رفیع الله روشن
زړه دانسان دټول بدن پاچا دى او پاچا داسې څوک وي چې ديوه هېواد ټول وګړي ورته د يوه زعيم په نظر ګوري ،تابعداري يې کوي او هغه هم ډېرهوښيار او په دې هڅه کې وي چې خپل ولس تل له خپل ځان چاپير وويني،څوک خفه نکړي،هغه دخپل ځان په خفګان کې دخپل ملت خوښي لټوي.
خو دانسان دبدن پاچا (زړه)ډېرکم عقل وي،ولې چې زړه ،زړه خفه کوي،اوکله چې زړه خفه شونو دهېڅ يوه زړه پروانکوي،خو فرق دادى چې يوه هېواد،پاچا بايد دولس ووټ ترلاسه کړي،اوبيا دپاچاۍ پرګدۍ کېني،مګردبدن پاچا بيابې ووټه اوبې له دې چې څوک يې انتخاب کړي،ځان پاچا بولي،هغه وايي زه ضرورت نلرم څوک مې وټاکي،زه خپلواک يم،اوهرڅۀ چې غواړم کوم يې،که څوک ټاکم اوکه څوک له خپل کور او چاپيريال،څخه وباسم،نوځکه وايي چې زه ديوه هېواد،له پاچا ډېرښه يم،اوداخبره ددې ثبوت پرمټ کوي،چې دهغه پاچا امر هم زه يم،مرستيال يې زه يم،بريااوماتې يې زماپه لاس کې ده ځکه چې هغه زماله برکته پاچا دى،کنه هېڅ هم ندى.