دښوونځي جامې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
لنډه کيسه:::: رفيع الله روشن
په وړوپښوولاړدالمارۍ خانه يې خلاصه کړه يوڅه يې ترې راواخستل دکورنۍ نورو غړوته يې شا واړوله او
له المارۍ څخه له را اخيستي څيزسره بوخت شو، هغوى په خپلوکې پرې بحث پيل کړ،مشرې خور يې وويل داڅه شى يې پيداکړچې له موږنه يې پټوي،پلار يې وويل پرې يې ږدۍ کار مه پرې لرئ،  چې دى خوښ وي،موږ کوم اعتراض نلرو،ټولوغلي غلي وخندل،خوده په هېچاخيال رانه وړه اونه يې ددوى خبروته کوم
اهميت ورکړ څوشيبې وروسته دټولوهېرشوهريوپه خپل کارپسې پورته شو، دغرمې يوولس نيمى بجې وي چې کلثوم بکسه پرشاه له ښوونځي را ورسېده، سلام يې واچاوه پلاريې په مخ ښکل کړه، شا بسې لورکۍ، هله ژرولاړه شه دښونځي جامې دې بدلې کړه کتابونه دي هم پرځاى کړه، چې ساحل يې درته ونه شله وي ، هغې هم دکوټې په لور منډه کړه ، شېبه لانه وتېرشوې چې دکوټې له دننه څخه دساحل چيغې پورته شوي ، پلاريې ژر ورغى ، کلثوم ته يې وويل مه کوه له
هلک سره غرض ، ساحل چې پلاروليده ، لستوڼى يې په سترګو راکش کړ،اوښکويې ګرېوان ته غاړه ورکړه،ويې ويل زه يې نه ورکوم، دازما دى، دواړه لاسونه يې په تخرګونوکې داسې ننوويستي وولکه يخ چې نيولى وي ، خوده هغه څه چې له کلثوم څخه يې پټه وو اوله المارۍ نه رااخستى وو، پټ نيولى وو، کلثوم له ځانسره غلې غلې خندېده ،په څټ يې راوکتل اوله کوټې ووته لږ وروسته دسترخوان هوارشو يوبل ته يې اوازونه وکړل   څودغرمنۍ  دخوړلولپاره اماده شي،خوريې په ورورپسې ورغلله ورته وويل
ساحله! مونږ درنه ټوله ډوډۍ خلاصه کړه ، ته يې نه خوريې ؟
هلک ځواب ورکړنه ! نه يې خورم ، ته پرې مړه شه، چې ډېره وږې شوې يې پلاريې پسې راغى خوهلک نه  غوښتل له خپلې خبرې تېرشي ، پلارته يې وويل مونږ ډوډۍ نه خورو.
تاسو يې وخورۍ!. پلار دکوچنۍ په وړو خوډېرو درنو خبروهک حيران شوڅه!؟موږ يې نه خورو! موږ ؟ نور څوک دي؟دپلار په ټينگار ډوډۍ خوړلوته چمتوشو دالمارۍ خانه يې خلاصه کړه،پلارته يې وويل خوته به نه راګورې،هغه هم ورسره ومنله،څه يې دننه کېښودل،اوله کوټې ووت،ولاړډوډۍ يې ژر وخوړه هغوې دچايوپه څښاک بوخت وو،چې ساحل يوځل بياپورته شو، کلثوم،غوښتل چې پسې ورشي،خونازولى ساحل ورته  په قهر شو مه راځه شيشکې ، بيزو، موږپکې تانه منو! اوکوټې ته ننوت! څوثانيې تېرې نه وي چې له يوه درزسره مل دساحل وېرونکې چيغې دټولوپه غوږ نوکې کړنگارى وکړ ،کلثوم چې ډېره وېرېدلې اوله کوټې څخه راپه منډه وه په حوېلۍ کې پريوته ژبه يې د دواړوژامومنځ کې راغله او سرو وينويې له خولې لارې وکړې، پلار يې اول کلثوم پورته کړه اوبيا کوټې ته ننوت،دتره ښځې يې کلثوم په غېږ کې ونيوله،خوهغې په داسې حال کې چې ژبه يې نيمه پرې شوې وه،ساحل ساحل ويل خو څوک نه پرې پوهېدل .
پلاريې کوټى ته له ننوتو سره چيغه کړه نا اا! داسې نه شي کېداى ساحله اا! ساحل چې المارۍ پرې راچپه شوې وه له سرنه يې ويني روانې وي، په کوچنيولاسونوکې يې دمور هغه عکس نيولي ووچې دهغې له مړې کېدوڅخه يې يواځې درې مياشتې دمخه دساحل په شبږمه کليزه کې اخستل اخستى وواو ساحل يې اميل په غاړه په غېږکې نيولې وو.