امریکا مخکې له وخته افغانستان څخه ځواکونه وباسي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
حمیدالله فیضي
نړیواله ټولنه غواړي د ۲۰۱۴ زیږدیز کال ترپایه خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي او په اافغانستان کې خپل پوځی ماموریت پای ته ورسوي.په همدې لړ کې دامریکا دفاع وزیر لیون پنیتا دچهارشنبې په ورځ وویل چې په راتلونکې میلادی کال کې به دپوځی ماموریت ډیرۍ مخه دښونې او روزنې خواته واړوي او هڅه به وګړي چې ډیرۍ پوځی مسولیتونه افغان ځواکونو ته
وسپارل شي.دغه خبرې د امریکا دد فاع وزیر لیون پنیتا دبلجیم پلازمینې بروکسل ته د تلو پرمهال لده سره ملګرو خبریالانو ته کړي دي. خو لدې څه موده مخکې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د فرانسې له ولسمشر نیکولا سرکوزي سره په
کتنه کې ویلي و چې له افغانستان څخه باید تر ۲۰۱۴ م کال یو کال دمخه نړیوال ووځی او د هیواد د امنیتي چارو مسوولیتونه افغان ځواکونو ته وسپاري.خو ځینې شنونکې بیا په دې اند دي چې امریکا باید دغه کار باید د لیسبون دغونډې له ستراتیژۍ له اعلان سره سم په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې کړی وو. اوس هم لا وخت شته چې افغان ځواکونه د کیفیت له پلوه هم په پښو ودریږي.شنونکي همدا راز وایې چې افغان ځواکونه لاهم د سترو عملیاتو د ترسره کولو توان نه لري نو باید ډیر کوښښ وشي چې د تجهیزاتو ترڅنګ دوی په پوځي برخه کې ښه وروزل شي .دغه پریګړه په داسې حال کې نیول کیږي چې دمګړۍ له افغانستان
څخه دبهرنیو ځواکونو په ځانګړي توګه امریکایې ځواکونو وتل روان دي او ویل کیږي چې امریکا اوس په افغانستان کې۹۰ زره ځواکونه لري چې ۲۲ زره به یې د ۲۰۱۲ کال تر وروستیو ووځی خو د ۶۸ زره نورو چې پاتیږي دهغوی د وتلو په اړه لا تردې مهاله څرګند معلومات نشته.
که څه هم امریکا دفاع وزیر لیون پنیتا له یوې خوا له افغانستان څخه د ځواکونو وتلو او همداراز راتلونکې ۲۰۱۳ کال په منځنیو وختونو کې د پوځي ماموریت د کمولو او د روزنیز ماموریت د کړندي کولو خبرې کوي خو له بلې خوا وایې چې سختې او جدي جګړې هم په مخ کې لري.
ځیني پوځي شنونکې په دې اند دي چې افغانستان امنیتي ځواکونه لا ددې جوګه شوي نه دي چې ټول امنیتي مسولیتونه پرغاړه واخلي له یوې خوا دوی ډیر مسلکي روزل شوي نه دي ، له بلې خوا پوره تجهیزات په لاس کې نه لري او له بل پلوه دغه ځواکونه د وطن دوستۍ انګیزه هم په کې کمه ده او دا یوه معاش خوره ځواک ګڼي. دغه ځواکونه په شته سیمه ایزو دښمنانو کې چې د پیداښت له مهاله یې دافغانستان دخرابیدو ملاتړ او دلته یې د یوه ښه او با ثباته نظام له راتلو سره مخالفت کړی نشي کولای د افغانستان له اراضي څخه په سمه توګه دفاع وکړي.
دغه شنونکي تر ټولو مهمه ستونزه دا بولي چې په افغان حکومت کې اداري فساد ، دښې حکومت دارۍ نشتوالی، د ولس او حکومت ترمنځ واټن هم هغه ستونزې دي چې افغان امنیتي ځواکونه به په اوسنیو شرایطو کې ددې جوګه نکړي چې بشپړ امنیتي مسولیت پرغاړه واخلي .
خو داچې افغان حکومت به له دوه زره څوارلسم کال وروسته له کوم برخلیک سره مخامخ شي.؟ دا هغه پوښتنه ده چې راتلونکې به یې ځواپ کړي .افغانان اوس هم د هیواد د راتلونکې په اړه اندیښمن دي او کله نا کله وایې چې یوا وار بیا افغانان د تیرو کورنی جګړو سره مخامخ نشي.