حمیدالله فیضي
د حزب اسلامي مشر انجنیر ګلبیدن حکمتیار له رسنیو سره په مرکه کې ویلي چې افغان حکومت دسولې خبرو اترو لپار ځانګړې طرحه او لازم صلاحیت نه لري.دسولې د خبرو اترو په ډګر کې چې دمګړۍ د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې روانې دي افغان حکومت ځان نا خبره ښیې.
�رځې راهیسې ددې خبرو دمشري غوښتنه کړې ده خو وروسته یې بیا دسولې او ثبات ټینګولو په موخه خپل دریځ نرم او د طالبانو سره دخبرو اترو له دفتر له پرانیستلو سره هوکړه وکړه. په همدې لړ کې دافغانستان او پاکستان لپاره دامریکا ځانګړي استازي هم دافغان حکومت په مشرۍ ددې خبرو اترو ملاتړ وکړ .خو افغان حکومت لاس پکار شو او له بلې وسله والې مخالفې ډلې اسلامي ګوند سره خبرې اترو لړۍ پرانیستله او له پاکستان څخه یو پلاوۍ د اسلامي ګوند په استازیتوب افغانستان ته راغی . دغه ګوند پلاوي په کابل کې له ولسمشر او همداراز دامریکا د استخباراتي ادارې مشر جنرال ډیوید پټریوس سر�
� وکتل، چې پایلې یې ورنکړې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار بې بې سې ته په رالیږل شوې مرکه کې ویلي « افغان حکومت دسولې دخبرو اترو لپاره ځانګړې طرحه او لازم صلاحیت نه لري.»
خو له بلې خوا امریکا له اسلامي ګوند څخه مخ ګرځولای او له طالبانو سره دخبرو اترو کوښښ کوي ،حزب اسلامي هم په تیرو لسو کلونو کې نه له طالبانو سره جوړ جاړی وکړ او نه هم له افغان حکومت سره. دشنونکو په اند دا ښه چانس دی د اسلامي ګوند لپاره چې له جګړې لاس واخلي او د سولې له پروسې سره یوځای شي.
په قطر کې دسولې په خبرو اترو کې افغان حکومت ته مشري او ونډه نه ورکول کیږي ددې لپاره چې افغان حکومت دسولې دخبرو اترو په اړه خپل لس کلن چانس او په ځانګړي توګه له دوو کلو راهیسې د سولې د عالي شورا په جوړولو خپل اعتماد او اعتبار له لاسه ورکړی. امریکا هم په دې پوه شوه چې دسولې عالي شورا چې په دوو کلونو کې ونشو کړای د طالبانو لپاره یو ادرس پیدا کړي نو خپله لاس پکار شوه.شنونکي په دې باور دي چې نور امریکا په افغانستان کې دسولې او ثبات ټینګولو هوډ کړی او داچې ددې سولې دخبرو اترو شاته کومه بله موخه لري دا به راتلونکې جوته کړي.افغانان هم باید په دې پوه شي،چې د�
�ه جګړه پرافغانستان تحمیل شوې او تپل شوې جګړه وه او دا جګړه نور باید له ځان څخه لرې کړي او دا جګړه باید بلې خواواړوي ، د دولت مخالفین او ملاتړي نور باید دیوه افغاني تفاهم پربنسټ روانې جګړې ته دپای ټکی کیږدي او په یوه اواز له سولې او ثبات څخه ملاتړ غږاوچت کړي چې دا جګړه د افغانانو نه ،بلکې بهرنیانو پورې تړلې وه او نور مونږ جګړه نه غواړو.