سلام خان
د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره مېرمن حنا رباني کهر، د۲۰۱۲ م کال دفبروری دمیاشتی به لمړی ورځ له افغان چارواکو سره د خبرو اترو او د دواړو هېوادنو تر منځ د اړيکې د ښه کولو په موخه افغانستان ته په رسمی سفر رسیدلی ده،د افغانستان او پاکستان تر منځ اړيکې، د سولې د شورا د مشر او جمعیت اسلامی د مشر برهان الدين رباني تر وژل کيدو وروسته ترينګلي شوي.
د افغانستان د یو والي او ځمکني بشپړتیا پر وړاندې هر ډول ګواښ په خپله د پاکستان پرضد د ګواښ په معنی دی،کهر وویل غواړي کابل او نړۍ ته دا پیغام ورکړي، چې په افغانستان کې د سولې لپاره د هر هغه اقدام هرکلی کوي، چې د افغانانو په مشرۍ وي،د یوې پوښتنې په ځواب کې نوموړې وویل، که افغان دولت وغواړي، چې له پاکستان سره د سولې د ګډ کمیسیون کار بیرته پیل کړي، نو د پاکستان حکومت په دې اړه څه ستونزه نه لري،پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې په کابل کې له یو شمېر هغو مخالفو سیاسي څیرو سره هم وکتل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د روانو خبرو په اړه اندیښمن دي،د پاکستان د سفارت یوه مسوول ازادي راډیو ته وویل، چې نوموړې له ښاغلي یونس قانوني، محمد محقق او د جنرال دوستم له نږدې سلاکار فیض الله ذکي سره هم په افغانستان کې د سولې په موضوع وغږیدله د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره پداسې وخت کې کابل ته سفر کوی، چې له طالبانو سره خبرې په حساس پړاو کې دي او که هر څه په منظم ډول پرمخ ولاړ شي، نو ممکن په راتلونکو اونیو کې د سولې اصلي خبرې پیل شي،ولی د افغانستان د ملي شورا له غړو سره د پاکستان د صدر اعظم ځینو څرګندونو ته په کتو سره پاکستان غواړی دطالبانو او امریکا تر منځ دسولی هڅی سبو تاژ کړې، او د افغان حکومت د اغفالولو هڅه کوي ځکه هم همیشه وایی چی دسولی خبری باید دافغان حکومت له لوری مخ ته یووړلی شې،د سید یوسف رضا ګیلاني خبرو ځخه داسی معلومیږی، چې پاکستان هڅه کوي، چې افغان دولت ته دا ذهنیت ورکړي، چې د قطر خبرې د افغانستان او پاکستان د دواړو پرضد یوه دسیسه ده،ولی د امریکا او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو دا وښودله، چې نور نو طالبان د پاکستان له کنټرول ځخه وتلي او دغه هیواد نشي کولای د سولې د هڅو په وړاندې خنډ رامنځ ته کړي،په قطر کې له طالبانو سره په خبرو سره امریکا پاکستان ته دا وښودله، چې د دوی اصلي ځواک هم د دوی له کنټرول څخه ایستلې شي،پاکستان اوس هڅه کوي د کابل له اندیښنو هم د ځان په ګټه کار واخلي او د امریکا هڅې له ننګونو سره مخامخ کړي..
