتل:« اداري فساد هماغه راز د يوې ننګونې په توګه پاتې دی او دې ته اړتيا ده چې د دې ښکارندې په وړاندې مبارزه وشي، همداراز د واټونو ترڅنګ مينونه او چاوديدونکي توکي هغه ستونزې دي چې ډيری يې له پاکستان څخه راوړل کيږي، زه په جدي توګه له پاکستان څخه افغانستان ته د دغه راز توکو د ليږد د درولو له امله ناراضه يم،کارپوهان په دې باور دي که کابل له واشنګټن سره د ستراتيژيک تړون لاسليکول له لاسه ورکړي، هيواد به له نويو تاوتريخواليو سره مخامخ شي،داسې تاوتريخوالي چې له ۲۰۱۴ ميلادي کال وروسته به افغان پوځيان چې افغان حکومت پرې ډير حساب کوي د هغې د کنټرول توان ونلري او له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو له غږ سره په يو وخت به امنيتي ستونزه د کابل حکومت د سقوط تر پولې ورسيږي.پای .