افغانستان دفقرپه منګولوکې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
رفيع الله روشن
نړۍ دډېرى داسې هېوادونو لرونکې ده چې دفقراواقتصادي ستونزو برخه پکې لويه او غوښنه ده ،خو افغانستان نوم بياددغو بېوزلو هېوادونو په سرکې راځي،که څه هم چې که دافغانستان له خپلوزېرمو څخه په سمه توګه استفاده وشي نو لرې به نه وي چې دا دچج دخولې هېوادبه ډېرژر دهغو هېوادنو په کتار کې ودرېږي چې دګردې نړۍ له شتمنو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.

خو اوس په داسې ځاى کې قرار لري چې وماقعاً زړه بوږنوونکى دى،ددې هېواد نژدې څلوېښت په سلوکې وګړي هغه قشر دى چې ،دسوال او فقر تر چتر لاندې خپل تريخ ژوند تېروي داهغه خلک دي چې دژمي په دې وژونکي موسم کې، چې په دې وروستينوکې واور داسې نخرې وکړي چې ان له ژونده په مرګ څوځله خوښ دي.
دوى حتى د خپل ځان د ژغورلو او له واور څخه پټولوپخاطر يو نرى پلاستيک هم نلري ترڅو پرې ځان وژغوري،ددوى کوچني ماشومان اوس هم په دې واوروکې لغړ ګرځي،که څوک يې نه راسره مني او مبالغه يې ګڼي ،نو مهرباني دې وکړي،له ولاياتودې هم تېرشي يواځې په پلازمينه کې دې د چهار اهي قمبر،کارته نو،بګرامي اوپروان دو پنډغالوته ورشي اوبيادې هغه معصوم کوچنيان وګوري چې په کوم حال کې دي.
په مرکز او نورو ولاياتوکې کله چې سوالګر په سړک ولاړ وي اودسوال په خاطر يې لاسونه غزولي نيولي وي ،تاسوباور وکړي چې ديخ او واورين شمال له زوره يې ګوتې را تاوې شوي وي ،حتى نه شي کولى دخلکولخوا ورکړل شوې،خيرات پيسې پرې ټينګې کړي.
ددې ترڅنګ ډېرې داسې سوالګرې ميندې هم ترسترګوکېږي چې دسړک په سريې دواورو په سر يوه پلاستيکي بوجۍ غوړولې وي او کوچنى تي خوره ماشوم يې په غېږي کې نيولى اوناستې وي،چې په دې سره يې هغه ماشوم چې په غېږ کې وي ديخ له زوره په نس ناستې اخته کېږي ،خوبيادومره څه په لاس کې نه لري چې درمل پرې ورته واخلي،نو همداوي چې ډېر ژر يې له لاسه ورکوي.
ډېرى داسې ميندې موپه خپلو سترګو وليدې چې دلوږې له زوره يې دزړه توکړې (اولادونه)دډېروکمو روپيوپه بدل کې وپلورل،ترڅوخپلو نورو اولادونوته پرې دڅو ورځو لپاره خواړه اوپوښاک برابرکړي.
بل خوامو کوچني ماشومان په درنو او شاقه کارونو مجبورېږي ترڅو له خپلو کورنيوسره په اقتصادي برخه کې مرسته وکړي،ځوانان مو ددې ترڅنګ چې ښۀ استعدادونه لري ،دتحصيل درجه يې لوړې وي خو داچې واسطه نه لري په کلونو ،کلونودکار په لټه کې بې سرنوشته ګرځي،مګر هغه خلک چې په حقيقت کې يې په ځيګر کې الف هم نه وي خو واسطه لري په داسې لوړو پوستونو باندې کار کوي ،چې بايد هلته د مستخدم په توګه هم ونه ومنل شي ،چې ښې بېلګې يې موږپه اوسني دولت کې په ډېرو وزارتونوکې وينو.