کابل ته د اغلې کهر سفر یوه ورځ وروسته له هغې وشو، چې د امریکا او ناټو یو شمیر هغه پټ اسناد خپاره شول، چې په هغې کې له وسله والو طالبانو څخه د پاکستان د استخباراتي شبکې د مرستې شواهد وړاندې شوي،راپور وايي چی د طالبانو مشران په منظم ډول د آی ایس آی له غړیو سره غونډې کوي، د آی ایس ای غړي طالبانو ته سپارښتنې او مشورې ورکوي،دا سند له طالبانو سره د پاکستان د استخباراتي ادارې له پټو مرستو پرده پورته کوي،دا راپور له ۲۷ زره تنو څخه، چې څلور زره یې طالبان، د القاعده غړي او بهرني جګړه مار او عام ملکیان دي، د تحقيقاتو پر اساس چمتو شوى دى او له همدې کبله یوازې مالوماتي راپور بلل کېږي نه تحقیقاتي،د بي بي سي د راپور له مخې د ناټو په دې پټ سند کې ویل شوي چې آی ایس آی له دې خبر دی چې د طالبانو مشران چېري دي،راپور دا تور هم لګولی، هغه طالبان چې د امريکايانو او افغانانو په وژنه کې لاس لري، د پاکستان د استخباراتو ترڅنګ اوسي او د هغو په لارښوونه عملیات کوي،د امریکا د متحده ایالاتو او ناتو په پټو اسنادو کې چې په دې وروستیو کې په ډاګه شوي، څرګنده شوې، چې د پاکستان استخباراتي اداره (ای. اېس. ای) په افغانستان کې په بهرنیو ځواکونو باندې د طالب وسله والو په حملو کې مرسته کوي په را پور کی ویل شوی دې چی،د افغانستان د جګړې یوه خواشینوونکې مساله دا ده، چې داسې انګیرل کیږي، د پاکستان پولې ته نږدې په کندهار او هلمند ولایتونو کې سوله یوازې د جګړې له لارې منځ ته راتلای شي، ځینونورو ورځپاڼوهم د امریکا د پټو پوځي اسرارو د خپریدو په اړه لیکلي، دا په خپله پاکستان دی، چې د افغانستان د جګړې اور ته لمن وهي او استخباراتي اداره (ای. اېس. ای) یې په افغانستان کې په افغان او بهرنیو ځواکونو باندې د وسله والو حملو ملاتړ کوي دهغو له جملی ځخه د،ګارډین ورځپاڼه په دې اړه لیکلی دی چی، د پټو اسرارو له دغه راپور څخه داسې معلومیږي، چې طالبانو په خپل سیاست کې بدلون او نرمښت راوستی او د پاکستان ملاتړ یې تر لاسه کړي دي. طالبان تیاری نیسي، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته یو ځل بیا قدرت تر لاسه کړي،د راپور پر اساس، یوشمېر افغانان هم د طالبانو د بیا واکمن کیدو لپاره تیاری نیسي او داسې فکر کوي، چې د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته د طالبانو بری حتمي دی،د پاکستان د ونډې په اړه په راپور کې ویل شوي، د پاکستان د ای. اېس. ای مامورین پوهیږي، چې د طالبانو مشران چیرې دي او له هغوی سره مستقیم تماس او اړیکې لري، یو شمیر سیاسی څیړونکي په دي باور دي، چې له طالبانو څخه د پاکستان د ملاتړ په اړه دا راپور کومه نوې خبره نه ده. د سیاسي چارو کارپوه او لیکوال احمد رشید په دې اړه وایي چی،دا مساله د ناتو او امریکا پوځیانو ته بیخي څرګنده وه. جګ پوړو امریکایي جنرالانو ماته ویلي، دوی په ۲۰۰۵ کال کې د امریکا جمهور رییس جورج ډبلیو بوش او دفاع وزیر ډونلډ رمزفلډ ته معلومات ورکړي وو، چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي، خو د دوی د خبرو خیال نه و ساتل شوی،احمد رشید وایی چی،زما په نظر، دا معلومات د هیچا لپاره نوي نه دي. خو دا چې دا راپور په دې ډول افشا کیږي، د خلکو غوسه به راوپاروي،د ورځپاڼو په نظر، امریکایي او ناټو ځواکونه زیار باسي، چې په افغانستان کې د طالبانو نفوذ کم کړي او واک ته د بیا رسیدو مخه یې ونیسي، خو د دې ډول راپورونو په خپریدو سره د طالبانو روحیات پورته کیږي،د ټایمز ورځپاڼې په باور، دا راپور په حقیقت کې د پاکستان دوه مخې په ډاګه کوي، چې له یوې خوا ځان د امریکا او لویدیځ متحد بولي او له بلې خوا د هغوی دښمنان تقویه کوي، چې په افغانستان کې په ناټو او افغان ځواکونو حملې وکړي،د ناټو د پټ راپور خپرېدا کېدای شي کابل ته د حنا رباني کهر پر سفر او دغه راز په سعودي او قطر کې د سولې پر خبرو سیوری وغوړوي،کېدای شي دا راپور په سعودي عربستان کې د پاکستان په ملاتړ د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ کېدونکو خبرو ته یو ګوزار وي چې د ځینو کتونکو په وینا د قطر د سولې پروسې ته زیان اړوي.