سلام خان
د افغانستان ولسمشر حامد کرزى د سلواغې په پنځمه ترکمنستان او له هغه هېواده اروپايي هېوادونو ته سفر وکړ او وړم سهار کابل ته بیرته راستون شو، د ولسمشرحامد کرزي وروستى سفر او له درېيو هېوادونو سره د اوږدمهاله سندونو لاسليکولو وښوده، چې نړۍ لا هم د افغانستان مرستې او ملاتړ ته ژمنه ده.حامد کرزي په دغه سفر کې له فرانسې
که څه هم دسیاسی چارو ځینی کار پوهان دولسمشر کرزي په وروستي سفر کې له درېيو اروپايي هېوادونو سره د لاسليک شوو اوږدمهاله همکاريو د سندونو د ژمنو پر عملي کېدو ډېر باوري نه دې، خو وايي، چې دغه تړونونه بې ګټې هم نه دي،خو هغوی له ټاکلې مودې يو کال وړاندې له افغانستان څخه د فرانسوي سرتېرو وتنه د ملګرو ملتونو او ناټو د نورمونو خلاف کار بولي، چې په وينا يې ولسمشر حامد کرزي هم ورسره موافقه کړې ده.د فرانسې ولسمشر دغه هېواد ته د کرزي د سفر پر مهال وويل، چې فرانسه به په ٢٠١٣ کال کې خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي.
ولی د بريتانيې لومړي وزيردفرانسی برخلاف په ډاګه کړی ده، چې له ټاکل شوې مهالوېش مخکې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ايستلو اراده نه لري،د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کميرون دغه څرګندونې په لندن کې له ولسمشر حامدکرزي سره د اوږودمهاله ستراتيژيکو همکاريو پر سند له لاسليک وروسته ګډې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وکړې،هغه زياته کړه، چې دوى غواړي له ټاکلي مهالوېش سره سم تر ٢٠١٤ زېږديز کاله پورې خپل سرتېري په افغانستان کې پرېږدي، خو له هغه وروسته خپلو مرستو ته دوام ورکوي،بريتانيا په افغانستان کې اوسمهال شاوخوا ٩٥٠٠ سرتېري لري، چې په هلمند ولايت کې مېشت دي او تر اوسه يې ٣٩٧ سرتېري وژل شوي دي،د ناټو له خوا له اعلان شوي مهالوېش سره سم د ٢٠١٤ زېږديز کال په پاى کې به له افغانستان څخه ټول هغه سرتېري ووځي، چې په عملياتو کې برخه اخلي، خو ځيني هغه سرتېري به پاتې شي، چې افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي،د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کميرون ویلی دی، چې دوى له افغانستان سره پياوړې او قوي اړيکې غواړي؛ ځکه چې يو با ثباته او ځواکمن افغانستان د ټولې نړۍ په ګټه دى،نوموړي زياته کړه، چې له د ٢٠١٤ زېږديز کال څخه مخکې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ايستلو هېڅ اراده نه لري او له دغه کال وروسته به هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي،کميرون دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې دوه ورځې مخکې د فرانسې ولسمشر نيکولاس سرکوزي وويل، چې دوى له ټاکلي مهالوېش څخه يو کال مخکې (٢٠١٣) خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه باسي،فرانسې دغه پرېکړه وروسته له هغه وکړه، چې څو ورځې مخکې د ملي اردو يوه سرتېري په کاپيسا ولايت کې څلور فرانسوي سرتېري و وژل او ١٧ نور يې ټپيان کړل،فرانسه په افغانستان کې څلور زره سرتېري لرل، چې څلور سوه يې تېر کال و ايستل او ټاکل شوې، چې زر سرتېري په روان کال کې وباسي او پاتې نور يې د ٢٠١٣ کال تر وروستيو په افغانستان کې پاتې وي.
فرانسې خپل ٨٢ سرتېري په افغانستان کې له لاسه ورکړي دي،نیویارک ټایمز ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې:چی فرانسه له ناټو څخه جلا کېږي، له افغانستان څخه وتل چټکوي- یوه مقاله لیکلې او د پيل په کرښو کې یې راغلي دی چی،د فرانسې جمهوررئیس نیکولاس سارکوزي د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې فرانسه به له ناټو سره خپل اتحاد مات کړي او له افغانستان څخه به د خپلو عسکرو په ایستلو کې عجله وکړي،فرانسه به له دې هېواد څخه خپل محاربوي ځواکونه له ټاکلې نېټې څخه یو کال مخکې وباسي. سارکوزي دغه راز ویلی دی چی، دی او جمهور رئیس حامد کرزی دواړه به له ناټو څخه وغواړي چې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو انتقال چټک کړي،د فرانسې جمهور رئیس سارکوزي داهم ویلی دی چی ، د افغانستان ملي پوځ کې د طالبانو د نفوذ سطحه کمه ګڼل شوې. ده ونه ویل، چې په دې وروستیو کې د یوه افغان عسکر له خوا د څلورو فرانسوي عسکرو د وژلو په غبرګون کې یې د عسکرو د چټک ایستلو پرېکړه کړې، بلکې داسې استدلال یې وکړ چې فرانسوي عسکرو د افغان ځواکونو په روزنه کې فوق العاده ښه کار کړی دی. پای سلام خان.