ددې هرڅه ترڅنګ په هېوادکې لسګونه خيريه ټولنې وجود لري چې له دې مظلوم ولس سره يې په کراتو کراتو هرډول مرستې کړي دي،اوهغه پيسې چې که په افغانستان کې همداسې هم لکه دفرش په شان غوړول شوې واى ،نو يقين دى چې ټول افغانستان به يې پوښلى واى،خوچاته يې وايي،له چايې پوښتنه کوې،هرچارواکي ته چې په لاس ورغلي دي،نو يې ځان پرې يوځل اروپااو امريکاته رسولى دى ،که غريب اومستحق کس له لوږې مري ،خومړ دې شي کنه ،دده يې پرې څه،دده اولادونه خو،سبق په خارج کې وايي،دده اولادونه خو په دې واوروکې ګرمو برقي او ګازي بخاريوته ناست دي،دده اولادونه خو ښوونځيوته په لوکسوموټروکې ځي اودده اولاونه خوحتى دښوونځي ويلوته کومه اړتياهم نلري،ولې چې دى ورته دومره سپمادنور ولس له حق څخه کوي چې راتلونکى نسل يې په سر بادکړي هم نه يې شي تمامولى،دغريب داولادکه ديخ له زوره چيغې اسمان ته ورته کېږي خو پورته دې شي ،دغريب  اولادکه دښوونځي پرځاى،تمځايونوته ځي اوهلته دپنځو افغانيوپه بدل کې موټرونوته څورلۍ پورته کوي خو کوې دې يې کنه!دغريب اولادکه پارک ته دسياحت  پرځاى مردارو اوچټلوډېرانونوته دکاغذونو په راټولوپسې ځي خو لاړ دې شي کنه !اوکه دغريب اولاد دګرمې بخارۍ پرځاى په سپين ډاګ يخ شمال ته خپل ژوند تېروي خوتېر دې يې کړي کنه!.
موږ دداسې يوې وروسته پاتې ټولنې اطباع يو چې کله به هم ترقۍ پرلور ګامونه پورته نکړو،داداسې يوه له نفاق اوځانځانۍ ډکه ټولنه ده چې هېڅکله يې هم دخپل هېواد اخلکودپرمختګ په هکله فکر ندى کړى،که په دې هېوادکې شل کاله دمخه يوچابزګري کوله اوس يې هم کوي،که چاسوال او ګدايي کوله اوس يې هم کوي،خويو فرق چې پکې راغلى هغه داده چې پخوابه که چاسوالګر ته څه ورنکړل نو راټه به يې نه،اما نن رټل کېږي ،وهل کېږي حتى دموټر ټاير پرې خېژول کېږي دايې ډېر لوى اودپام وړ فرق دى،که چاشپې ورځې په لوږه تېرولي اوس يې هم تېروي اوکه چامزې چړچې کولې او دخپل بل مسلمان ورور غوښې يې خوړلې اوس يې هم خوري  او د درنده ځناوروپشان پرې پړسېدلي دي،اما حساب اوکتاب شته،داخوواضح خبره ده چې ټولوداخبره له ياده وېستې ده چې ګنې يوه ورځ به ورسره حساب وشي،اما داحتمي ده.
دې ملت تل دنورو داستعمار لاندې ژوند کړى دى اوبيابه يې هم کوي،تل يې ديوې شلې ګيدړې پشان دزمري دمټوپه زور دښکار کړشوي څاروي پسمانده ووته ښه انګېرلې او يو لوى غنيمت يې ګڼلى دى،کنه په شپو اوورځو په لوږه اوتنده پاتې شوى دى،خودادپردي دلاس تيار خواړه همېش نه وي.
خداى دې وکړي چې نور دګوډو اوشلو شغالانوپرځاى پخپله زمريان شو،ترڅويې په خپلو مټو وګټو اوويې څټو،نور مودې خداى دبل لاسته په تمه کېدو څخه وساتي.