ع.شريف زاد
دې کې هيڅ شک نه شته چې د پاکستان ټولې هيلې زمونږ د هيواد د بحران له امله په مختلفو برخو کې بشپړې شوې چې حتى د بي بى سيا ست هم په کې را پيداشو. وايي چې د شپې له مخې يوه ګيدړه يوه کلي ته ننوته ګوري چې يو چرګ په يوه ډبره نا ست دى. ګيدړې وويل محترم چرګ صا حب زه له ډيرې پخوا زمانې راهيسې دې کلي ته ځم او راځم ستا پلار سره زما ډير ښه ارتباط وه،
�رداخور کمونيزم له راتګ څخه تر اوسه پورې ستاسو په ملي منافعو کې مصروف يو هر څه مو چې دلاسه پوره وه هغه مو وکړه انګريزي سياست مو د اسلام تر نامه لاندې په پياوړى توګه وسا ته او داسې نورچې هر يو يي ځانګړى وخت غواړى.
ډيره مهمه خبره داده کله به چې زه هغه وليدم ، نو زما د خوښي لپاره به يي څو څو ځلي غږ پورته کاوه او اذان به يي وکړ،داچې څومره دى په اذان کې صادق وه ماته پته نه وه. پټې او ښکاره مشورې به يي هم راکولې پوهيده او که نه پوهيده خو داده پاليسي وه او زه به خوشاله بيرته تللم. چرګ وويل زه هم له خپل پلار څخه کم نه يم غاړه يي اوچته کړه او سترږې يي پټې کړې او په اذان ويلو يي پيل وکړ. ګيدړې ټوپ کړ او چرګ يي د غاړې څخه کلک ونيوه او په څغستلو شوه. کله چې د کلي څخه تيريده د هغه کلي سپيو وليده او ورپسې يي منډې پيل کړې چرګ ورته وويل چې په دې لوړ اوا ز سره دې سپيو ته ووايه چې دغه
چرګ مې ستاسې کلي څخه نه دى اوچت کړي او نه تاسې ته لازمه ده چې د ا غالمغال وکړي د ګيدړې د ا خبره خوښه شوه خوله خلاصه کړه ،چرګ والوت او پر يوې ونې کښيناست. ګيدړې ته افسوس ورغى او ويي ويل: لعنت په هغه خوله چې بې وخته خلاصيږي! چرګ وويل : نعلت په هغو سترګو چې بې وخته پټې کيږي.
په درناوۍ