رفيع الله روشن
بياډېر لاسونه ددعاو لپاره لپه شول،ډېر ورمېږونه په عزرانه او تواضع ډول سره دهسک په لور کاږه شول،ډېرو افغاني ميندو دخپل پاک رب په دربآر کې خپلې ټنډې او پزې په جاى نماز له ځمکوسره ولګولې ،همدارنګه ډېرو با احساسه کوچنيو ماشومانو هم خپل معصوم لاسونه ددعاوو په نيت پرمخونو راکاږل.
ډېرو افغانانو ښځو،نرو،زړو ،ځوانانو اوکوچنيو په بېلابېل ډول دوعاګانې وکړې خو هدفونه د ټولو يو ول،ټولو يواځې ددې لپاره دعاوې کولې چې په عربي متحده اماراتوکې دپاکستان دکرېکټ له ميلي لوبډلې سره زموږ زمريان د مخامخ کېدو په وخت کې بريالي شي،اوبريا ددوى په قسمت ورسېږي.
که وکتل شي او ژور فکر پرې وشي نوداپه ډاګه کېږي چې ددې خاورې وګړي دننه او بهر له هېواده له خپلو خلکوسره اوله خپل خوږ هېواد سره څومره مينه لري، ډېره زياته او بې کچې مينه يې ده ورسره.
کنه د نوروز منګل په ګټه او بايله يې د بل افغان څه،دحميد حسن په ګټه،دکريم صادق په ګټه اويابايله يې دنورو څه،له حميد حسن سره يې څه کار دى چې دزمري لقب ورته ورکوي،اماداپه هر افغان پورې ډېره زياته اړه او تړاو لري،که نوروز منګل ،حميد حسن،کريم صادق،نبي عيسى خېل،شاه پور ځدران،رئيس احمدزى، او نوردکرکټ لوبغاړي څوک په افغانستان او ياهم له افغانستان بهر پېژني نو يواځې او يواځې دافغان په نوم يې پېژني،ددوى وينه،ددوى مينه،دددوى روحونه،ددوى خاوره،دددوى کورونه او حتى ژوند سره شريک دي،نو دهمدې اصل له مخې ټولو هېواد والو،خوراک او څښاک قضاکاوه، خو دخپلې ميلي لوبډلې لپاره ددعاپه کولو کې قضا نه راوړله،اودې لوبې ته ټولو ښه دزړه له کومي دعاوې وکړې.
زه دکرېکټ له لوبې سره هېڅ مينه نه لرم،کله چې مېچ وي ټول ملګري يې ګوري خو زمالپاره بې تفاوته وي، خوددې لوبې په ورځ کله چې شروع کېده زه په خپل دفتر کې وم،کله چې مې په فيس بوک کې د خلکو مينه له کرېکټ سره وليده ،دخپل ملي ټيم لپاره مې دعاګانې وليدې،اوخلک مې دفيس بوک دګډون کوونکيولخوادعاګانوته رابلل وليدل،نوباور وکړي چې خپل حواس مې له لاسه ورکړل او کمپيوټر مخې ته مې له خولې يوه بې اختيار نعره ووته چې (افغان زمريانوبرياستاسو او ماته مو درقيب په برخه شه)له همدې سره مې دخپلو لوبغاړو لپاره ددعا غوښتو په کمپاين کې له ملګروسره په کمېنټونوکې ملتيا پيل کړه،که څه هم په دې ورځ مې په کمپيوټرکې پښتو ژبه نه وه،خو په انګلش مې هم کمېنټونه ورکول دومره يې راباندې اغېزه کړې وه.
دومره له ملګروسره په چټ بوخت شوى وم چې يو وخت نهه بجې وې له اطاق څخه راته ملګرو فون کاوه،خوما ورته ځواب نه وايه،اخر يې تنګ کړم،فکر مې شو چې دطاق داسې ملګر ى مې دى چې زنګ يې نه شم ردولى نو مې اوکې نه کړ اوهمداسې روان شوم،کوټې ته له داخلېدوسره مې په شمشاد ټلوېزيون کې د کرېکټ دنندارچيانوشور اوهها فکر دټي وي په لور جلب کړى،چې په دې وخت کې يې دپاکستان لوبغاړى اوټ کړ،چې ډېر زيات په چکچکواو چيغو بدرګه شول،زموږ ډوډۍ تياره وه، په داسې حال کې مې ډوډى وخوړه چې ځينې وخت به مې مړۍ په کاسره اوځينې وخت په سترخوان سولوله،فکر مې ټول دټي وي په لور وو،ملګر ي مي راته حيران وو ،چې دانن په ده څه شوي،ده خوهېڅکله کرېکټ نه کاته،نن ولې دومره ورته متوجه دى.
کله چې په وېسټنډيز کې شل اوريځه سيالۍ وې او څو ورځې يې دواو وکړ،نوډېره ځله مې ملګري په دې رانه خفه شوي وو،چې ولې يې نه پرېږدم چې کرېکټ وګوري،خوداځل ډېر خوښ وو ،ولې چې دهغوى لپاره کوم خنډ جوړ نه شوم ،بلکې پخپله مې هم ډېره په مينه ننداره کوله،حتى کله کله به مې له خولې پکې وتل چې ،اوتيش،ماشاء الله ،دغه شان ،افرين او......خويو وخت مې زړه بده ګواهي راکوله،اما خوابدى نه وم،ولې چې افغانستان له داسې يوې لوبې سره مخ وو چې که د لوبو دژوندله اړخه ورته وکتل شي،نو داسې ده لکه يوکوچنى ماشوم چې له يوه ډېر عمر لرونکي سړي سره مقابلې ته وتى وي،که چېرې په دغه وخت کې داکوچنى ماشوم مقابله وګټي نوقهرمان دى اوکه ويې نه ګټي نو شرم ورته نشته ولې چې هغه خو هسې هم کوچنى دى،خوبياهم پرېکړه نه شواى کېداى ولې چې ډېر داسې مېچونه افغانانوپه اسانه ګټلي دي.
په حقيقت کې که دالوبه دپاکستان په ګټه تمامه شوه خو دافغانستان په بايله هم نده تمامه شوې،وګورئ که په افغانستان کې د کرېکټ ژوند ترمطالعې لاندې ونيسو،نو ډېره کمه موده يې وتې،خو پاکستان په دې برخه کې ډېره مخينه لري،خوبياهم ددوى جرئت اوزړورتيا اولوبه واقعاً دقدر وړ وه،دستاينې وړ وه او ماشاء الله ډېره په زړه پورې لوبه ترسره شوه، اوښه لاسته راوړنه وه.
زموږدملي ټيم لوبډلې په ډېرکم وخت کې ډېر لوى مزل وکړ او ډېر پړاونه يې له سره تېر کړل،ډېرې قهرمانۍ يې خپل هېواد ته راوړي دي چې د هر افغان لپاره دافتخار وړ دي.